د «اوستوروزنو نووستي» خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه راپور کې ویلي، د «روستوفنادونو» د «اکتیابرسکي» سیمې محکمې د تېرې جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه)د «یګور اې» په نوم یوه ۱۹ کلن ځوان پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰زره روبله جریمه کړی دی.
راپور زیاتوي، یاد ځوان د روسیې په «VKontakte» ټولنیزه شبکه کې د دغه خبر: «طالبان به روسیه له انارو، ممیزو، کوکا کولا، قالینو او پنبې څخه ډکه کړي»، په کمنټ کې لیکلي وو: «دوی په روسیه کې څه ګند کوي، وحشیان».
د محکمې د پرېکړې لهمخې، دغه ډول څرګندونې «د روسيې فدراسیون او د افغانستان د ولسونو ترمنځ دوښمني» راپاروي.
دغه ځوان تر دې مخکې هم په ټولنیزو شبکو کې د بېلابېلو خبرونو او په ځانګړې توګه د کډوالو اړوندو خبرونو په کمنټونو کې «د کډوالو د وژلو او د هغوی ملکیتونو ته د زیان رسولو» تبلیغ هم کاوه.
د «یګور اې» په نوم دغه ۱۹ کلن ځوان په محکمه کې خپل جرم منلی او پښېماني یې ښودلې ده.
تر دې مخکې په روسیه کې خلک له طالبانو د ملاتړ له امله محاکمه کېدل؛ لکه د خبریالې «نادیژدا کیورکووا» پر وړاندې د ترهګرۍ د توجیه کولو په دوسیه کې، یو تور دا وو، چې هغې په ۲۰۲۱ کال کې په کنایوي ډول لیکلي وو: «طالبان تکړه دي».
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له نورو محدودیتونو سربېره پر افغان نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه ولګول او په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان «له ترهګرۍ سره په مبارزه کې متحدین» وبلل. د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې، مسکو لومړی هېواد وو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل او دغه ډله یې د ترهګرۍ سازمانونو له نوملړ څخه واېستله او په مسکو کې یې د هغوی سفیر هم ومانه.
شاوخوا ۲ اونۍ مخکې، روسیې او طالبانو د نظامي-تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړ، خو لا تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزییات نهدي خپاره شوي.