محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې وروستۍ پېښې او د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده، په کلکه غندلي او په هرات کې یې له ښځو سره پر شوي تاوتریخوالي ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
