د اېبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو ویلي چې حاجي نجیب الله او د هغه ملګرو په ۲۰۰۸ کال کې ډېوېډ روهډ، د هغه افغان ژباړن او موټرچلوونکی له اوو میاشتو څخه ډېر وخت په افغانستان او پاکستان کې په پټو ځایونو کې یرغمل ساتلي وو.
د دوی موخه دا وه چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړي او همدارنګه هغه طالب بندیان ازاد کړي چې د امریکا په بند کې وو.
څارنوالانو ویلي چې نجیب الله د یرغملۍ پر مهال بندیان اړ ایستل چې د ژوندي پاتې کېدو د ثبوت ویډیوګانې ثبت کړي. په دغو ویډیوګانو کې طالب جنګیالیو له اتومات وسلو سره هغوی ګواښل او یرغمل شوي کسان به یې دې ته اړ کول چې له خپلو کورنیو او د امریکا له حکومت څخه وغواړي څو د طالبانو غوښتنې ومني.
د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «یرغمل شوي کسان او د هغوی کورنۍ د اسارت په ټوله موده کې له دې وېرې سره ژوند کاوه چې ښايي بیا هېڅکله یو بل ونه ویني».
نجیب الله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د کابل له ګاونډي ولایت میدان وردګو کې د طالبانو قوماندان و او د دې ډلې د غیر رسمي ویاند په توګه یې هم فعالیت کاوه. د څارنوالانو په وینا، د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو څو ځله د امریکا د پوځ پر کاروانونو کمیني بریدونه کړي وو چې له امله یې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې ډېوېډ روهډ، چې هغه مهال یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لپاره کار کاوه، د یوې مرکې د ترسره کولو لپاره د نجیب الله لیدو ته روان شوی و، خو د طالبانو کسانو د نجیب الله په امر نوموړی، د هغه ژباړن او موټرچلوونکی وتښتول.
څارنوالانو ویلي چې طالب وسله والو د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ترې واخیستل، لاسونه یې وتړل او سترګې یې ورباندې وتړلې.
د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، کله چې روهډ خپلو تښتوونکو ته وویل چې امریکایی دی، نو یو تن یې په پښتو ژبه چیغه کړه چې دوی به د هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته «یو خونړی پیغام» واستوي.
ډېوېډ روهډ او د هغه ژباړن له اوو میاشتو اسارت وروسته بالاخره وتوانېدل چې د رسۍ په وسیله او وروسته له هغه چې ساتونکي ویده شول، له خپل د ساتنې ځای څخه وتښتي.
روهډ وروسته د خپلې یرغملۍ او تېښتې کیسه د «رسۍ او دعا» په نوم یو کتاب کې خپره کړه.
حاجي نجیب الله د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې اوکراین ته د سفر پر مهال ونیول شو او وروسته د محاکمې لپاره امریکا ته ولېږدول شو.