احمد مسعود: د هراتیانو مبارزه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولی

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په هرات کې د طالبانو لخوا د ښځو نیول او د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستل په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د هرات د ښځو او نارینهوو ودرېدنه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولای.
