بلوچستان کې د ټرانسپورټ او سوداګرو کاربندیز؛ کاروبارونه په ټپه درېدلي دي

د بلوچستان د بار وړونکو موټرو او د سوداګرو ټولنو لهخوا د نامعلومې مودې لپاره د بار وړونکو موټرو درېدو او د هټیو تړلو اعتصاب اعلان کړی دی. د دغه اعتصاب له امله نن په بلوچستان کې سوداګریز فعالیتونه په بشپړه توګه په ټپه درېدلي او پر سړکونو د موټرو تګراتګ هم بند شوی دی.
