د استازو جرګې د ۸۰څخه زیاتو غړو، چې لږ تر لږه درې جمهوريپال او ګڼ شمېر ډیموکراټان په کې شامل دي، په یوه لیک کې له د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غوښتنه کړې چې د هغو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د لېږد پلان بیا وارزوي، چې اوس مهال په قطر کې بند پاتې دي او د بیا مېشتېدو په تمه دي.
د کانګرس غړي جیسن کرو، چې د دغه لیک مشري یې کړې، ویلي:«دا هم اخلاقي او هم د ملي امنیت له پلوه اړینه ده چې زموږ هېواد خپله ژمنه پوره کړي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د خپل ژوند په خطر کې یې له موږ سره مرسته کړې ده.»
په راپور کې ویل شوي چې د روان کال په پیل کې د ټرمپ ادارې له دیموکراتیک جمهوریت کانګو ته د دغو افغانانو د لېږد پر احتمال خبرې کړې وې، په داسې حال کې چې هغوی د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له کلونو راهیسې په بېسرنوشته حالت کې پاتې دي.
د افغانانو وضعیت په ځانګړي ډول له ۲۰۲۵ کال وروسته نور هم سخت شوی، کله چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د برید په تور ونیول شو چې پکې د ملي ګارد یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی و.
له دې پېښې وروسته د ټرمپ ادارې د افغانانو او نورو بهرنیو وګړو د څېړنېد کمزورۍ پړه د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې واچوله، خو د راپور له مخې یاد شکمن کس رحمانالله لکنوال د ټرمپ د دورې پر مهال پناه اخیستې وه.
ولسمشر ټرمپ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې افغان کډوال، په ګډون هغه کسان چې له پوځ سره یې کار کړی و، امریکا ته له داخلېدو منع شوي دي.
په همدې حال کې د کانګرس یو شمېر جمهوريپالو غړو د افغان همکارانو د بیا مېشتېدو هغه پخوانی دوهګونیز ملاتړ هم کمزوری کړی چې د ځانګړي کډوالۍ ویزې پروګرام لپاره موجود و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کانګرس په اورېدنو کې ویلي وو چې د ادارې له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانانو د لېږد په اړه خبرې روانې دي، په داسې حال کې چې د یاد جګړه ځپلې افریقایي هېواد (د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت) کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه هم شته.
په لیک کې ټینګار شوی چې افغان همکارانو د امریکا د شاوخوا ۲۰ کلنې ماموریت پر مهال مهم رول درلود او د ژباړونکو، قراردادیانو او امنیتي کارکوونکو په توګه یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
کانګرس غړو ویلي: «موږ غوښتنه کوو چې خوندي، باثباته او عملي لارې غوره شي څو د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي کړي او زموږ ژمنې پوره شي.»
دوی له ادارې غوښتي چې د روان وضعیت په اړه تر ۲۴ جون پورې مفصل معلومات ورکړي، په ځانګړي ډول د درېیمو هېوادونو سره د خبرو اترو وضعیت او هغه قانوني صلاحیت چې له مخې یې افغانان انتقالېدای شي.
دا لیک د کورني امنیت وزیر او د دفاع وزیر ته هم استول شوی دی.