• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څېړونکې: د اروپايي کمېسیون له لوري طالبانو ته بلنه «ناسم پیغام» لېږدوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې، فرشته عباسي، ویلي چې د کډوالۍ اړوند خبرو اترو لپاره د طالبانو د پلاوي د ګډون په موخه د اروپايي کمېسیون بلنه په نامناسب وخت کې شوې او «ناسم پیغام» لېږدوي.

عباسي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویلي چې افغانستان لا هم له سختو بشري بحرانونو سره مخ دی او ښځې او نجونې په دغه هېواد کې د بنسټیز تبعیض او سیستماتیکې ځپنې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

نوموړې ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول د کډوالۍ تړون ښايي د افغانانو د جبري ستنولو او ایستلو لپاره زمینه برابره کړي؛ داسې هېواد ته چې د هغې په وینا، امنیتي وضعیت یې لا هم د اندېښنې وړ دی.

فرشته عباسي خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات د هېوادونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې کېدای شي؛ هغه ژمنېچې د خلکو بېرته هغو ځایونو ته ستنول منع کوي، چېرې چې هغوی د شکنجې، جدي ګواښونو او یا هم د غیرانساني چلند له ګواښ سره مخ وي.

هغې زیاته کړې چې افغانستان د ډېرو وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د محدودیتونو، تبعیض او له اساسي حقونو د پراخې محرومیت فضا ګرځېدلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان دغې څېړونکې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالۍ او له طالبانو سره د تعامل اړوند پرېکړو کې د بشري حقونو وضعیت او د افغانانو پر وړاندې شته ګواښونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو د څرنګوالي په اړه بحثونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې
۱

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۲

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ او عدالت غورځنګ: طالبان له دین څخه د یوې وسیلي په توګه کار اخلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱
د ازادۍ او عدالت غورځنګ: طالبان له دین څخه د یوې وسیلي په توګه کار اخلي
100%

د ازادۍ او عدالت غورځنګ په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو د نیولو نوې لړۍ او د ولسي اعتراضونو ځپل په کلکه غندلي دي. دغه وسله‌والې ډلې او سیاسي خوځښت د غبرګولي په ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د اعلامیې له مخې، په هرات کې د طالبانو له دغو اقداماتو وروسته یو شمېر اوسېدونکو د دغه غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند په وړاندې اعتراض وکړ، خو طالبانو د زور او شکنجې په کارولو سره معترضان وڅارل، ونیول او شکنجه یې کړل. دغه نهضت ټینګار کړی چې د ښځو د عزت او خوندیتوب ساتنه د افغاني کلتور او ارزښتونو سره سم د ټولنې یوه سرې کرښه ده، خو طالبان له دغو کلتوري او دیني هنجارونو سره پردي دي.

دغه وسله‌والې ډلې او سیاسي خوځښت زیاته کړې، چې طالبان له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو د ښځو په وړاندې خپل محدودیتونه، تبعیض او ځپل توجیه کړي، چې دا چاره په ټولنه کې د دیني ارزښتونو اعتبار ته زیان رسوي. د ازادۍ او عدالت غورځنګ د هرات له زړورو ښځو او معترضانو سره خپل بشپړ پیوستون اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د دغې ډلې له واکمنۍ څخه د هېواد د ازادۍ او عدالت لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

یاد بنسټ پر بشري سازمانونو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان ښځو د حقونو د دوامداره نقض او د هېواد پر داسې یو ځای د بدلېدو په وړاندې چې د ترهګرو ډلو پناه ځای ګرځېدلی او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي، چوپ پاتې نه شي. دوی غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې له ټولو مشروع ډیپلوماټیکو او سیاسي وسیلو څخه په استفادې د افغانانو د حقونو او ازادیو ملاتړ وکړي.

د هرات سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ښار کې د اضطراب او وېرې فضا خپره ده او د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له خوا پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د راپورونو له مخې، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۴۱۱ پېښې ثبت کړې دي او یوازې په شپږو میاشتو کې یې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په کونړ کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپیان شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱
په کونړ کې په درېیو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپیان شوي
100%

په کونړ کې په درېیو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او ۲۴ نور ټپيان شوي دي. د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې په اسمار، غازي‌اباد او چپې درې ولسوالیو کې له سړکونو څخه د موټرو د اوښتو له امله رامنځته شوې دي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، لومړۍ پېښه نن سهار (چهارشنبه د غبرګولي ۲۰مه) د اسمار ولسوالۍ په بېله پوستې کلي کې د کونړ سیند ته د یوه موټر د لوېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ټپيان شول.

د نوموړي په وینا، دویمه پېښه د غازي‌اباد ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې له سړک څخه د یوه موټر د اوښتو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی او همداراز درېیمه پېښه د چپې درې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د ورته پېښې له امله ۳ کسان ټپيان شوي دي.

فرید دهقان د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌ احتیاطي بولي، خو ځايي اوسېدونکي بیا د موټر چلوونکو له بې‌احتیاطۍ سربېره د لارو خرابولی د پېښې اصلي ګڼي.

جلاوطنې کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ په هرات کې د طالبانو کړنې د جنسیتي تبعیض بله بڼه بولي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
جلاوطنې کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ په هرات کې د طالبانو کړنې د جنسیتي تبعیض بله بڼه بولي
100%

په جلاوطنۍ کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ غړو د هرات د جبرییل ښارګوټي د لاریونوالو د ځپلو په غبرګون کې ویلي چې د ښځو نیول او له خلکو سره تاوتریخجن چلند د طالبانو له لوري د ازادۍ غوښتونکو غږونو د خاموشه کولو د سیاست دوام او د جنسیتي تبعیض یوه بله بڼه ده.

دغه غورځنګ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په خپره کړې اعلامیه کې د ښځو نیول، د معترضینو ځپل او د جبرئیل ښارګوټي پر لاریونوالو د طالبانو مخامخ ډزې په کلکه وغندلې.

په اعلامیه کې راغلي چې د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو وروستی اعتراض د هغو خلکو د فریاد څرګندونه وه چې د دوی په وینا، په تېرو کلونو کې د ځپنې، تبعیض، محرومیت او له اساسي حقونو د محرومولو تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د غورځنګ غړو ویلي چې د ښځو نیول او د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو ښکاره نقض دی او د طالبانو له لوري د مدني او ازادۍ غوښتونکو غږونو د ځپلو لپاره یو منظم سیاست ګڼل کېږي.

دوی زیاته کړې چې دغه کړنې د جنسیتي تبعیض، د مدني ازادیو د محدودولو او د ټولنې د نیمایي برخې د اساسي حقونو د سلبولو پر بنسټ ولاړې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، یوازې د ښځو د حقونو نقض نه دی، بلکې د جنسیتي توپیر یوه بله بڼه ده چې باید نړیواله ټولنه یې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني او عاملین یې حساب ورکولو ته اړ کړي.»

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، دولتونو او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د سمبولیکو دریځونو پر ځای عملي اقدامات وکړي، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هڅې زیاتې کړي او طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

د اعلامیې له مخې، د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د بې‌عدالتۍ د عادي کېدو او د هغو ارزښتونو د کمزوري کېدو لامل ګرځي چې نړیواله ټولنه یې د دفاع ادعا کوي.

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱
محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې وروستۍ پېښې او د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده، په کلکه غندلي او په هرات کې یې له ښځو سره پر شوي تاوتریخوالي ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي غني په خپله اعلامیه کې ویلي چې افغانستان اوسمهال د مشروعیت له جدي بحران سره مخ دی او د دې حالت د تېرولو لپاره جمعي ملي عقل ته اړتیا ده.

پخواني ولسمشر په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د هرات وروستیو زړه بوږنوونکو پېښو او هلته له ښځو سره د تاوتریخوالي ډک چلند د ده زړه سخت دردولی دی. هغه زیاته کړې چې په هېواد کې دننه او د باندې دا ډول پېښې د مشروعیت د نشتوالي له امله رامنځته کېږي او افغانستان یې د ژوند او مړینې له یوې جدي دوه لارې سره مخ کړی دی.

محمد اشرف غني د دایمي سولې پر اهمیت ټینګار کړی او پوښتنه یې کړې چې ایا د یوې ډلې د ارادې تحمیلول هېواد تلپاتې سولې ته رسولی شي؟ هغه زیاته کړې چې د دې حالت د تېرولو او سمې لارې ته د هېواد د بېرته ګرځولو لپاره ملي عقل جمعي، د زړونو یووالي او د ټولو افغانانو ګډو هڅو او فکرونو ته اړتیا ده.

ښاغلي غني د پاکستان په هوايي بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا دعا کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې تلپاتې سوله د افغانانو له لاسه وتلی حق دی او دا سوله نه یوازې په کور دننه، بلکې له لرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو سره هم د دایمي ثبات او هوساینې لپاره اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تایید کړې چې پاکستاني الوتکو په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارۍ کړې دي. د طالبانو د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي، چې په غبرګون کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان کاردار هم احضار کړی دی.

د ترکیې یوه شرکت د هېواد پر کاني سرچینو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
د ترکیې یوه شرکت د هېواد پر کاني سرچینو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
100%

د ترکیې د ساره مدِن چلیک او اېډېف خیریه موسسې استازو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د هېواد پر کاني سرچینو او همداراز د کاني موادو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې پر جوړولو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ترکیې د ساره مدِن چلیک شرکت رييس مولوي سینان او د اېډېف خیریه موسسې استازي ترکر ارسلان د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مالي او اداري مرستیال حسام‌‌الدین صابري په کتنه کې د هېواد پر کاني سرچینو او همداراز د کاني موادو د پروسس لپاره د یوې کارخونې پر جوړولو پانګونو ته لېوالتیا وښوده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، حسام‌الدین صابري په دې کتنه کې د هېواد پر کاني سرچینو له پانګونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دغه وزارت به د نافذه کانونو د قوانینو، مقرراتو او کړنلارو په چوکاټ کې له پانګوالو سره اړینې همکارۍ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې بیا ویلي، چې افغانستان په داسې بڼه خپلې کاني شتمني له لاسه ورکوي، چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.