افغان ښځې وایي چې د طالبانو د حجاب اړوند نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او په سخته ګرمي کې بشپړ حجاب اخېستل خورا سخت دي.
دغو ښځو انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د ښځو د مخونو او سینګار کتلو لپاره ښځې ګومارلې دي.
افغان ښځې وایي چې د طالبانو له لوري د ښځو د جامو او حجاب په اړه د نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او هغه محدود لاریونونه چې د دې مقرراتو پر ضد شوي، د واکمنو چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ د هرات ولایت طالب چارواکو ښځو ته خبرداری ورکړی و چې له کور څخه د وتلو پر مهال باید د خپل بدن «هره برخه» پټه کړي او د دې اصولو د نه مراعاتولو په صورت کې به زغم ونه شي.
که څه هم طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې له ډېرو عامه ځایونو منع کړې دي، خو په لویو ښارونو لکه کابل کې یې کله ناکله ښځو ته د حجاب یا ټکري په اغوستلو د وتلو اجازه ورکوله.
خو اوس د هرات ښځې وایي چې طالبان غواړي ښځې لاسماغي، جرابې او داسې ماسک واغوندي چې ان سترګې یې هم پټې کړي.
امینه وایي: « اوس په ښار کې ۴۰ درجې ګرمي ده او په دې کې په چادري کې ګرځېدل ډېر سخت دي. خو بیا هم خوندي نه یو، ځکه ان حجاب لرونکې نجونې هم نیول کېږي. زموږ لپاره دا رښتینی دوزخ دی».
هغې زیاته کړه: « که زما د ګوتې یا د سترګو یوه کوچنۍ برخه هم ښکاره شي، زندان ته مې اچوي».
دا مقررات د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا عملي کېږي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د حجاب د حکم پر ضد د اعتراضونو لومړني راپورونه «اوازې» بللې وې.
وزارت ویلي: «حجاب یو الهي حکم دی او موږ مکلف یو چې هغه عملي کړو».
سرچینې وایي چې په استانبول کې شوې غونډه، چې مشري یې طالبانو ته نږدې سیاستوال جعفر مهدوي او پاکستانی سیاستوال مشاهد حسین کوله، ښو پایلو ته رسېدلې ده.
د سرچینو په وینا، دا غونډه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره د راتلونکو اونیو د مذاکراتو پیلامه بلل کېږي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، پاکستان او طالبانو د دې غونډې له پایلو غیر رسمي هرکلی کړی او وایي چې دا ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره یو مهم بنسټ جوړوي.
تنظیموونکو ویلي چې طالبانو تر اوسه له پاکستان سره د خبرو لپاره مناسبه زمینه نه وه برابره کړې او دا غونډه به هغه تشه ډکه کړي.
همدارنګه د امنیتي همکارۍ یو ګډ میکانیزم هم مطرح شوی چې د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په اړه به دواړه لوري معلومات شریکوي او عملي اقدامات به همغږي کوي.
د مهاجرینو په اړه هم هوکړه شوې چې د نړیوال مهاجرت سازمان تر څار لاندې او د نړیوالو میثاقونو پر بنسټ به چارې پر مخ وړل کېږي.
سرچینې وایي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې په راتلونکو اونیو کې به د دواړو لوریو رسمي پلاوي د عملي جزئیاتو او میکانیزمونو په اړه خبرې وکړي، که څه هم د پلاویو کچه لا نه ده مشخصه شوې.
ویل کېږي چې د ترکیې په وړاندیز د خبرو له جوړښت سره کابل او اسلاماباد دواړو موافقه کړې ده.
د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۲۰۲۵ له وروستیو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د شخړو او نښتو له امله ترینګلې شوې دي.