• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات د اعتراضونو کوربه؛ محمد حنیف اتمر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ودرېدو غوښتنه کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په هرات کې له ښځو سره د طالبانو وروستی ناوړه چلند په کلکه غندلی دی. اتمر د دغه تاوتریخوالي د سملاسي ودرولو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ننني دریځ بشپړ ملاتړ کړی دی.

حنیف اتمر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له هېوادوالو سره داسې چلند د بشري حقونو له اصولو، اسلامي ارزښتونو، له نړیوالو قوانینو او د افغان ټولنې له کلتوري او تاریخي ارزښتونو سره هېڅ ډول سمون نه لري. هغه زیاته کړې چې د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول د منلو وړ نه دي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر ټینګار کړی چې د ټولو افغان وګړو د امنیت ټینګښت، د انساني کرامت ساتنه او د اساسي حقونو او ازادیو رعایتول د اوسني حاکمیت مسوولیت دی. هغه غوښتنه کړې چې د دې ډول سرغړونو عاملین باید وپېژندل شي، حساب ورسره وشي او د قربانیانو ستونزو ته په بېړنۍ توګه رسېدنه وشي.

اتمر خبرداری ورکړی چې د دغه ډول وضعیت دوام کولی شي د افغانستان ثبات، ټولنیز یووالی او د هېواد راتلونکی له ډېرو جدي او لویو خطرونو سره مخامخ کړي. د هغه په وینا، د عاملانو ځواب ویونکي کول یو عاجل ملي او نړیوال ضرورت دی.

دا غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې په هرات کې ځایي اوسېدونکي وايي دغه ښار په دې وروستیو کې د سختې اندېښنې او اضطراب رنګ اخیستی دی. د سرچینو په وینا، په هرات کې فضا خورا درنه ده او خلک د یوې داسې تورې او اوسپنیزې منګولې احساس کوي چې د ښار او د هغه د اوسېدونکو ستوني یې زبېښلي دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۵

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

•
•
•

نور کیسې

ظاهر اغبر: په هرات کې پر ملکیانو د طالبانو ډزې د شریعت او بشري حقونو خلاف عمل دی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
ظاهر اغبر: په هرات کې پر ملکیانو د طالبانو ډزې د شریعت او بشري حقونو خلاف عمل دی
100%

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر په هرات کې د طالبانو له خوا پر بې‌وسلې ملکي وګړو ډزې او په ځانګړې توګه د یوې ځوانې نجلۍ وژل کېدل په کلکه غندلي او دغه پېښه یې د بشري حقونو، اخلاقي ارزښتونو او اسلامي شریعت د اصولو ښکاره نقض بللی دی.

محمد ظاهر اغبر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغې ځوانې نجلۍ د ډزو پر مهال د یوې هټۍ په څنډه کې پناه اخیستې وه، خو د طالبانو له خوا په نښه او ووژل شوه. هغه زیاته کړې چې دا عمل د هر ویښ وجدان لرونکي انسان او باانصافه مسلمان زړه په سختۍ سره دردوي او له ټولو منل شویو نړیوالو موازینو سره په ښکاره تضاد کې دی.

د افغانستان دغه ډیپلوماټ ویلي چې د دې پېښې شواهد او خپرې شوې ویډیوګانې د دغه جنایت خورا دردوونکي اړخونه په ډاګه کوي. د هغه په وینا، د پېښې واقعیتونه د هغو محدودو رپوټونو پرتله چې په رسنیو کې خپاره شوي دي، خورا ژور او د یو لوی بشري ناورین ښودونکي دي.

ښاغلي اغبر طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د بې‌ګناه خلکو تویه شوې وینه به هېڅکله د تاریخ له حافظې او د ملتونو له وجدانه پاکه نه شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د دغه جنایت امر کونکي او عاملین به ژر یا ناوخته د عدالت، قانون، تاریخي قضاوت او د الهي محکمې پر وړاندې ځواب ویونکي وي او هېڅ ځواک نه شي کولای حقیقت د تل لپاره پټ وساتي.

ملګرو ملتونو په بامیان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې یوه پروژه پیل کړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱
ملګرو ملتونو په بامیان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې یوه پروژه پیل کړه
100%

د ملګرو ملتونو د یونېسکو او هبیتات ادارو په بامیان کې د «فرصت» تر عنوان لاندې یوه نوې ګډه پروژه پیل کړې ده. دغه پروژه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي امانتي صندوق (STFA) په مالي ملاتړ د سیمې د کلتوري او ټولنیز وضعیت د ښه کولو په موخه پیل شوې ده.

د دغې پروژې مسوولینو ویلي، چې د «فرصت» پروژې اصلي موخه د بامیان د ځانګړي کلتوري میراث ساتنه او په دغه ولایت کې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول دي. دغه راز په یاده پروژه کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د سیمې د مقاومت پیاوړتیا او د ځايي اوسېدونکو لپاره د کاري او معیشتي فرصتونو رامنځته کول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په وینا، دا ګډ کار د بامیان د تاریخي او طبیعي ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ له سیمه ییزو ټولنو سره مرسته کوي، څو د چاپیریالي ننګونو پر وړاندې د ځان د دفاع وړتیا ومومي. دغه راز د پروژې له لارې د رامنځته کېدونکو دندو په مرسته به د ډېرو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی امانتي صندوق د بېلابېلو ادارو ترمنځ یو ګډ میکانیزم دی، چې په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د ټولنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره مالي سرچینې برابروي. دغه صندوق تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته ټولګټو پروژو ملاتړ کړی دی.

ټرمپ: که د سولې تړون ونه شي پر ایران سخت بریدونه کوو

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱
ټرمپ: که د سولې تړون ونه شي پر ایران سخت بریدونه کوو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل چې که له ایران سره د سولې تړون نهايي نه شي، متحده ایالات به پر ایران «ډېر سخت بریدونه» وکړي او همدارنګه یې وویل چې واشنګټن له ایران څخه هره شپه میلیونونه بیرله تېل هم ایستلي.

ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه خبریالانو ته وویل: «موږ به پر هغوی برید کوو، ډېر سخت به یې ووهـو» او د هغه په وینا، ایران په هرمز تنګي کې یوه اپاچي چورلکه رانسکوره کړې ده.

هغه بیا ټینګار وکړ چې ایران به د چارشنبې په ورځ په نښه شي.

ټرمپ دا هم وویل چې امریکا له ایران څخه تېل ایستلي دي.

هغه زیاته کړه: «زه نن د لومړي ځل لپاره اعلان کوم، چې موږ هره شپه میلیونونه بېرله تېل له ایران څخه ایستلي دي» او ادعا یې وکړه چې ایران «اوس دا درک کړې ده».

ټرمپ وویل: «میلیونونه بېرله تېل ایستل شوي، همدا لامل دی چې بیه د هر بېرل ۸۵–۹۰ ډالره ده، نه ۲۵۰ ډالره»، خو د دې عملیاتو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

هغه وویل چې امریکا لا هم هڅه کوي له ایران سره توافق ته ورسېږي.

ټرمپ زیاته کړه: «موږ یو داسې تړون غواړو چې معنا ولري، یو داسې تړون غواړو چې کار ورکړي».

هغه وویل چې ایران له مخکې منلې چې اټومي وسلې نه جوړوي، خو دا توافق لا هم باید رسمي لاسلیک شي.

طالبانو د هرات خبریالان له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په صورت کې په مرګ ګواښلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱
طالبانو د هرات خبریالان له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په صورت کې په مرګ ګواښلي
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) ویلي چې طالبانو د هرات خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که له جلاطنه رسنیو سره د اعتراضونو په تړاو ویډیوګانې او خبرونه شریک کړي، له مرګ سره به مخامخ شي.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولانو سیمه‌ییزو خبریالانو ته مرګوني ګواښونه کړي او خبر داری یې ورکړی چې که د هرات د اعتراضونو په اړه له هېواده بهر رسنیو سره معلومات شریک کړي، په سملاسي ډول او پرته له کومې محاکمې به له مرګ سره مخ شي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د اطلاعاتو پر ازادۍ او د خبریالانو پر ژوند دغه ډول بریدونه او ګواښونه غندلي او د رسنیو د نړۍوالو اصولو او بشري حقونو ښکاره نقض یې بولي.

یاد سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د خوندیتوب وضعیت تر سرې کرښې اوښتی دی.

امسو ویلي:«خبریالانو ته د صحرايي محکمو ګواښونه نه یوازې د بیان د ازادۍ د زیندۍ کولو هڅه ده، بلکې د هېواد د رسنیزې ټولنې له منځه وړلو په مانا ده».

یاد سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د خبریالانو پر وړاندې مرګوني او غیرقانوني ګواښونه سملاسي ودروي او د هغوی د مسلکي کار د خوندیتوب تضمین وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تیرې شنبې ورځې راهیسې د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل کړی او وروسته د هرات اوسېدونکو د طالبانو د یاد اقدام پر ضد لاریون وکړ، خو په افغانستان کې ځايي رسنیو او خبریالانو د یادو پېښو د خپرولو اجازه نه لرله.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر پر افغانستان د تازه هوايي بریدونو په تړاو احضار کړی او خپل شدید او قاطع اعتراض یې ور سپارلی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دغه برید بشري جنایت او د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بللی.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د خاورې او خلکو دفاع یې شرعي مسوولیت دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چي پاکستان باید د نیابتي سیاستونو د تطبیق پر ځاى خپلو داخلي ستونزو ته په اساسي ډول حل ومومي.

وزارت زیاته کړې، چې څنګه ممکنه ده په يوه خاوره کې د ماشومانو او ښځو وژل د بلې خاورې د امنيت ټينګښت په معنا شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې، « یو ځل بیا په صراحت یادونه کوو چې د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او جنایتونو د ټولو پايلو مسوولیت به د پاکستان پوځ پر غاړه وي».