• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې د پاکستان پوځ بېګاه شپه ناوخته د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو (کنړ، خوست او پکتیا) کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني الوتکو د کنړ، خوست او پکتیا ولایتونو په ځینو سیمو کې بمبارۍ کړې دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه پر ملکي کورونو شوي او له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند د پاکستان دا اقدام د افغانستان د فضايي حریم نقض او «بشري جنایت» بللی او ویلي یې دي چې طالبان دغه بریدونه په کلکه غندي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغو ادعاوو او د بریدونو د څرنګوالي په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي او امنیتي مسایلو پر سر کړکېچونه او د ورته بریدونو ادعاوې راپورته شوې دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې طالبانو او پاکستان ته نږدې استازو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې غونډه پیل شوې ده.

د سرچینو په وینا، د دې دوه ورځنۍ غونډې مهم موضوعات په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو مهارول او په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د ګواښونو محدودول دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو ادارې ته نږدې یو پلاوی د جعفر مهدوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کړی دی. سرچینې وایي چې د پاکستاني پلاوي مشري مشاهد حسین سعید پر غاړه لري.

سرچینو زیاته کړې چې پاکستاني استازو کابل ته د سفر او له طالبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز نه دی منلی، له همدې امله دغه مذاکرات د ترکیې په منځګړیتوب په استانبول کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غیررسمي خبرې وشوې، خو کومې هوکړې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان هغه غوښتنې نه وې منلې چې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو د محدودولو په اړه په رسمي خبرو کې مطرح شوې وې. دغه خبرې د لوړپوړو چارواکو په کچه په ترکیه، سعودي عربستان اوقطر کې ترسره شوې وې.

همداراز، د دواړو لورو استازو په وروستیو تماسونو کې په اورومچي ښار کې هم لیدنه او خبرې کړې وې.

تر اوسه د دې غونډې په اړه د طالبانو، پاکستان او ترکیې له لوري رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ غیر رسمي ناسته شوې ده. د دوی په وینا، دغه ناسته د ازبکستان په منځګړیتوب او غوښتنه ترسره شوې ده.

سرچینو نن پنجشنبه د غبرګولي ۱۴مه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په دې کتنه کې د پاکستان له لوري ډاکټر امنه خان او په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور خان او د طالبانو له لوري ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی دی.

سرچینې وایي، چې دغه کتنه د ازبکستان په غوښتنه او د طالبانو او پاکستان په سلا ترسره شوې ده.

طالبانو او پاکستان لا تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه نه‌دي ویلي او همداراز په یاده غونډه کې د مطرح شویو مسایلو په تړاو هم څه جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ښايي په دې ناسته کې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو ناندریو د حل لپاره، دا یوه هڅه وي.

د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه سازمان په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یاد کسان د هوايي بریدونو، ډزو، د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو په ډله کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي.

د «افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې» د معلوماتو پر بنسټ، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له درېیمې برخې څخه ډېرې ښځې د خپل عاید له سرچینو بې‌برخې شوې دي، او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې وروستیو ناامنیو د ښځو پر رواني روغتیا او د ژوند پر شرایطو ژور منفي اغېز کړی او هغوی د نورو قشرونو په پرتله له زیات رواني فشار سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس په مالي ملاتړ او د یوه سیمه‌ییز شریک بنسټ په همکارۍ، د بې‌ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي ځایونه جوړ شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مرکزونو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، مشورې او نورو اړینو خدمتونو زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي په خوندي او شخصي چاپېریال کې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او له اړینو مرستو برخمنې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې که د بې‌ځایه شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیات ملاتړ ونه شي، د بشري او ټولنیزو ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.

سهيل اپريدی: واک ته د طالبانو په راتګ پاکستان خواږه وېشل خو اوس ورسره اړیکې خرابوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
سهيل اپريدی: واک ته د طالبانو په راتګ پاکستان خواږه وېشل خو اوس ورسره اړیکې خرابوي
100%

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو پر مهال په پاکستان کې خوشحالۍ وې او حتی خواږه پرې وېشل کېدل، خو اوس له هغوی سره هم اړیکې خرابې کړل شوې دي.

سهیل اپریدي د سه شنبې په شپه د پنجاب د راولپنډۍ ښار د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو پر مهال په پاکستان کې دومره خوشحالي وه چې «مټايانې پرې وېشل کېدې او خوړل کېدې».

خو هغه پوښتنه وکړه: «اوس داسې څه وشول او د چا د خوښې لپاره زموږ اړیکې له هغوی سره خرابېږي؟ زموږ ګټه پاکستان ته پکار ده، که له کوم هېواد سره په اړیکو کې د پاکستان خیر وي، باید اړیکې ورسره جوړې وساتل شي».

هغه زیاته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان به ویل چې «افغانستان زموږ مسلمان ورور هېواد دی»، او د هغه د حکومت پر مهال چې په افغانستان کې کوم حکومت و پاکستان ته یې ښه نه کتل، خو بیا هم له کابل سره ښې اړیکې وساتل شوې.

سهیل اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، او وایي چې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري زیاته شوې ده.

خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ویلي، چې طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ نه دی پرېښی.

سهیل اپریدي د خېبر پښتونخوا د خراب امنیتي وضعیت په اړه بیا ټینګار وکړ، چې هلته ناامني د «تړلو دروازو تر شا د پرېکړو» نتیجه ده.

هغه همدارنګه د عمران خان له خوېندو سره یو ځای رسنیو ته وویل، چې حکومت یې کلنۍ بودجه وړاندې کوي او دوی غواړي له عمران خان سره وویني، د بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي او منظوري ترې واخلي، خو ورته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دوی په دغه اړوند د اسلام اباد سترې محکمې ته عريضه کوي خو که غوښتنې یې بيا هم ونه منل شي، نو د جون په لسمه به په اسلام اباد کې د ملي پارلمان مخې ته پرلت ووهي او د مرکزي بودجې د منظورېدو مخه به ونیسي.

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱
د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ لا هم دوام لري او د دې ډلې د بریدونو د درولو په اړه د طالبانو پر «متضادو پیغامونو» باور نه شي کېدای.

خواجه اصف دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له ټي‌ټي‌پي غوښتي چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

د پاکستان د دفاع وزیر وویل: «دا دریځ یوازې په رسنیو کې مطرح شوی او په عملي ډګر کې یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.» هغه زیاته کړه چې له ټي‌ټي‌پي څخه د طالبانو ملاتړ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د وسله‌والو ډلو په اړه د طالبانو د ادارې پر متضادو څرګندونو باور کول «ډېر خطرناک کار» دی او تر اوسه په عملي ډول هېڅ نوی اقدام نه تر سترګو کېږي.

د پاکستان پوځ ته نږدې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې طالبانو په غیر رسمي ډول اسلام‌اباد ته خبر ورکړی چې هبت‌الله اخندزاده ټي‌ټي‌پي ته خبرداری ورکړی څو په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي. خو د راپور له مخې، پاکستان دغه پیغام ناکافي بللی او ویلي یې دي چې یوازې خبرداری بسنه نه کوي، بلکې عملي اقدامات اړین دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا پیغام د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام‌اباد قانع کړي څو باور وکړي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو د مهارولو لپاره اقدام کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ نښتو او تاوتریخوالي مرګ‌ژوبله هم اړولې ده. د سیمې یو شمېر هېوادونو، لکه سعودي عربستان، ترکیې، قطر او چین هڅه کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو تر اوسه دغو هڅو د پام وړ پایله نه ده لرلې.

پاکستان له طالبانو غواړي چې په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ نه کوي او د دې ډلې غړي به له افغانستان وباسي. خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله فعالیت نه لري او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.