• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له طالبانو غوښتي چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د وسله‌والو فعالیتونو مخه ونیسي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

پاکستان یو وار بیا له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د افغانستان له خاورې د وسله‌والو فعالیتونو مخه ونیسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي خبرداری ورکړی، که له افغانستان نه ګواښ دوام وکړي؛ نو دوی به د ځان د دفاع لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

هغه يوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال پر افغانستان د بریدونو په اړه ويلي، دغه عملیات یې د دې لپاره کړي چې پر ډیورنډ کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکي خوندي کړي او د راتلونکو احتمالي وسله‌والو بریدونو مخه ونیسي.
نوموړي ادعا کړې ده، دغه پوځي ګامونه «محدود او متناسب» وو چې د کره معلوماتو او پوره پلان جوړونې وروسته ترسره شول او یوازې د هغو مرکزونو پر ضد وو چې د وسله‌والو په توګه پېژندل شوي دي.
خو تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، چې د هېواد پر درېیو ولایتونو خوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم تېره ورځ ویلي و، چې په دغه بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین ږېری وژل شوي دي. پر ملکي وګړو د پاکستان دغه بریدونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: طالبانو د هرات لاریون کوونکو پر وړاندې جنګي مهمات کارولي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: طالبانو د هرات لاریون کوونکو پر وړاندې جنګي مهمات کارولي
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق وایي، چې طالبانو په هرات کې د سوله‌ییز لاریون د ځپلو لپاره له جنګي مهماتو کار اخیستی دی. هغه په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې طالبان باید د سوله‌‌ییزو اعتراضونو پر وړاندې له هر ډول «غیر ضروري او یا نامتناسب زور کارولو» ډډه وکړي.

فرحان حق د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، ملګري ملتونه غواړي داسې فضا رامنځته کړي چې په هغه کې د افغانستان ټول وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې وکولای شي په ازاده او خوندي توګه اړینو خدمتونو او بشري مرستو ته لاسرسی ولري.

نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د ارزونې پر بنسټ وویل، په وروستیو ورځو کې په هرات کې لسګونه ښځې او نجونې د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیول شوې چې په هغوی کې د روغتیا سکتور ځینې کارکوونکې هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې شاوخوا ۳۰ ښځې د غبرګولي ۱۷مې او ۱۸مې ترمنځ په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیول شوې دي. د یوناما په وینا؛ لسګونه نورو ښځو ته یوازې شفاهي اخطار ورکړل شوی دی.

یوناما همدارنګه تایید کړې، چې یو تنکی ځوان د طالبانو د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي. دغه اداره وایي، چې د یوه بل کس د مړینې راپورونه هم تر څېړنې او تایید لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په خپلو خبرو کې د ښځو او نجونو د نیولو، تاوتریخوالي او همدارنګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د تماس ډلې د بیا فعاله کولو غوښتنه کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۱
روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د تماس ډلې د بیا فعاله کولو غوښتنه کړې
100%

روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د شانګهای همکارۍ سازمان په چارو کې د روسیې استازي بختیار حکیموف ویلي، مسکو باور لري چې د یادې ډلې بیا فعاله کول اړین دي.

د روسیې د دولتي رسنیو په وینا؛ دغه استازي ټینګار کړی چې د شانګهای همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډله چې فعالیت یې په ۱۳۸۶کال (۲۰۰۷ زېږدیز کال) کې پیل شوی و باید بیا خپل کار پیل کړي.

نوموړي د یادې ډلې د فعالیتونو د پېچلتیاوو په اړه ویلي، چې د هغې ګډه مشري د هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو، د شانګهای همکارۍ سازمان د دفتر رییس او د افغانستان استازي له‌خوا ترسره کېږي؛ خو دا چې د طالبانو اداره لا تراوسه د ټولو غړو هېوادونو له‌خوا په رسمیت نه‌ده پېژندل شوې، دغه لړۍ په تدریجي ډول پرمخ ځي.

حکیموف همدارنګه د تېر کال هغه ځانګړو مشورو ته اشاره کړې، چې د تاجکستان په نوښت په دوشنبه ښار کې ترسره شوې وې. نوموړي ویلي، د هغه غونډې یوه مهمه پایله دا وه چې د یادې ډلې د بیا فعالېدو د امکان په اړه د بحث اړتیا ومنل شوه.

تر دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم ټینګار کړی و، چې له افغانستان سره د دغه سازمان د اړیکو د بیا پیاوړتیا او د تماس ډلې د بیا پیل اړتیا شته. هغه زیاته کړې وه، چې ډېری غړي هېوادونه له دې نظر سره موافق دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو تر دې مخکې د چین په تیانجین ښار کې په خپله غونډه کې د یوې ګډې اعلامیې په صادرولو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او دوامداره پرمختګ لپاره د نړۍوالو هڅو ملاتړ کړی و.

د یاد سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل چې د هېواد د ټولو قومي او سیاسي ډلو استازي په‌کې پراخ ګډون ولري؛ د دغه هېواد د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده.

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې د طالبانو والي د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا غونډو کې د ښار د بېلابېلو ناحیو له وکیلانو، سیمه‌ییزو مخورو او یو شمېر پخوانیو جهادي قوماندانانو سره لیدلي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو غونډو اصلي موخه په راتلونکو ورځو کې د احتمالي اعتراضونو مخنیوی او د خلکو د نارضایتۍ د پراخېدو کنټرول و.

دا لیدنې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د هرات د جبرییل ښارګوټي اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ. دغه اعتراض وروسته د طالبانو د ځواکونو له مداخلې سره په تاوتریخوالي واوښت.

سرچینې وایي چې د طالبانو والي له مخورو کسانو غوښتي څو خلکو ته تشریح کړي چې حجاب «یو شرعي حکم» دی او باید رعایت شي.

هغه همداراز له سیمه‌ییزو مشرانو، د ګذر وکیلانو او پخوانیو جهادي قوماندانانو غوښتنه کړې چې د ټاپي پروژې، د صنعتي ښارګوټي د پراختیا او په هرات کې د پراختیايي پروګرامونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي ویلي: «د هرات د خلکو له شأن سره نه ښایي چې د افغانستان خلک ووایي چې د هرات اوسېدونکو د حجاب د حکم پر ضد لاریون کړی دی.»

هغه ادعا کړې چې د دغو اعتراضونو تر شا «مغرض کسان» ولاړ دي چې د ده په وینا له «الهي احکامو» سره ستونزه لري.

په ورته وخت کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس هم د هرات د والي او د «پخوانیو مجاهدینو او د ولایت د مخورو» ترمنځ د لیدنې خبر تایید کړی دی.

خو باختر په خپل راپور کې تر ډېره د اقتصادي پروژو او پراختیايي پروګرامونو په اړه د والي پر څرګندونو تمرکز کړی او د اعتراضونو او امنیتي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د باختر د راپور له مخې، د هرات والي ویلي چې «اسلامي امارت» د خلکو د دیني او دنیوي ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي. دغه اژانس زیاته کړې چې د غونډې په پای کې پخوانیو مجاهدینو او مخورو د طالبانو د محلي ادارې له پروګرامونو او فعالیتونو ملاتړ څرګند کړی دی.

اوټاوا مشورتي بهیر: په هرات کې د ښځو نیول او د لاریونوالو ځپل د بشري حقونو جدي نقض دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱
اوټاوا مشورتي بهیر: په هرات کې د ښځو نیول او د لاریونوالو ځپل د بشري حقونو جدي نقض دی
100%

د اوټاوا مشورتي بهیر په یوه اعلامیه کې په هرات ښار کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او د لاریونوالو پر وړاندې د چلند غندنه کړې او دا یې د «سوله‌ییزو اعتراضونو تاوتریخجن ځپل» بللي دي.

دغه بنسټ ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول او د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارول د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو جدي نقض ګڼل کېږي او د اندېښنې وړ وضعیت یې رامنځته کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د هرات د وروستیو پېښو په اړه راپورونه ښيي چې یو شمېر لاریونوال نیول شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي. د اوټاوا مشورتي بهیر په وینا، دا اقدامات په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او ازادیو د محدودیتونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه او د هغوی د مدني حقونو محدودول د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او باید پای ته ورسېږي.

اوټاوا مشورتي بهیر همداراز له نړیوالې ټولنې، د کاناډا له حکومت او ملګرو ملتونو غوښتي چې د هرات وضعیت له نږدې وڅاري او د افغان ښځو د حقونو او امنیت د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په هرات کې د ښځو د نیولو او د اعتراضونو د ځپلو په اړه د بشري حقونو بنسټونو، سیاسي څېرو او نړیوالو سازمانونو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.

مخالفانو ته د طالبانو د هلمند والي خبرداری: که کوم مخالف پیدا شي غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
مخالفانو ته د طالبانو د هلمند والي خبرداری: که کوم مخالف پیدا شي غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو
100%

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور په بدخشان کې په یوې دستار بندۍ کې خبرداری ورکړی، چې که کوم مخالف پیدا شي، نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دمګړۍ څو وسله‌والې جبهې د طالبانو پر ضد فعالې دي.

امان‌الدین منصور د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې په دستار بندۍ مراسمو کې په بهر د خپل نظام مخالفین د هېواد پر ضد پر تبلیغاتو او توطیې تورن کړل او له خلکو یې وغوښتل چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.

امان‌الدین منصور زیاته کړه: «ټول خلک متوجه واوسئ؛ د اسلام او دین هغه دښمنان چې په بهر کې دي او د دغې خاورې د امنیت پر ضد تبلیغات او توطیې کوي او غواړي د خلکو اذهان ګډوډ کړي، پر دې باید ښه پوه شي، چې د مجاهدینو په عقیده او افکارو کې بدلون نه‌راغلی».

په داسې حال کې چې، دمګړۍ څو وسله‌والې جبهې د طالبانو پر ضد پر خپلو فعالیتونو بوخت دي امان‌الدین منصور ویلي: «که په مقابل کې بغاوتګر، اعتشاشګر، دښمن او مخالف پیدا شي، [مخالفین] باید پر دې پوه شي، چې بیا هم موږ هماغه مجاهدین او همدا غرونه او همدا خاوره به یو. موږ به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو».

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کرکېلې او همداراز د سرو زرو د کانونو د اېستنې په تړاو د ځايي طالبانو تر منځ درز رامنځته شوی او ځايي اوسېدونکي هم د سرو زرو د کانونو د کېندنې د څرنګوالي په اړه خپله شدیده نارضایتي څرګنده کړې او څو ځلي یې لاریونونه هم کړي، خو د طالبانو له لوري په ډېرې سختۍ سره ځپل شوي دي.