• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلې له دندې استعفا ورکړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلې د پنجشنبې په ورځ د پوځي لګښتونو پر سر د اختلاف له امله استعفا ورکړه او لومړي وزیر کیر سټارمریې تورن کړ چې د هېواد د دفاع لپاره اړینې دولتي سرچینې نه برابروي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، دغه ناڅاپي استعفا، چې یو توند او انتقادي علني لیک هم ورسره مل دی، د سټارمر پر حکومت فشار نور هم زیات کړی دی.

د برېتانیا د دفاع او مالیې وزارتونه له میاشتو راهیسې د دې لپاره په خبرو بوخت دي چې څنګه د پوځي لګښتونو د زیاتوالي اړتیا پوره کړي، چې له امله یې د دفاعي پانګونې پلان ځنډېدلی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

ناروې اندېښنه ښوولې چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱
ناروې اندېښنه ښوولې چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي
100%

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان اګلنډ په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دغو ۴،۴ میلیونه افغانانو خراب اقتصادي وضعیت له پامه غورځول شوی دی.

ښاغلي اګلنډ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په ایران کې د افغان کډوالو ټولنه په نړۍ کې د کډوالو یو له تر ټولو لویو ټولنو څخه ده. هغه زیاته کړې چې دغه کډوال اوس مهال د جګړې او بندیزونو له امله په ایران کې له خورا ژور اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر د تهران په څنډو کې له یوه افغان کډوال محمود او د هغه له کورنۍ سره د خپلې لیدنې یادونه کړې ده. محمود چې پخوا یې د تڼیو جوړولو کار کاوه، اوس د اعصابو د یوې ناروغۍ له امله معلول شوی دی او مېرمن او ماشومان یې د هغه د کار د ژوندي ساتلو هڅه کوي.

جان اګلنډ خبرداری ورکړی چې که د ناروې د کډوالو شورا له لارې دغې کورنۍ ته نغدي مرستې ونه رسېږي، دوی به د کور د کرایې د ورکولو وس ونه لري او په کوڅو کې به پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې د روانو جګړو او ناورینونو په ترڅ کې باید د دغو بې‌وزله کډوالو لاسنیوی هېر نه‌شي.

یوه نوې سروې ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه اروپایان امریکا خپل متحد ګڼي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۱
یوه نوې سروې ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه اروپایان امریکا خپل متحد ګڼي
100%

د اروپا د بهرنیو اړیکو شورا یوه خپره شوې سروې ښيي چې په ۱۵ اروپايي هېوادونو کې یوازې ۱۱ سلنه وګړي امریکا خپل متحد ګڼي. دا کچه شپږ میاشتې وړاندې ۱۶ سلنه وه او د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ۲۲ سلنه وه.

د اروپا د بهرنیو اړیکو شورا د یادې سروې معلومات د جي‌۷ او ناټو له سرمشریزې څخه وړاندې خپاره کړي دي او د دې ښکارندويي کوي چې اروپایان د یوه باوري امنیتي ملګري په توګه پر واشنګټن خپل باور له لاسه ورکوي.

په سروې کې د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو ډیری وګړو داسې شک څرګند کړی چې که پرې برید وشي، ښايي امریکا به د هغوی دفاع ته ونه دانګي.

د یادې سروې له‌مخې، اروپایان د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیات د خپلو هېوادونو د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي ملاتړ کوي او ایټالیا یوازینی هېواد دی چې لاهم پکې اکثریت د دفاعي لګښتونو له زیاتوالي سره مخالف دی.

په یاده سروې کې د ۱۵ اروپايي هېوادونو۴۷ سلنه ګډونوال د دفاعي پروګرامونو د تمویل لپاره د اروپايي ټولنې د ګډ پور اخېستلو له طرحې ملاتړ کوي، چې د یادې طرحې ډېر ملاتړ په پرتګال کې ۵۹ سلنه، په ډنمارک کې ۵۶ سلنه او هالنډ کې ۵۵ سلنه ثبت شوی دی.

د سروې له‌مخې، ډیری ګډونوال بیا د امریکا پر پوځي تجهیزاتو د تکیې کمولو او د اروپايي بدیلونو د کارولو ملاتړ کوي، خو پولنډ یوازینی هېواد دی چې اکثریت پکې د امریکايي وسلو د پېرلو د زیاتوالي پلویان دي.

له بلغاریا پرته په سروې کې د شاملو ټولو هېوادونو اکثریت، باور لري چې د امریکا او اروپا اړیکې به هغه مهال ښې شي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک لرې شي.

ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د تهران حکومت ته د امریکا ځواب باید «قوي او پیاوړی» وي.

نوموړي د امریکا له ای‌بي‌سي نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زما په نظر ځواب ورکول ډېر مهم دي. هغوی زموږ یوه چورلکه راوغورځوله او موږ اوس هم د ځواب په حال کې یو.»

ټرمپ زیاته کړې: «دا ځواب د هغه څه په غبرګون کې دی چې هغوی تېره شپه زموږ له چورلکې سره وکړل، او زه باور لرم چې دا ځواب باید ډېر قوي او پیاوړی وي، او دا ځواب هم همداسې روان دی.»

د هغه په وینا، د امریکا روان اقدامات د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او موخه یې د ورته پېښو مخنیوی دی.

تر اوسه د ایران حکومت له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د کریم خان دنده ځنډولې ده

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
د جرمونو نړیوالې محکمې د کریم خان دنده ځنډولې ده
100%

د جرمونو نړیوالې محکمې د خپل هغه څارنوال دنده ځنډولې، چې د هبت الله، نتنیاهو او پوتین د نیولو حکمونه یې صادر کړي وو. محکمې هغه د جنسي ځورونې د تورونو له څېړنو وروسته له دندې ګوښه کړی.

د جرمونو نړیوالې محکمې اداري بورډ اعلان کړی چې د دې محکمې د مشر څارنوال کریم خان دنده په موقت ډول ځنډول شوې ده.

کریم خان د محکمې هغه څارنوال و چې د بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم په ګډون یې د جګړه ییزو جرمونو اړوند مهمې دوسیې پر مخ وړلې. هغه اوس د یوې کارکوونکې له لوري د جنسي ځورونې په تورونو تورن شوی.

یوې باخبره سرچین رویټرز ته ویلي چې د محکمې اجرایوي بورډ له ۱۸ میاشتنۍ څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې کریم خان د جنسي ځورونې مرتکب شوی دی. د همدې سرچینې په وینا، اصلي تور له یوې وکیلې سره د هغې له رضایت پرته د جنسي اړیکې په اړه دی.

سرچینې زیاته کړې چې بورډ سپارښتنه کړې کریم خان له خپلې دندې لرې شي او د محکمې رهبري به خپله پرېکړه ۱۲۵ غړو هېوادونو ته واستوي څو په ځانګړې غونډه کې د هغه د راتلونکي په اړه رایه ور کړي.

د کریم خان وکیلانو ویلي چې نوموړی دغه پایلې په کلکه ردوي او هر ډول تخلف نه مني، او دا پرېکړه یې غیرقانوني، ناعادلانه او بې دلیله بللې ده.

کریم خان له هغه وروسته تر فشارونو لاندې راغی چې د بنیامین نتنیاهو او د اسراییل د دفاع وزیر پر ضد د جګړه ییزو جرمونو په تور د نیولو حکم یې صادر کړ او وروسته امریکا هم پرې بندیز ولګاوه.

هغه همداراز په ۱۴۰۳ لمریز کال کې له نړیوالې محکمې غوښتي و چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړي، چې دغه حکمونه بیا په ۱۴۰۴ لمریز کال کې صادر شول.

روسیې د ناټو له پوځي مانورو سره هممهاله خپل ځانګړي پوځي تمرینونه وکړل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱
 روسیې د ناټو له پوځي مانورو سره هممهاله خپل ځانګړي پوځي تمرینونه وکړل
100%

د رویټرز خبر له مخې، روسیې په بالتیک سمندر کې د ناټو له لویو پوځي تمرینونو سره هممهاله خپل سمندري او هوایي تمرینونه وکړل. په دغو تمرینونو کې چې په کالینینګراد کې وشول، شاوخوا لسو روسي جنګي الوتکو او دوو توغندیزو بېړیو ګډون درلود.

د روسیې دغه تمرینونه د جون په اتمه او نهمه نېټه په کالینینګراد سیمه او د هغې په شاوخوا کې وشول.

په دغو تمرینونو کې شاوخوا ۱۰ پوځي جنګي او بم غورځوونکې الوتکې او همدارنګه دوې کوچنۍ توغندیزې بېړۍ شاملې وې.

بل لور ته، ناټو سازمان د «بالټاپس» په نوم خپل تر ټولو لوی سمندري تمرینونه د جون په څلورمه نېټه پیل کړي چې د جون تر ۲۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دغو تمرینونو کې د ۱۵ هېوادونو شاوخوا ۲۰ بېړۍ او نږدې ۶ زره پوځي پرسونل برخه اخیستې ده.

کالینینګراد چې د لیتوانیا او پولنډ په څېر د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ موقعیت لري، شاوخوا یو میلیون نفوس لري او په لوړه کچه نظامي شوې سیمه ده چې د روسیې د بالتیک د سمندري ځواکونو مرکز هم دی.