• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پنجاب کې پر یوې نجلۍ د ډله ییز جنسي تیري او وژنې په تور درې کسان نیول شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب ایالت په جنگ ولسوالۍ کې پولیسو پر یوې زده کوونکې نجلۍ د ډله‌ییز جنسي تېري او وژنې په تور درې تنه نیولي دي. د پولیسو په وینا، دغه ۱۷ کلنه نجلۍ لومړی تښتول شوې وه او وروسته په بې‌هوښه حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه، چې هلته یې ساه ورکړه.

د پنجاب ایالت د جنگ ولسوالۍ پولیسو په ښار کې د کالج د لومړي کال پر یوې زده کوونکې د ډله‌ییز جنسي تېري او وژنې په تور درې تورن کسان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، د پولیسو د شکایتونو مرکز ته خبر ورکړل شو چې یوه ځوانه نجلۍ په نازک حالت کې یوه شخصي روغتون ته لېږدول شوې ده، خو روغتون ته د نجلۍ لیږدوونکي کسان له سیمې تښتېدلي وو.

د جنگ د پولیسو مشر ساجد حسین خبریالانو ته وویل چې د قضیې هر اړخ په ځیر سره څېړل کېږي او شواهد راټولېږي. د پولیسو سرچینو څرګنده کړې چې له تښتونې وروسته، نجلۍ د اصلي تورن د یو خپلوان په کور کې د درېیو تورنو کسانو له خوا تر ډله‌ییز جنسي تېري لاندې راغلې وه او نشه يي توکي ورکړل شوي.

په پنجاب کې هر کال د ښځو پر وړاندې د ډله‌ییز جنسي تېري او جنسي ځورونې سلګونه پېښې راپور کېږي. د پنجاب پولیسو د احصایو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰مې پورې په ټول ایالت کې ۳۸۲ قضیې ثبت شوې دي، چې له دې جملې څخه د ۲۲۶ ډله‌ییز جنسي تېري د قضیو دوسیې محکمې ته وړاندې شوي، ۹۵ لا هم تر پلټنو لاندې دي، ۷ تنه لادرکه دي او ۵۴ قضیې لغوه شوې دي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۴

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۵

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

•
•
•

نور کیسې

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱
درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي
100%

په برېتانیا کې څلور هغه افغانان پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسې تیري په تور محاکمه کېږي، چې درې یې له پیښې وروسته په قاچاقې توګه فرانسې ته تللي وو، خو په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

برېتانیايي رسنیو راپور ورکړی، چې ۲۱ کلن محراب ، ۱۹ کلن اول ، ۱۹ کلن سلما او یو بل افغان پر یوې ۱۶ کلني نجلۍ د شرابو څښلو او پر هغې په پرله پسې جنسي تېري تورن دي.

د راپورونو له‌مخې د یادو تورنو افغانانو له ډلې درې تنه یې له پیښې وروسته د یوې لارۍ په وسیله فرانسې ته تښتیدلي وو.

د یادې قضیې څارنوال اېډ هیدرینګټن د برېسټول محکمې ته ویلي، چې قربانې نجلۍ په سناپ چټ کې تر ملګرتیا وروسته، د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۳۰مه د برېسسټول ښار د سېنټ وربورګز سیمې یو کور ته غوښتل شوې وه.

د څارنوال په وینا په دغه کور کې لومړی محراب صفي او وروسته په نوبت سره نورو درېیو کسانو د نجلۍ د غوښتنې خلاف او د هغې د مقاومت د کمولو لپاره د الکولو او سګریټو په ورکولو سره پر هغې جنسي تېری کړی او یاد کار د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

د راپورونو له‌مخې، یاد درې تورن بالغ افغانان تر پیښې وروسته د یوې لارۍ په وسیله له برېتانیا څخه فرانسې ته تښتیدلې وو او د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۳مه د کالاس په بندر کې د فرانسوي پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

پولیسو ویلي، چې یادو کسانو د تیښتې پرمهال په انټرنیټ کې د جنسي تېري د پېښې په اړه خبرونه هم پلټلي وو.

د راپورونو له‌مخې، څلور واړو تورنو کسانو په محکمه کې پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي دي، خو د یادې قضیې د څېړلو لپاره محاکمه لا هم دوام لري.

افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال په ۱۰۰ اغېزناکو څېرو کې راغلې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۱
افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال په ۱۰۰ اغېزناکو څېرو کې راغلې
100%

افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ورزش د ۱۰۰ اغیزناکو څېرو په نوملړ کې شامله شوې ده. نوموړې د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې د فعالیتونو رسمي کولو په برخه کې هڅې کړې دي.

ټایم لیکلي، خالدې پوپل، چې یو وخت په افغانستان کې د ښځو د فوټبال مخکښه څېره وه، خپل ژوند د افغان ښځو د ورزش د پایښت او بیا احیا لپاره وقف کړی دی.

پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له بنسټګرانو ګڼل کیږي.

د ټایم په وینا، هغې نه یوازې په لوبغالي کې د ټیم مشري کوله، بلکې له لوبغالي بهر یې هم د نجونو د فوټبال د پراخېدو لپاره مهم رول درلود.

خو دا پرمختګ وروسته له هغې له منځه ولاړ چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

اوس چې پوپل په ډنمارک کې اوسیږي، هغې د افغان ښځو یووالي په نوم د کډوالو ښځو د فوټبال لوبډله جوړه کړې، چې افغان لوبغاړې په بېلابېلو هېوادونو کې سره راټولوي. هغې همدارنګه هڅه کړې چې دا ټیم د فیفا له خوا په رسميت وپېژندل شي.

دغه رسمیت د روان کال په اپرېل میاشت کې ورکړل شو، چې له مخې یې افغان ښځې اوس په نړیوالو سیالیو کې ګډون کولی شي.

سرچینې: طالبانو په هرات کې د یوه ښوونځي ښوونکي د موبایلونو له پلټلو وروسته بیولي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
سرچینې: طالبانو په هرات کې د یوه ښوونځي ښوونکي د موبایلونو له پلټلو وروسته بیولي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو نن سهار په هرات کې د یو شمېر ښوونځیو د ښوونکو موبایلونه پلټلي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د هرات ښار د رسالت ښوونځي درې ښوونکي د هغوی د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو له څارلو او پلټنې وروسته له ځان سره بیولي دي.

سرچینې زیاتوي چې د یادې ډلې موخه د هغو مطالبو او خبرونو څارنه ده چې د طالبانو پر ضد ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې، په ښوونځیو کې د ښوونکو د ټولنیزو شبکو او وتس اپ ګروپونو فعالیتونه ټول څارل کیږي.

بلخوا، د نیمروز یو شمېر اوسېدونکو په خپلو پیغامونو کې ویلې چې طالبان د تلاشۍ په بېلابېلو پوستو کې د خلکو د موبایلونو پلټنه کوي او دا لړۍ یې له پرون راهیسې پراخه کړې ده.

له هرات وروسته؛ طالبانو په کندهار کې د ښځینه توکو په پلورنځایونو کې پلټنې پیل کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
له هرات وروسته؛ طالبانو په کندهار کې د ښځینه توکو په پلورنځایونو کې پلټنې پیل کړې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان له تېرو دوو ورځو راهیسې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښځینه توکو د پلور په مارکیټونو کې پلټنې پیل کړې دي او یو شمېر هټۍ‌وال یې هم بندیان کړي دي.

له کندهار ښار څخه بېلابېلو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبینو د تیرې ورځې راهیسې، د کندهار په دوهمه، نهمه، اوومه او شپږمه ناحیه کې، د رنګریزانو دانې، شاهي مارکیټ، نوي مارکیټ او د ګلدوزي په نومونو پلورنځایونو کې چې د ښځو د سینګار توکي پکې پلورل کېږي، پلټنې پیل کړې دي.

د سرچینو په وینا، متحسبانو په مارکیټونو کې ښځو ته بد الفاظ کارول او خبرداری یې ورکاوه، چې نور باید له کوره بهر را ونه وځي.

د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې د ښځو د توکو د یو پلورنځي مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل:« له پرون راهیسې امربالمعروف والا دلته دوامداره ګزمي کوي، راځي پر دوکانونو باندې ګرځي. ښځو ته بد رد وايي ان هغو ښځو ته هم بد الفاظ کارکوي چې هغوی سپین سرې وي، حجاب او هر څه یې برابر وي».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د امربالمعروف محتسبانو یو شمېر هټوۍوال هم له ځان سره بیولي او بندیان کړي دي.

سرچینې وايي:« دوکانداران یې ځکه له ځان سره یووړل، چې د دوی په فکر له محرم پرته ښځې یې د سودا لپاره دوکان ته ننوتې وې او یا هم ږیره یې خرېیلې وه».

سرچینو د امربالمعروف د محتسبانو له لوري د نیول شویو هټۍوالو کره شمېر ونه ښود، خو وايي، چې تر اوسه یې کومه ښځه له ځان سره نه ده وړې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د روانې اونۍ د شنبې له ورځې راهیسې په هرات ښار او جبریل ولسوالۍ کې د حجاب په پلمه یو شمېر ښځې نیولې او خلکو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی او لاریونونه یې کړي دي.

د ترکیې د حقونو او ازادیو سازمان د طالبانو او پاکستان د استازو دویمه ناسته رغنده بللې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۱
د ترکیې د حقونو او ازادیو سازمان د طالبانو او پاکستان د استازو دویمه ناسته رغنده بللې
100%

په داسې حال کې، چې پاکستان یوځل بیا پر افغانستان هوايي بریدونه کړي، د ترکیې د بشري حقونو او ازاديو سازمان په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو دویمه ناسته رغنده بللې. تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دواړو خواوو استازو د جون پر اتمه او نهمه خبرې کړې دي.

د سازمان د بورډ یوه غړي عبدالله التای ویلي، چې دا ابتکار د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم د پیاوړتیا، د باور د زیاتېدو او د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ د ودې په موخه ترسره کېږي.

نوموړي ویلي، د دې ناستې ګډونوالو څرګنده کړه چې تمه لري مثبتې او د پام وړ پایلې ولري.

د ترکیې د بشري مرستو، حقونو او ازاديو سازمان(ای ایچ ایچ) دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ په دې غونډه کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو او په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د ګواښونو محدودولو باندې بحث شوی دی.

په ناسته کې د جعفر مهدوي په مشرۍ د طالبانو ادارې ته نږدې یوه پلاوي ګډون کړی او د پاکستاني پلاوي مشري مشاهد حسین پر غاړه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غیررسمي خبرې وشوې، خو کومې هوکړې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

د دواړو لوریو استازو له دې وړاندې په ارومچي ښار کې هم لیدنه او خبرې کړې وې.

تر اوسه د دې غونډې په اړه طالبانو، پاکستان او ترکیې رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.