• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو کارپوهان: هرات کې د ښځو نیول او د زور کارول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په هرات ولایت کې د جامو د اصولو د سرغړونې په تور د ښځو نیول او د اعتراض کوونکو پر ضد د زور زیاتي کارول له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

په دغو پېښو کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کارپوهانو په یو راپور کې ویلي:« د قانون پلي کولو پر مهال د ځواک استعمال د نړیوالو قوانینو له مخې سخت محدود دی. دا یوازې هغه وخت روا دی چې قانوني، اړین او د ګواښ په تناسب وي، او د احتیاط، نه تبعیض او حساب ورکونې اصول مراعت کړي.»

کارپوهانو ویلي، د افغانستان د واکمنې ادارې په توګه طالبان باید د نړیوالو بشري حقونو هغه تړونونه مراعت کړي چې افغانستان پکې غړی دی، په ځانګړي ډول د د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د د شکنجې پر ضد کنوانسیون او د د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو کنوانسیون.

د راپور له مخې، د جون په ۹ مه په هرات کې خلک د سختو محدودیتونو او د ښځو د جامو د نوي امرونو پر ضد راټول شوي وو، چې پکې د چادري اغوستل او د مخ پوښلو شرطونه شامل وو، همدارنګه د عطر استعمال هم بند شوی و.

کارپوهانو ویلي چې د طالبانو واکمنې ادارې د امنیتي ځواکونو له خوا پر لاریون کوونکو – نارینه، ښځو او ماشومانو – ډزې شوې او هغوی وهل شوي دي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه دوه کسان، چې یو یې ماشوم و، وژل شوي او له شلو زیات ټپیان شوي دي.

که څه هم ځینې اعتراض کوونکي د ډبرو د ویشتلو په پېښو کې ښکېل بلل شوي، خو کارپوهانو ویلي: «دا ډول کړنې په خپله د مرګوني ځواک د کارولو لپاره قانوني معیار نه شي پوره کولی».

دوی دا هم ویلي: «هغه ادعاوې چې ښځې د جامو د اصولو د سرغړونې په تور نیول شوې دي، ډېرې اندېښمنوونکې دي او ښايي دا د خپلسرو او غیرقانوني نیونو په معنا وي، ځکه چې دا د بیان ازادۍ او له جنسي تبعیض څخه د خوندیتوب حق محدودوي.»

کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د دغو پېښو په اړه دې بې پرې، خپلواک او شفافه څېړنه ترسره کړي، څو دا معلومه شي چې ایا د مرګوني ځواک کارول واقعا اړین او متناسب وو که نه او د مسوولینو د قوماندې سلسله هم روښانه شي.

په راپور کې راغلي: «برابري، سوله‌ییزه غونډه، د بیان او تګ راتګ ازادي، او له خپلسرو نیونو څخه خوندیتوب بنسټیز حقونه دي چې د خلکو باور بېرته راژوندي کوي او د وضعیت د خرابېدو مخه نیسي.»

کارپوهانو ټینګار کړی چې د قانون پلي کولو هر ډول اقدام باید د قانونیت، اړتیا، تناسب او نه تبعیض له اصولو سره سم وي او د افغانستان د نړیوالو بشري ژمنو سره بشپړ همغږی ولري.

دوی له ټولو خواوو غوښتي چې وضعیت ارام کړي او خبرداری یې ورکړی چې که تاوتریخوالی ونه درول شي، نو لا زیاتې مرګ ژوبلې ته لار هوارېدای شي.

په پای کې یې له طالبانو غوښتي چې نیول شوي کسان، په ځانګړي ډول ښځې او لاریونکوونکي، ژر تر ژره خوشې کړي، له بد چلند څخه ډډه وکړي، ټپیانو ته د درملنې د لاسرسي مخه ونه نیسي او د خلکو د کورونو د پلټنې لړۍ ودروي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۵

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: طالبانو په هرات کې پر مظاهره‌چیانو له حده ډېر زور کارولی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: طالبانو په هرات کې پر مظاهره‌چیانو له حده ډېر زور کارولی
100%

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د جون په ۹مه په هرات ښار کې پر مظاهره‌چیانو له حده زیات زور کارولی دی. یاد سازمان ویلي، چې د طالبانو ځواکونو کورونه تلاشي کړي، موبایلونه یې پلټلي او هغه کسان یې نیولي، چې د لاریون ویډیوګانې یې لرلې.

د راپور له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو مظاهره‌چیان وهلي او پر خلکو یې ډزې کړې دي، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او نور کسان ټپیان شوي دي او نامعلوم شمېر کسان نیول شوي دي.

د بشري حقونو څېړونکې فرشته عباسي ویلي، « طالبان له هر ډول مخالفت څخه وېره لري او د بیان د ازادۍ او نورو اساسي حقونو پر ضد خپل فشارونه زیاتوي».

هغې زیاته کړې چې باید خلکو ته اجازه ورکړل شي چې په سوله‌ییز ډول اعتراض وکړي، پرته له دې چې د تاوتریخوالي یا نیونې له وېرې سره مخ شي.

یاد سازمان د یوې ګډونوالې له قوله ویلي چې امنیتي ځواکونو له لاریون وړاندې سړکونه تړلي وو څو خلک راټول نه شي. هغې ویلي، « په پیل کې ارام و، خو وروسته چې طالبانو خلک ووهل او ټېل یې وهل، وضعیت خراب شو. کله چې خلک زیات شول، ډزې پیل شوې او ځینو کسانو ډبرې وار کړې».

هغې ویلي چې ځینې کسان په شا ویشتل شوي او ټپیان شوي دي.

یو ډاکټر ویلي چې درې ټپیان یې د مرمۍ له امله معالجه کړي او ملګرو ملتونو ویلي چې یو ۱۱ کلن هلک وژل شوی دی.

یوې بلې شاهدې ویلي: «کله چې ډزې پیل شوې، خلک وتښتېدل. ما ولیدل چې طالبانو حتا د تېښتې پر مهال پر خلکو ډزې کولې. خلک دومره وېرېدل چې ټپیان هم له وېرې روغتون ته نه تلل.»

د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو له خوا کورونه تلاشي شوي، موبایلونه کتل شوي او هغه کسان نیول شوي چې د لاریون ویډیوګانې یې لرلې.

یوې بلې سرچینې ویلي چې د مظاهرو پر مهال د «کار، زده کړې او ازادۍ» شعارونه ورکول کېدل.

د هرات ښار اوسېدونکو ویلي چې د ښځو د جامو پر سر نیونو د خلکو غوسه راپارولې ده. یوې ښځې ویلي چې څو ورځې مخکې امر بالمعروف په سیمه کې په لویو موټرو کې ښځې اچولې وې، حتا امیندواره او سترعمرې ښځې هم نیول شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دغه نیول شوې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې دي.

راپور د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون (ICCPR) ته اشاره کوي، چې د بیان ازادي او سوله‌ییزو غونډو حقونه تضمینوي او وایي چې یوازې په محدودو شرایطو کې د عامه امنیت لپاره محدودیتونه جواز لري.

همدارنګه د ملګرو ملتونو اصول وایي چې امنیتي ځواکونه باید یوازې د اړتیا په صورت کې او په متناسب ډول له زور څخه کار واخلي او مرګونی ځواک یوازې د ژوند د ژغورنې لپاره جواز لري.

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل
100%

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاډکاسټونو درول شوې لړۍ له شاوخوا شپږ میاشتو وروسته یوځل بیا پیل کړې ده. نوموړي ویلي چې د پاډکاسټونو لړۍ یې د معلومو دلایلو له امله درول شوې وه.

پخواني ولسمشر په عربي متحده اماراتو کې له مېشتېدو وروسته د افغانستان د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د غږیږو پاډکاسټونو لړۍ پیل کړې وه، خو د نوموړي د پاډکاسټونو دغه لړۍ د ۲۰۲۵ کال د نومبر له میاشتې راهیسې درول شوې وه، چې غني یې لامل په متحده عربي اماراتو کې پر نوموړي بندیز بللی و.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وروستی پاډکاسټ د ۲۰۲۵ کال د نومبر په شپږمه نېټه خپور شوی و.

نوموړي نن یوځل بیا پر خپل اېکس لیکلي، چې له هېوادالو سره یې د خبرو امکان پیدا شوی دی.

افغانستان ته د ایران کلني صادرات ۳،۲ میلیارده ډالر او واردات ۳۰ میلیونه ډالره دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
افغانستان ته د ایران کلني صادرات ۳،۲ میلیارده ډالر او واردات ۳۰ میلیونه ډالره دي
100%

ایراني چارواکي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري له ۳،۲ میلیارده ډالرو زیاته شوې، خو له افغانستان نه یې واردات د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دي. د ایران د دوغارون بندر یوه چارواکي وویل، چې د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي اتحادیې سره د ایران له تجارت ډېر دی.

د ایران د دوغارون بندر عمومي مدیر محمد رضا مودودي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران او افغانستان ترمنځ ټول تجارت له ۳ میلیارد ډالرو څخه زیات دی، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې د دوغارون له لارې ترسره کېږي.

هغه وویل چې ایران افغانستان ته د ۳،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري، خو له افغانستان څخه واردات له ۳۰ میلیونو ډالرو کم دي، چې دده په وینا، دا د ایران لپاره مثبت سوداګریز انډول دی.

هغه وویل د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي اتحادیې سره د ایران له تجارت څخه هم زیات دی او حتا د اوراسیا اقتصادي اتحادیې ته د صادراتو په پرتله هم لوړ دی. د هغه په وینا، افغانستان د ایران لپاره له عراق وروسته د صادراتو تر ټولو متنوع بازار دی.

مودودي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې د دوغارون سیمې د ترانزیټ ظرفیت له ۳ څخه ۵ میلیونه ټنو ته لوړ شوی او د «سیتی سوخت» په نوم پروژه چې د افغانستان د ۲،۵ میلیارده ډالرو اړتیا پوره کوي، یوه مهمه پروژه ده . دده په وینا، په دې پروژه کې د پانګونې لپاره ۳۰ ایراني او افغان شرکتونه جذب شوي دي.

هغه وویل حکومت غواړي دوغارون سیمه د ګرانبیه ډبرو د سیمې په لوی مرکز بدله کړي، ځکه افغانستان په دې برخه کې لوی ظرفیت لري.

د هغه په وینا، د ګمرک په برخه کې هم پرمختګونه شوي او درې پخواني ګمرکي کوډونه دې سیمې ته انتقال شوي او د موټرو تګ راتګ زیات شوی چې هره میاشت شاوخوا ۱۳ زره خروج ثبت کېږي.

هغه وویل چې یوه مهمه پروژه په۲۲۰ هکټاره ځمکه د ودانیز ښارګوټي پروژه ده او ډېری پانګوال یې افغان سوداګر دي.

اروپايي ټولنې د هرات د پېښو په غبرګون کې ویلي چې د افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱
اروپايي ټولنې د هرات د پېښو په غبرګون کې ویلي چې د افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده
100%

اروپايي ټولنې په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو او د لاریون والو پر وړاندې د زور زیاتي کارول غندلي او وايي، طالبان دې د بشري حقونو اړوند خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند انوار الانوني په هرات کې د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو او د لاریون والو پر وړاندې زور زیاتي کارونې ته په غبرګون په اېکس کې لیکلي، «موږ د حجاب په پلمه د ښځو خپلسري نیول او د لاریونوالو په وړاندې د زور زیاتي کارول غندو».

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید د سوله‌ییزو اعتراضونو په ګډون د بشري حقونو اړوند خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي .

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده.

ولسي دایمي محکمې له اروپایي ټولنې غوښتي چې طالبانو ته ورکړل شوې بلنه بېرته واخلي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
ولسي دایمي محکمې له اروپایي ټولنې غوښتي چې طالبانو ته ورکړل شوې بلنه بېرته واخلي
100%

په ایټالیا کې ولسي دایمې محکمې د افغان کډوالو د ستنولو پر سر د خبرو اترو لپاره بروکسل ته د طالبانو د استازو بلل غندلي او له اروپايي ټولنې یې غوښتې، چې خپله بلنه بېرته واخلي. محکمې ویلي، چې اروپايي ټولنه دې افغانستان ته ټولې جبري ستنونې ودروي.

محکمې ویلي چې د اروپایي ټولنې دغه پرېکړه د داسې رژیم د عادي کولو پر لور یو خطرناک ګام دی چې د جنسیتي اپارتاید، سیستماتیکو او بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونو او د افغان ښځو د ټولو اساسي ازادیو د له منځه وړلو مسوول دی.

که څه هم اروپایي ټولنه طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني، خو محکمې ویلي چې دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د اعلان شویو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې ده.

محکمې یادونه کړې چې اروپایي ټولنې د ترهګرۍ، بشري حقونو د سرغړونو، د ښځو او نجونو د حقونو د نقض او نړیوال امنیت ته د ګواښونو له امله پر یو شمېر طالب مشرانو بندیزونه لګولي او دغه بندیزونه لا هم نافذ دي، ځکه طالبان لا هم د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون جدي سرغړونې کوي.

همدارنګه، د جرمونو نړیوالې محکمې د ښځو او نجونو پر ضد د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد جرمونو د تورونو په تړاو د لوړپوړو طالب چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

محکمې ویلي چې داسې کسانو ته بلنه ورکول، چې له دغو تورونو سره تړاو لري، د سیاسي خبرو او «تخنیکي همکارۍ» په نامه د نړیوالو عدلي میکانیزمونو اعتبار زیانمنوي او هغو افغان قربانیانو ته ناوړه پیغام لېږي چې عدالت غواړي.

د محکمې په وینا، که اروپایي ټولنه له طالبانو سره د هغو کسانو د شړلو په اړه خبرې وکړي چې ښایي افغانستان ته له ستنېدو وروسته له تعقیب، زندان یا مرګ سره مخ شي، نو د کډوالو نړیوالو قوانینو او د جبري بېرته ستنولو د منع اصل په سرغړونو کې د شریک کېدو خطر به رامنځته شي.

د دایمي خلکو محکمې غوښتي چې طالبانو ته ورکړل شوې بلنه سملاسي بېرته واخلي او د طالبانو د رژیم د نه رسمیت پېژندنې دریځ بیا تایید کړي.

محکمې ویلي، چې ټولنه دې افغانستان ته ټول جبري اخراجونه ودروي، ځکه راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او لږکي، له جدي خطرونو سره مخ دي.

د محکمې په وینا، اروپايي ټولنه دې د طالبانو پر ځای له افغان مدني ټولنې، د ښځو له بنسټونو او دیموکراتو فعالانو سره مستقیم تعامل وکړي.