سياېناېن: د خطرناکو موادو له یوې پېښې وروسته د پنټاګون څو پوړونه تخلیه شوي

د امریکا د ارلینګټن ولسوالۍ د اور وژنې او بېړنیو مرستو چارواکو ویلي، اور وژونکو د پنجشنبې په ورځ د پنټاګون ودانۍ کې د خطرناکو موادو اړوند د یوې پېښې څېړنه کړې. یادې رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون د احتیاطي تدابیرو په توګه قرنطین شوی او د ودانۍ څو پوړونه تخلیه شوي.
