د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تړلو لارو له امله اقتصادي او بشري زیانونه پراخ شوي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل کېدو له امله په دواړه خواوو کې اقتصادي او بشري زیانونه ورځ تر بلې زیاتېږي، چې له امله یې ناروغان، سوداګر او عام خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د ارادي راډیو انکلیسي برخې په یوه راپور کې راغلي، چې له اوږدې مودې راهیسې د دغه لارو تړل پاتې کېدو له کبله هغه افغان ناروغان چې د درملنې لپاره پاکستان ته اړتیا لري؛ روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې شوي دي. یو ۵۵ کلن افغان چې د سرطان په ناروغۍ اخته دی وایي، د درملو کمښت یې حالت نور هم خراب کړی او د پېښور روغتون ته د تګ توان نهلري. هغه وایي، څو ځلې یې هڅه کړې چې د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي؛ خو د لارو تړل پاتې کېدو له امله بېرته ګرځول شوی دی. په همدې حال کې سوداګر وایي، چې د لارو تړل پاتې کېدو له امله خلکو ته د مېلیونونه ډالرو زیانونه اوښتي دي. یوشمېر ټرانسپورټي شرکتونه وايي، چې بار شوي موټرونه په لارو کې بند پاتې دي؛ توکي خراب شوي او ځینې چلوونکي له درنو جریمو سره مخ شوي دي. سوداګر او د ټرانسپورټ شرکتونه وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري چې سلګونه مېلیونه ډالرو ته رسېده؛ اوس په ټپه درېدلې ده. د هغوی په وینا؛ د لارې تړل کېدل د صادراتو او وارداتو پر بهیر سخت اغېز کړی دی. سوداګر وایي، چې اوس نه یوازې لوی کاروبارونه اغېزمن شوي؛ بلکې ورځني مزدوران، ټرانسپورټ شرکتونه، پرچون پلورونکي او نور کارکوونکي هم بېکارۍ ته نږدې شوي دي. د سوداګرو استازي وایي، چې دغه وضعیت باید ژر تر ژره د سیاسي خبرو له لارې حل شي؛ څو د خلکو اقتصادي او بشري ستونزې نورې هم ژورې نهشي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.