مخالفانو ته د طالبانو د هلمند والي خبرداری: که کوم مخالف پیدا شي غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي امانالدین منصور په بدخشان کې په یوې دستار بندۍ کې خبرداری ورکړی، چې که کوم مخالف پیدا شي، نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دمګړۍ څو وسلهوالې جبهې د طالبانو پر ضد فعالې دي.
