د پېښور سترې محکمې د پاکستاني تابعیت لپاره د افغان کډوالو ۱۰۰ غوښتنلیکونه رد کړل

د پېښور سترې محکمې له لوري د افغان کډوالو لهخوا د پاکستاني تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنو له ډلې ۱۰۰ هغه رد شوې دي. د یادې محکمې د پرېکړې له مخې؛ د نادرا ادارې او نورو اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې، چې په دغه قضیو کې له قانون او پخوانیو پرېکړو سره سم عمل وکړي.
یادې محکمې ویلي، چې بشپړه پرېکړه به وروسته خپره شي. دغه عریضې د هغو افغان وګړو لهخوا وړاندې شوې وې، چې د «پي او ار» یا «اېسيسي» کارتونه لري او د پاکستاني تابعیت ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
عریضه کوونکو ویلي، دوی ته د خپلو غوښتنلیکونو د حالت په اړه هېڅ رسمي رسید، لیکلی ثبوت یا معلومات نه ورکول کېږي چې له امله یې د قانوني لارو د څار په برخه کې ستونزې رامنځته شوې دي.
د نادرا چارواکو محکمې ته ویلي، چې تراوسه له ۲۴زره څخه زیاتې غوښتنې د تابعیت د تصفیې او د اېسيسي کارتونو د لغوه کولو لپاره ترلاسه شوې دي. د هغوی په وینا؛ شاوخوا ۲زره او ۲۰۰ غوښتنې منل شوې، ځینې دوسیې د غوښتونکو لهخوا نهدي څارل شوې او ګڼ شمېر نورې غوښتنې د تابعیت د ثبوت نشتوالي له امله رد شوې دي.
د اورېدنې پرمهال د وکیلانو لهخوا ویل شوي، چې غوښتونکو ته باید د خپلو قضیو په اړه رسمي او لیکلی معلومات ورکړل شي؛ څو د روڼتیا ستونزه حل شي. په قضیه کې د پاکستان اصليت کارت (پي او سي) د ورکړې او د شکایتونو د اورېدو میکانیزم په اړه هم بحث وشو. وکیلانو ویلي، چې د شکایتونو لپاره عملي او اسانه لاره نهشته.
محکمې اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د قانون له مخې د روڼتیا او د خلکو د اسانتیاوو لپاره مناسب ګامونه واخلي.
