• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د استازو جرګه: ناامنو هېوادونو ته د افغان همکارانو لېږد د منلو وړ نه دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د امریکا د کانګرس لسګونو غړو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي چې هغه افغان وګړو ناامنو درېیمو هېوادونو ته د لېږد له پلانونو تېر شي، کومو چې د افغانستان د جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.

د استازو جرګې د ۸۰څخه زیاتو غړو، چې لږ تر لږه درې جمهوري‌پال او ګڼ شمېر ډیموکراټان په کې شامل دي، په یوه لیک کې له د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غوښتنه کړې چې د هغو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د لېږد پلان بیا وارزوي، چې اوس مهال په قطر کې بند پاتې دي او د بیا مېشتېدو په تمه دي.

د کانګرس غړي جیسن کرو، چې د دغه لیک مشري یې کړې، ویلي:«دا هم اخلاقي او هم د ملي امنیت له پلوه اړینه ده چې زموږ هېواد خپله ژمنه پوره کړي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د خپل ژوند په خطر کې یې له موږ سره مرسته کړې ده.»

په راپور کې ویل شوي چې د روان کال په پیل کې د ټرمپ ادارې له دیموکراتیک جمهوریت کانګو ته د دغو افغانانو د لېږد پر احتمال خبرې کړې وې، په داسې حال کې چې هغوی د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له کلونو راهیسې په بې‌سرنوشته حالت کې پاتې دي.

د افغانانو وضعیت په ځانګړي ډول له ۲۰۲۵ کال وروسته نور هم سخت شوی، کله چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د برید په تور ونیول شو چې پکې د ملي ګارد یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی و.

له دې پېښې وروسته د ټرمپ ادارې د افغانانو او نورو بهرنیو وګړو د څېړنېد کمزورۍ پړه د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې واچوله، خو د راپور له مخې یاد شکمن کس رحمان‌الله لکنوال د ټرمپ د دورې پر مهال پناه اخیستې وه.

ولسمشر ټرمپ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې افغان کډوال، په ګډون هغه کسان چې له پوځ سره یې کار کړی و، امریکا ته له داخلېدو منع شوي دي.

په همدې حال کې د کانګرس یو شمېر جمهوري‌پالو غړو د افغان همکارانو د بیا مېشتېدو هغه پخوانی دوه‌ګونیز ملاتړ هم کمزوری کړی چې د ځانګړي کډوالۍ ویزې پروګرام لپاره موجود و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کانګرس په اورېدنو کې ویلي وو چې د ادارې له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانانو د لېږد په اړه خبرې روانې دي، په داسې حال کې چې د یاد جګړه ځپلې افریقایي هېواد (د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت) کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه هم شته.

په لیک کې ټینګار شوی چې افغان همکارانو د امریکا د شاوخوا ۲۰ کلنې ماموریت پر مهال مهم رول درلود او د ژباړونکو، قراردادیانو او امنیتي کارکوونکو په توګه یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

کانګرس غړو ویلي: «موږ غوښتنه کوو چې خوندي، باثباته او عملي لارې غوره شي څو د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي کړي او زموږ ژمنې پوره شي.»

دوی له ادارې غوښتي چې د روان وضعیت په اړه تر ۲۴ جون پورې مفصل معلومات ورکړي، په ځانګړي ډول د درېیمو هېوادونو سره د خبرو اترو وضعیت او هغه قانوني صلاحیت چې له مخې یې افغانان انتقالېدای شي.

دا لیک د کورني امنیت وزیر او د دفاع وزیر ته هم استول شوی دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

کینیټ روټ: طالبانو په هرات کې د اعتراض کوونکو پر ضد له حده زیات زور کارولی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱
کینیټ روټ: طالبانو په هرات کې د اعتراض کوونکو پر ضد له حده زیات زور کارولی
100%

د بشري حقونو د څار سازمان پخواني اجراییوي مشر کینیټ روټ ادعا کړې، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د هرات په ښار کې د اعتراض کوونکو پر ضد له حده زیات زور کارولی، ډزې یې پرې کړې، یو ماشوم یې وژلی او یو شمېر نور کسان یې ټپیان او نیولي دي.

کینیټ روټ ویلي، چې د جون په ۹مه د هرات په ښار کې د طالبانو امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې له حده زیات زور کارولی دی.

روټ په ایکس خواله رسنۍ کې ادعا کړې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو اعتراض کوونکي وهلي ټکولي او د خلکو د ګڼې ګوڼې پر لور یې ډزې کړې دي.

هغه ویلي:«طالب امنیتي ځواکونو په هرات ښار کې د اعتراض کوونکو پر ضد له حده زیات زور کارولی، هغوی یې وهلي او د خلکو پر لور یې ډزې کړې دي.»

د هغه په وینا، په دغو ډزو کې یو ماشوم وژل شوی، یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او نامعلوم شمېر کسان نیول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان ته ستنېدونکي له جدي ګواښونو او ځورونې سره مخ کېږي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان ته ستنېدونکي له جدي ګواښونو او ځورونې سره مخ کېږي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې څانګه وایي، د دې ادارې د افغانستان څېړونکې زهره سلطاني د بلجیم له چارواکو او د اروپايي ټولنې له بنسټونو سره د لیدنو لپاره بروکسل ته تللې، څو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو پر وړاندې د شته جدي ګواښونو او ځورونو په اړه اندېښنې شریکې کړي.

د یاد سازمان د ایکس پوسټ له مخې، زهره سلطاني په دې سفر کې د د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د چارو له څېړونکې فرشته عباسي او د کډوالو او جلاوطنو لپاره د اروپايي شورا له استازو سره یوځای ګډون کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دغو لیدنو موخه دا ده چې اروپايي او بلجیمي چارواکي د هغو «جدي خطرونو او ځورونو» په اړه خبر کړي چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان ورسره مخ کېدای شي.

د سازمان په وینا، هغه کسان چې افغانستان ته بېرته ستنېږي، د امنیتي ګواښونو، بشري حقونو د سرغړونو او احتمالي تعقیب له خطر سره مخ دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د پالیسیو په اړه بحثونه او اندېښنې زیاتې شوې دي.

د سعودي عربستان سفارت: نیمروز او فراه کې راستنېدونکو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱
د سعودي عربستان سفارت: نیمروز او فراه کې راستنېدونکو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوي
100%

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت وایي، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په همکارۍ یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته ۱۶۳۷ د خوراکي توکو کڅوړې وېشلې دي.

د سعودي عربستان سفارت ویلي چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د توحید موسسې په همکارۍ د ۲۰۲۶ کال د جون په ۸ او ۱۰ نېټو کې د نیمروز او فراه ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته ۱۶۳۷ د خوراکي توکو کڅوړې وېشلې دي.

سفارت په خپل ایکس حساب کې ویلي چې دا بشري اقدام د هغو کورنیو لپاره شوی چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

په بیان کې راغلي چې دا مرسته د د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د خوړو د امنیت او د بېړني حالت د ملاتړ د پروژې په چوکاټ کې ترسره شوې ده.

دغه پروژه د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو لپاره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د خوړو د کمښت د اغېزو د کمولو لپاره طرحه شوې ده.

فوزیه کوفي: طالبان او د ښځو پر وړاندې روان ظلم د خلکو له کرکې او نفرت سره مخ دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
فوزیه کوفي: طالبان او د ښځو پر وړاندې روان ظلم د خلکو له کرکې او نفرت سره مخ دي
100%

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د «منظمو جرمونو او ورځ تر بلې زیاتېدونکي ظلم» له امله د خلکو له پراخ نفرت سره مخ شوي. هغه زیاتوي چې د مدنيت تر نوم لاندې نمایشي فعالیتونه د دې وضعیت حقیقت نه شي بدلولای او دا به بالاخره پای ته ورسېږي.

فوزیه کوفي پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د طالبانو چلند له ښځو او هغو کسانو سره چې د دې وضعیت د دوام ملاتړ کوي، یو ګډ ټکی لري: د خلکو کرکه او نفرت.

هغې لیکلي:«طالبان د ښځو پر وړاندې د منظمو جرمونو او ورځ تر بلې زیاتېدونکي ظلم له امله، او همدارنګه هغه کسان چې په هر ډول د دې ظالمانه وضعیت د دوام غوښتونکي دي، یو ګډ ټکی لري: دواړه د خلکو له نفرت او کرکې سره مخ دي.»

کوفي زیاته کړې چې د مدنيت تر نوم لاندې نمایشي فعالیتونه او ظاهري چلندونه د خلکو نیت او واقعیت نه شي بدلولای.

د هغې په وینا، اوسنی وضعیت «دردناک او د ظلم ډک» دی، خو هغه باور لري چې دا حالت به بالاخره پای ته ورسېږي.

یوه روسي شرکت د هېواد د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
یوه روسي شرکت د هېواد د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې
100%

د روسیې د «اګري‌میر» شرکت رييس د طالبانو د کانونو وزارت له مسوولینو سره په کتنه کې د هېواد پر کاني زیرمو او په ځانګړې توګه د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. طالب چارواکو له یادې لېوالتیا هرکلی کړی او د همکاریو ژمنه یې کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روسیې د «اګري‌میر» شرکت رييس د دغه وزارت لپاره د طالبانو د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال سره په کتنه کې د هېواد پر کانونو او په ځانګړې توګه د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال د یاد شرکت له لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د قانون او کړنلارې په چوکاټ کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په داسې بڼه خپلې کاني شتمني له لاسه ورکوي، چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د یوه بل خبر له‌مخې، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال عبدالرحمان قانت سره په کتنه کې د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو په اکتشاف، استخراج او پانګونې برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

علي‌رضا بېکدلي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د کمېټې په چوکاټ کې د شویو هوکړو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د عملي فعالیتونو د پیل غوښتنه وکړه.

100%

عبدالرحمان قانت هم په دې کتنه کې ډاډ ورکړی، چې دغه وزارت به د شویو هوکړو د پلي کېدو او د دوه اړخیزو همکاریو پرمخ بیولو برخو کې اړینې همکارۍ ترسره کړي، خو یاد وزارت د شویو هوکړو په تړاو وضاحت نه‌دی ورکړی.