• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جولي جانسن: د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو سره روان چلند د منلو وړ نه دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې غړې جولي جانسن وایي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دوو پرله‌پسې وزیرانو لا هم نه ده روښانه کړې چې افغان پناه غوښتونکی محمد نذیر پکتیاوال څنګه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق ادارې په توقیف کې مړ شوی دی.

د امریکا د استازو جرګې غړې جولي جانسن په خپل ایکس حساب کې لیکلي:«د کورني امنیت وزارت دوو وزیرانو لا هم ماته دا ځواب نه دی راکړی چې محمد نذیر پکتیاوال څنګه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق ادارې په توقیف کې مړ شو.»

جانسن ویلي چې پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی و او وروسته په امریکا کې ورته پناه ورکړل شوې وه.

هغې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ادارې هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې اداره غواړي هغه افغانان هم له امریکا وباسي چې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ له امله ورته پناه ورکړل شوې ده.

جانسن ویلي:«دا د هغوی د قربانیو سپکاوی دی او زه به د هغوی د حقونو د دفاع او د هغوی د خدمتونو د رسمیت پېژندنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»

د کانګرس غړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو او د پخوانیو افغان همکارانو د راتلونکي وضعیت په اړه بحثونه او اندېښنې دوام لري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۵

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د خصوصي سکټور یو رسمي پلاوی کابل ته راغلی دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱
د ایران د خصوصي سکټور یو رسمي پلاوی کابل ته راغلی دی
100%

د ایران- افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د رييس محمود سیادت په مشرۍ د ایران د خصوصي سکټور یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی دی. د دغه سفر موخه د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پیاوړتیا په ګوته شوې ده.

د افغانستان- ایران د سوداګرۍ ګډې خونې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) ویلي، دغه پلاوی به له طالب چارواکو سره له کتنو سربېره د افغانستان- ایران د سوداګریز تواصل کنفرانس او بي‌ټو‌بي غونډو کې هم ګډون وکړي. دغه غونډې به د افغانسان- ایران د سوداګرۍ ګډې خونې له لوري په کابل کې جوړې شي.

په دې پلاوي کې د مشهد د سوداګرۍ خونې د غیر نفتي صادراتو د پراختیا کمېسیون رييس حسین محمدیان هم شامل دی.

د دغه سفر موخه د سوداګرۍ او ټرانزیتي اړیکو تقویت او پراختیا او همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونو د فرصتونو ارزونه په ګوته شوې ده.

د ایراني چارواکو په وینا، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري له ۳،۲ میلیارده ډالرو زیاته شوې، خو له افغانستان څخه یې واردات یوازې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دي. د ایران د دوغارون بندر یوه چارواکي ویلي، چې د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي ټولنې سره د ایران له تجارته ډېر دی.

افغانستان ته د ایران کلني صادرات ۳،۲ میلیارده ډالر او واردات ۳۰ میلیونه ډالره دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له شاوخوا ۸ میاشتو راهسیې له پاکستان سره د سوداګرۍ له درولو وروسته ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې ده.

د بنديانو تبادله؛ یو ایرانی زنداني ایران ته او ۱۶۵ افغانان افغانستان ته انتقال شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۱
د بنديانو تبادله؛ یو ایرانی زنداني ایران ته او ۱۶۵ افغانان افغانستان ته انتقال شوي
100%

په ایران کې د طالبانو سفارت وایي، چې د بنديانو د لېږد د کمېټې د یولسم پړاو په دویمه مرحله کې ۱۶۵ افغان بندیان، له قانوني پړاوونو او هویت تثبیت وروسته له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي، او په بدل کې یو ایرانۍ ښځینه زندانۍ ایران ته سپارل شوې ده.

سفارت ویلي چې د بنديانو د لېږد د کمېټې د یولسم پړاو په دویمه مرحله کې ۱۶۵ افغان بندیان، چې د بند سزا یې تېروله، له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

سفارت په خپل بیان کې ویلي چې دغه کسان د هویت له تثبیت او قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې د دې پروسې په چوکاټ کې یو ښځینه ایراني تبعه چې له طالبانو سره زنداني وه ایران ته انتقال شوې ده.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په انتقال شوو افغان بندیانو کې هغه اته نارینه او یوه ښځه شامل دي، چې مخکې د ایران د محکمو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي وو، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په تهران کې د افغانستان د سفارت د هڅو په پایله کې د اعدام سزا ترې بښل شوې او پر اوږدمهاله بند بدله شوې ده.

سفارت زیاته کړې چې دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي.

یوه چینايي پانګوال بامیان کې د کاني محصولاتو پروسس لپاره د یوې کارخونې د جوړولو ټټر وواهه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۱
یوه چینايي پانګوال بامیان کې د کاني محصولاتو پروسس لپاره د یوې کارخونې د جوړولو ټټر وواهه
100%

یوه چینايي سوداګر او پانګوال ساو جین د بامیان لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د کاني محصولاتو د پروسس لپاره د یوې صنعتي کارخونې د جوړولو ټټر وهلی دی. دغه چینايي پانګوال همداراز ویلي، د اوسپنې او مس د استخراج او ورته د بازار موندنې په برخو کې هم پانګونې کوي.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چینايي سوداګر ساو جین د دغه ولایت لپاره د طالبانو له والي ګل‌حیدر شفق سره د اوسپنې او مس د استخراج، پروسس او ورته د بازار موندنې په تړاو خبرې کړې دي.

ساو جین په دې کتنه کې ویلي: «له خپل مل پلاوي سره لېواله یم، چې په دغه ولایت کې د ټولنې د اقتصادي ظرفیتونو د تقویې او اقتصادي پراختیا لپاره د اوسپنې او مس د استخراج، د کاني محصولاتو د پروسس او ورته د بازار موندنې په برخو کې پانګونې وکړم او یوه صنعتي کارخونه هم جوړه کړم».

د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي د دغه چینايي پانګوال له لېوالتیا هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته یې کړه: «په دغه ولایت کې د ملي او نړۍوالو سوداګرو او پانګوالو ځاني او مالي امنیت تامین دی او سیمه‌ييز حکومت له هر ډول اقتصادي طرحې چې د خلکو په ګټه وي ملاتړ کوي».
په خبرپاڼه کې په دې اړه، چې دغه پانګوال به څه وخت، چېرې او څومره پانګونه کوي، څه نه‌دي ویل شوي.

طالبانو هلمند کې له رسنیو غوښتي چې د هبت‌الله د فرمانونو په اړه دوامداره خپرونې جوړې کړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱
طالبانو هلمند کې له رسنیو غوښتي چې د هبت‌الله د فرمانونو په اړه دوامداره خپرونې جوړې کړي
100%

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو له ځايي رسنیو غوښتي، چې د ملا هبت‌الله د فرمانونو په اړه دوامداره خپرونې جوړې کړي او په وینا یې:«څو ولسونه لا زیات پوهاوی ترلاسه کړي». هبت‌الله په تېرو ۵ کلونو کې له نورو مسایلو سربېره د ښځو پر ضد ګڼ فرمانونه صادر کړي دي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر شېر محمد وحدت په لښکرګاه ښار کې له درېیو خصوصي سیمه‌ییزو غږیزو رسنیو (تعلیم الاسلام راډیو، اعزاز راډیو او ځلاند غږ راډیو) څخه د څارنې په ترڅ کې له هغو غوښتي: «د صادر شویو فرمانونو په اړه دوامدارې خپرونې جوړې کړئ، څو ولسونه لا زیات پوهاوی ترلاسه کړي».

د ځینو خبریالانو په وینا، رسنۍ یوه کار ته مجبورول د بیان ازادي په بشپړ ډول له‌منځه وړي او همداراز له خپل اصلي رسالت څخه لرې کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په منظم ډول له ټولو رسنیو څخه لیدنې کوي، څو ټولې رسنۍ او خبریالان په خپل مسلک کې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په رڼا کې خپلو ولسونو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي».

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو ګڼ فرمانونه صادر کړي او د ښځو ضد فرمانونو یې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي، خو د دغې ډلې ویاند بیا ویلي، چې د دوی پر فرمانونو نیوکو ته باید «ارزښت» ورنه‌کړل شي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ په هلمند کې ۲۳ رسنۍ فعالې دي او کابو غوڅ اکثریت یې غږیزې او چاپي دي، ځکه د طالبانو مشر په دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپراوی منع کړی دی.

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی
100%

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق اداره وایي چې د دې ادارې ځواکونو په ډیټرایټ ښار کې هغه افغان وګړی نیولی چې د جنسي جرمونو په ګډون په څو قضیو کې محکوم او د امریکا څخه د اخراج پرېکړه پرې شوې وه. دغه افغان هڅه کوله چې کاناډا ته لاړ شي خو د کاناډا ځواکونو اجازه نده ورکړې.

یاده اداره وایي، نیول شوی کس محمد فرهاد شریفي نومېږي، چې د جنسي جرمونو او تاوتریخوالي په څو قضیو کې محکوم او تر عدلي تعقیب لاندې و.

د ادارې په وینا، نوموړی په ۲۰۲۵ کال کې د حیواني جنسي ناوړه چلند په تور محکوم شوی و، او په ۲۰۲۶ کال کې بیا د جنسي تېري او د سخت بدني زیان اړولو په قصد د برید په تورونو نیول شوی و.

په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړی د افغانستان اصلي وګړی دی او د ۲۰۲۶ کال له مخې پرې د امریکا د اخراج وروستۍ پرېکړه هم صادره شوې وه.

د راپور له مخې، شریفي د ډیټرایټ–وینډزر تونل له لارې کاناډا ته د داخلېدو هڅه کوله، خو د کاناډا چارواکو له خوا ورته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه، او وروسته د امریکایي چارواکو له لوري ونیول شو.

اداره زیاتوي چې دا ډول اقدامات د عامه امنیت د خوندیتوب او د کډوالۍ د قوانینو د تطبیق برخه ده.