ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي چې غواړي د ایران خارګ ټاپو ونیسي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې غواړي د ایران د تېلو د مهمو زېرمو مرکز، خارګ ټاپو په واک کې واخلي، خو په وینا یې ډاډه نه دی چې امریکایان د جګړې د پراخېدو حوصله ولري.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، « موږ له هغوی سره خبرې کوو، خو زما لومړیتوب تل دا و چې خارګ ټاپو ونیسو. زما ترجیح همدا ده. خو زه نه پوهېږم چې امریکا به د دې حوصله لري، که نه».
ټرمپ زیاته کړه چې امریکا به د پنجشنبې په شپه پر ایران نور بریدونه وکړي او دا ځل به یې شدت زیات وي، خو هغه غوره ګڼي چې پلونه او برېښنايي تاسیسات ونه ویشتل شي.
