• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د غلاوو له ډېرښت سره؛ د غلو یوه ۸ کسیزه ډله نیول شوې ده

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

په کابل کې د غلاوو له ډېرښت سره هم‌مهاله طالبان د کابل د ۱۳مې امنیتي حوزې په شاوخوا کې د دوو ښځو په ګډون د غلو د یوې ۸ کسیزې حرفوي ډلې له نیول کېدو خبر ورکوي. د دوی په وینا، یادو کسانو له کابل سربېره په غزني او هرات کې هم غلاوې کړي او د یوه صراف په وژنه کې یې هم لاس درلود.

د کابل د ۱۳مې امینتي حوزې لپاره د طالبانو مرستیال محبوب شاه احرار وايي، د دوو ښځو په ګډون د غلو دغې ډلې د کابل د بېلابېلو سیمو او همداراز غزني او هرات ولایتونو په ګڼو غلاوو کې لاس درلود.

د نوموړي په وینا، په دغې ډله کې یادو ښځو له شتمنو خلکو سره د اړیکو له لارې هغوی بلک‌مېل کول او بیا یې ترې پیسې غوښتې او همداراز ولایتونو او د کابل بېلابېلو برخو ته د وسلو د لېږد په برخو کې استفاده کېده.

محبوب شاه احرار وايي: «د غلو یوه ۸ کسیزه ډله چې ۶ یې نارینه او ۲ یې ښځې دي نیول شوې ده. یادو کسانو د کابل له۱۳مې حوزې سربېره د کابل په بېلابېلو سیمو کې له کورونو، روغتونونو او درملتونونو غلاوې کړې دي. په غزني او هرات کې هم غلاوې کړي دي».

د نوموړي په وینا، په یادو کسانو کې یوه یې پرسږکال د یوه صراف په وژنه کې هم لاس درلود.

د کابل مېشتو په وینا، په دې وروستیو کلونو کې په کابل ښار د غلاوو ګراف ډېر لوړ شوی او په رڼا ورځ خلک د یوه موټرسایکل او موټر لپاره وژل کېږي او د هوا په تیاره کېدو سره په ښار کې یو ډول ویره خپرېږي او هېڅوک زړه نه‌ښه کوي، چې د شپې له‌خوا له کورونو ووځي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څېړونکې: د اروپايي کمېسیون له لوري طالبانو ته بلنه «ناسم پیغام» لېږدوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱
د بشري حقونو څېړونکې: د اروپايي کمېسیون له لوري طالبانو ته بلنه «ناسم پیغام» لېږدوي
100%

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې، فرشته عباسي، ویلي چې د کډوالۍ اړوند خبرو اترو لپاره د طالبانو د پلاوي د ګډون په موخه د اروپايي کمېسیون بلنه په نامناسب وخت کې شوې او «ناسم پیغام» لېږدوي.

عباسي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویلي چې افغانستان لا هم له سختو بشري بحرانونو سره مخ دی او ښځې او نجونې په دغه هېواد کې د بنسټیز تبعیض او سیستماتیکې ځپنې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

نوموړې ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول د کډوالۍ تړون ښايي د افغانانو د جبري ستنولو او ایستلو لپاره زمینه برابره کړي؛ داسې هېواد ته چې د هغې په وینا، امنیتي وضعیت یې لا هم د اندېښنې وړ دی.

فرشته عباسي خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات د هېوادونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې کېدای شي؛ هغه ژمنېچې د خلکو بېرته هغو ځایونو ته ستنول منع کوي، چېرې چې هغوی د شکنجې، جدي ګواښونو او یا هم د غیرانساني چلند له ګواښ سره مخ وي.

هغې زیاته کړې چې افغانستان د ډېرو وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د محدودیتونو، تبعیض او له اساسي حقونو د پراخې محرومیت فضا ګرځېدلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان دغې څېړونکې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالۍ او له طالبانو سره د تعامل اړوند پرېکړو کې د بشري حقونو وضعیت او د افغانانو پر وړاندې شته ګواښونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو د څرنګوالي په اړه بحثونه زیات شوي دي.

ناروې اندېښنه ښوولې چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱
ناروې اندېښنه ښوولې چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي
100%

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان اګلنډ په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دغو ۴،۴ میلیونه افغانانو خراب اقتصادي وضعیت له پامه غورځول شوی دی.

ښاغلي اګلنډ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په ایران کې د افغان کډوالو ټولنه په نړۍ کې د کډوالو یو له تر ټولو لویو ټولنو څخه ده. هغه زیاته کړې چې دغه کډوال اوس مهال د جګړې او بندیزونو له امله په ایران کې له خورا ژور اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر د تهران په څنډو کې له یوه افغان کډوال محمود او د هغه له کورنۍ سره د خپلې لیدنې یادونه کړې ده. محمود چې پخوا یې د تڼیو جوړولو کار کاوه، اوس د اعصابو د یوې ناروغۍ له امله معلول شوی دی او مېرمن او ماشومان یې د هغه د کار د ژوندي ساتلو هڅه کوي.

جان اګلنډ خبرداری ورکړی چې که د ناروې د کډوالو شورا له لارې دغې کورنۍ ته نغدي مرستې ونه رسېږي، دوی به د کور د کرایې د ورکولو وس ونه لري او په کوڅو کې به پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې د روانو جګړو او ناورینونو په ترڅ کې باید د دغو بې‌وزله کډوالو لاسنیوی هېر نه‌شي.

د ازادۍ او عدالت غورځنګ: طالبان له دین څخه د یوې وسیلي په توګه کار اخلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱
د ازادۍ او عدالت غورځنګ: طالبان له دین څخه د یوې وسیلي په توګه کار اخلي
100%

د ازادۍ او عدالت غورځنګ په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو د نیولو نوې لړۍ او د ولسي اعتراضونو ځپل په کلکه غندلي دي. دغه وسله‌والې ډلې او سیاسي خوځښت د غبرګولي په ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د اعلامیې له مخې، په هرات کې د طالبانو له دغو اقداماتو وروسته یو شمېر اوسېدونکو د دغه غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند په وړاندې اعتراض وکړ، خو طالبانو د زور او شکنجې په کارولو سره معترضان وڅارل، ونیول او شکنجه یې کړل. دغه نهضت ټینګار کړی چې د ښځو د عزت او خوندیتوب ساتنه د افغاني کلتور او ارزښتونو سره سم د ټولنې یوه سرې کرښه ده، خو طالبان له دغو کلتوري او دیني هنجارونو سره پردي دي.

دغه وسله‌والې ډلې او سیاسي خوځښت زیاته کړې، چې طالبان له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو د ښځو په وړاندې خپل محدودیتونه، تبعیض او ځپل توجیه کړي، چې دا چاره په ټولنه کې د دیني ارزښتونو اعتبار ته زیان رسوي. د ازادۍ او عدالت غورځنګ د هرات له زړورو ښځو او معترضانو سره خپل بشپړ پیوستون اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د دغې ډلې له واکمنۍ څخه د هېواد د ازادۍ او عدالت لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

یاد بنسټ پر بشري سازمانونو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان ښځو د حقونو د دوامداره نقض او د هېواد پر داسې یو ځای د بدلېدو په وړاندې چې د ترهګرو ډلو پناه ځای ګرځېدلی او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي، چوپ پاتې نه شي. دوی غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې له ټولو مشروع ډیپلوماټیکو او سیاسي وسیلو څخه په استفادې د افغانانو د حقونو او ازادیو ملاتړ وکړي.

د هرات سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ښار کې د اضطراب او وېرې فضا خپره ده او د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له خوا پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د راپورونو له مخې، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۴۱۱ پېښې ثبت کړې دي او یوازې په شپږو میاشتو کې یې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په کونړ کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپیان شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱
په کونړ کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپیان شوي
100%

په کونړ کې په درېیو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپيان شوي دي. د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې په اسمار، غازي‌اباد او چپې درې ولسوالیو کې له سړکونو څخه د موټرو د اوښتو له امله رامنځته شوې دي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، لومړۍ پېښه نن سهار (چهارشنبه د غبرګولي ۲۰مه) د اسمار ولسوالۍ په بېله پوستې کلي کې د کونړ سیند ته د یوه موټر د لوېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ټپيان شول.

د نوموړي په وینا، دویمه پېښه د غازي‌اباد ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې له سړک څخه د یوه موټر د اوښتو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی او همداراز درېیمه پېښه د چپې درې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د ورته پېښې له امله ۳ کسان ټپيان شوي دي.

فرید دهقان د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌ احتیاطي بولي، خو ځايي اوسېدونکي بیا د موټر چلوونکو له بې‌احتیاطۍ سربېره د لارو خرابولی د پېښې اصلي ګڼي.

جلاوطنې کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ په هرات کې د طالبانو کړنې د جنسیتي تبعیض بله بڼه بولي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
جلاوطنې کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ په هرات کې د طالبانو کړنې د جنسیتي تبعیض بله بڼه بولي
100%

په جلاوطنۍ کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ غړو د هرات د جبرییل ښارګوټي د لاریونوالو د ځپلو په غبرګون کې ویلي چې د ښځو نیول او له خلکو سره تاوتریخجن چلند د طالبانو له لوري د ازادۍ غوښتونکو غږونو د خاموشه کولو د سیاست دوام او د جنسیتي تبعیض یوه بله بڼه ده.

دغه غورځنګ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په خپره کړې اعلامیه کې د ښځو نیول، د معترضینو ځپل او د جبرئیل ښارګوټي پر لاریونوالو د طالبانو مخامخ ډزې په کلکه وغندلې.

په اعلامیه کې راغلي چې د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو وروستی اعتراض د هغو خلکو د فریاد څرګندونه وه چې د دوی په وینا، په تېرو کلونو کې د ځپنې، تبعیض، محرومیت او له اساسي حقونو د محرومولو تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د غورځنګ غړو ویلي چې د ښځو نیول او د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو ښکاره نقض دی او د طالبانو له لوري د مدني او ازادۍ غوښتونکو غږونو د ځپلو لپاره یو منظم سیاست ګڼل کېږي.

دوی زیاته کړې چې دغه کړنې د جنسیتي تبعیض، د مدني ازادیو د محدودولو او د ټولنې د نیمایي برخې د اساسي حقونو د سلبولو پر بنسټ ولاړې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، یوازې د ښځو د حقونو نقض نه دی، بلکې د جنسیتي توپیر یوه بله بڼه ده چې باید نړیواله ټولنه یې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني او عاملین یې حساب ورکولو ته اړ کړي.»

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، دولتونو او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د سمبولیکو دریځونو پر ځای عملي اقدامات وکړي، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هڅې زیاتې کړي او طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

د اعلامیې له مخې، د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د بې‌عدالتۍ د عادي کېدو او د هغو ارزښتونو د کمزوري کېدو لامل ګرځي چې نړیواله ټولنه یې د دفاع ادعا کوي.