په کونړ کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپیان شوي

په کونړ کې په درېیو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپيان شوي دي. د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې په اسمار، غازياباد او چپې درې ولسوالیو کې له سړکونو څخه د موټرو د اوښتو له امله رامنځته شوې دي.
