• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د هرات په صنعتي‌ ښارګوټي کې بوخت یو کارګر افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي یو پیغام کې ویلي، چې هره ورځ د سهار له ۵ بیا د مازیګر تر ۶ بجو پورې په کار کې وي. نوموړي‌ زیاته کړې: «زوی مې ناروغ دی، ماته رخصت نه راکوي او مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی».

د هرات دغه اوسېدونکي ویلي، چې په یاد صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰زرو زیات کارګر د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ له ډېرو ستونزو او سختیو سره مخ دي. د هغه په خبره؛ په ساعتونو د سړک پر غاړه د شرکتونو بسونو ته انتظار باسي، ترڅو کار ځای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، له دومره زیاتو خواریو سره، سره ډېری کارګر هره ورځ یوازې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ لاس‌باړه ترلاسه کوي. هغه وایي، که چېرې د ناروغۍ یا کومې کورنۍ ستونزې له امله یوه ورځ کار ته حاضر نه‌شي؛ نو له تنخوا یې د هغې څو برابره پیسې ګرځول کېږي.

هغه وايي: «تر ټولو دردناکه خبره دا ده، چې که د یوه کارګر ماشوم ناروغ شي، هغه دومره وخت نه‌لري چې خپل ماشوم ډاکټر ته یوسي. دا مسوولیت د کورنۍ پر مور پاتې کېږي؛ هغه مور چې خپله هم له کوره د وتلو او د ژوند د چارو د ترسره کولو پرمهال له ګڼو محدودیتونو سره مخ ده».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف ریاست هم د خلکو د وېرې او ډار لامل شوی دی. هغه زیاته کړې: «څو ورځې کېږي چې زوی مې ناروغ دی؛ خو مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی او زه هم نه‌شم کولی هغه ډاکټر ته یوسم، ځکه ماته رخصتي نه راکول کېږي».

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

د هرات یوه اسېدونکې: نن د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی وو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
د هرات یوه اسېدونکې: نن د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی وو
100%

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د محدودیتونو او د خپلسرو نیونو پراخو څپو له امله د نجونو ترمنځ وېره او نهیلۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

هغې د خپل ورځني ژوند او د خپلو ټولګي‌والو د وضعیت په اړه ویلي: «زه له یوشمېر نورو نجونو سره په یوه ښوونیز مرکز کې د روغتیا اړوند زده‌کړې کوم. نن چې ټولګي ته ولاړو، له ۱۹ زده‌کوونکو څخه یوازې ۶ نجونې حاضرې وې».
د هغې په وینا؛ په ټولګي کې د نهیلۍ او خپګان فضا خپره وه او هرې نجلۍ د نیونو او محدودیتونو په اړه یوه کیسه لرله. هغې زیاته کړې: «د یوې نجلۍ د تره لور چې ټاکل شوې سبا شپه یې واده وي، د واده د اړتیاوو پوره کولو پرمهال په بازار کې نیول شوې ده. د خوشې کېدو لپاره یې ډېرې هڅې وشوې، ان ضمانت هم ورته وړاندې شو؛ خو لا هم نه‌ده خوشې شوې».

د هرات دغه اوسېدونکې همداراز ویلي، چې نن د امر بالمعروف او نهې عن المنکر یوه کارکوونکي نجونو ته د چوک سینما له لارې د تېرېدو اجازه نه‌ده ورکړې. هغه وایي: «دوی وویل چې د یوې نجلۍ پړوني کې روښانه سره ګلان چاپ شوي؛ نو ځکه یې زموږ د تېرېدو مخه ونیوله».

د نوموړې په خبره؛ نجونې هره ورځ له نویو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخېږي او دغه وضعیت د زده‌کوونکو پر روحي حالت ژور اغېز کړی دی. هغې وویل: «نن په ټولګي کې د حاضرو زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی و. دا یوازې یوه شمېره نه‌ده؛ بلکې د هغو نجونو د وېرې، نهیلۍ او ناروښانه برخلیک انځور دی، چې هره ورځ له خپلو هیلو او زده‌کړو لرې کېږي».

د هرات اوسېدونکې: طالبانو په لومړنیو ښوونځیو کې لوړ قد لرونکې نجونې ګواښلې دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۱
د هرات اوسېدونکې: طالبانو په لومړنیو ښوونځیو کې لوړ قد لرونکې نجونې ګواښلې دي
100%

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبین د دغه ولایت یوشمېر لومړنیو ښوونځیو ته ورغلي او د نجونو ونې یې اندازه کړې دي.

د نوموړې په وینا؛ هغه نجونو ته چې ونه یې له یو متر او ۳۰ سانتي‌ مترو لوړه وه، خبرداری ورکړل شوی که د طالبانو له غوښتنو سره سم حجاب ونه کړي، نو سر له سبا به ښوونځي ته د تګ اجازه ورنه کړل شي.

هغې زیاته کړې، چې دغه پېښه دوه ورځې وړاندې یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) رامنځته شوې ده. د هغې په خبره؛ د طالبانو محتسبینو دغه نجونو ته سخت خبرداری ورکړی او حتی ګواښ یې ورته کړی، چې د حجاب د نه مراعاتولو په صورت کې به له سختو پایلو سره مخ شي.
هغه وایي، طالبانو دغه نجونو ته ویلي چې د دغه امر نه منلو په صورت کې به یې په مرمۍ وولي. د هغې په وینا؛ د دغه څرګندونو له امله په ښوونځي کې د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او نږدې پنځه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي. طالبانو تل ویلي، چې د نجونو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره د «شرعي اصولو» له مخې د مناسبو شرایطو د برابرولو په لټه کې دي.

افغانه مېرمن: د طالبانو له لاسه روغتون ته د تګ اجازه هم نه لرو

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
 افغانه مېرمن: د طالبانو له لاسه روغتون ته د تګ اجازه هم نه لرو
100%

له هرات نه یوې افغانې مېرمنې په یوه را استولي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د محدودیتونو او نیونو له امله افغانستان په زندان ورته بدل شوی. هغه وایي، روغتون ته د تګ په څېر اساسي اړتیاوو کې هم له کوره نه شي وتلای. نوموړې د سیاسي وضعیت د بدلېدو غوښتنه کړې ده.

هغې همدارنګه ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د سپکاوي، نیونو او فشارونو له امله خلک له سختو شرایطو سره ژوند کوي.

د هغې په وینا، ځینې وختونه ښځې یوازې د خبرو کولو له امله هم له ستونزو سره مخ کېږي.

یادې مېرمنې زیاته کړې چې په افغانستان کې عدالت او بشري حقونه نه ویني او د هېواد د سیاسي وضعیت د بدلون او د خلکو د حقونو د خوندي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د هرات اوسېدونکي: د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو لړۍ هرات ښار له وېرې او اندېښنې سره مخ کړی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
د هرات اوسېدونکي: د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو لړۍ هرات ښار له وېرې او اندېښنې سره مخ کړی
100%

د هرات ځینو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د هرات ښار پر ۶۴ متره سړک د الماس شرق سوداګریز مارکېټ مخې ته شاوخوا ۲۰ ښځې نیولې چې په هغوی کې یوه مېندواره ښځه هم شامله ده.

یو بل هرات مېشتي ویلي، طالبانو د هرات حوزوي روغتون یوه روغتیاپاله د یادې ډلې د خوښې حجاب د نه مراعتولو په تور د هغې د مېړه په وړاندې نیولې ده. د راپورونو له مخې؛ د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې د ښځو د نیولو د پېښو له زیاتېدو سره د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې او وېره هم زیاته شوې ده.
د هرات یوه اوسېدونکي ویلي، چې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ له پراخېدو سره «پر ښار د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده». د هرات بل اوسېدونکي بیا ویلي: «ښځې او نجونې نور دا جرات نه‌لري، چې کوڅو او بازارونو ته ووځي؛ ځکه د نیولو وېره لري او بیا به یې د اوږدې مودې لپاره د برخلیک په اړه معلومات نه‌وي».

هغه له خلکو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره سره یو شي. د هرات یو بل اوسېدونکي هم ویلي، کله چې له خپلې خور سره بازار ته روان و سره له دې چې خور یې بشپړ حجاب لاره؛ خو د طالبانو د امر بالمعروف مامورانو ورسره ناسم چلند کړی دی.

د راپور له مخې؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړي ډول هرات کې ګڼې ښځې او نجونې د هغه څه له امله نیولې، چې دوی یې «د حجاب نه مراعتول» بولي. همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف د مامورانو له‌خوا د ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي ډک چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. طالبانو لاتراوسه د دغه نیونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د هرات اوسېدونکی: طالبانو حجاب لرونکې ښځې هم نیولې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
د هرات اوسېدونکی: طالبانو حجاب لرونکې ښځې هم نیولې دي
100%

د هرات یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا د ښځو د نیولو شاهد دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو داسې ښځې هم نیولې چې د دوی د خوښې حجاب یې اغوستی و.

د نوموړي په وینا؛ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د هرات په څلورلاري کې طالبانو داسې ښځه موټر ته پورته کړه، چې بشپړ حجاب یې کړی و. هغه وایي، دغه ښځې عربي حجاب لاره، تور پړونی یې په سر و او ماسک یې هم لاره؛ خو بیاهم طالبانو د «بې‌حجابۍ » په تور ونیوله.

د هرات یوې اوسېدونکې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو یې یوه ملګرې چې پړونی او بشپړ حجاب یې لاره ونیوله. هغه ادعا کوي، چې نوموړې د سینګار او د اغوستلو ډول له امله نیول شوې ده.

طالبانو له دوو اونیو راهیسې لسګونه ښځې نیولې دي. د راپورونو له مخې؛ د دغه اقدام له امله په هرات کې د وېرې فضا خپره شوې او د ښځو تګ‌راتګ خورا کم شوی دی.
یوې ښځې په یوه پیغام کې ویلي: «هرات کې د ښځو وضعیت ډېر بد دی، هغه څه چې ویډیوګانو کې لېدل کېږي د هغې نیمایي برخه هم نه‌دي کوم چې په هرات کې پر ښځو تېرېږي».