• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هرات زلزله ځپلو ته ۶۰ استوګنیز کورونه وسپارل

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیزالرحمان وایي، چې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په بیدک مرادکوهي کلي کې یې زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۶۰ استوګنیز کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. طالبانو ویلي، چې دغه کورونه یې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړي.

عزیز الرحمان زیاته کړې، د دغه کورونو په جوړېدو سره یې ۴۲۰ زلزله ځپلو کسانو ته په معیاري‌ او خوندي کورونو کې د استوګنې زمینه برابره کړې ده. نوموړي ویلي، دامهال د یادې ادارې له لوري د کونړ، بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۱۵۲ استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

نوموړي‌ ټینګار کړی، چې د قرباني‌ کورنیو سره به د خپلو ژمنو عملي کولو ته دوام ورکړي. طالبانو ویلي، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې تر دې وړاندې هم د هرات ولایت په ګلران او زنده جان ولسوالیو کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۲۸۸ استوګنیز کورونه د څه باندې ۱۰۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړي او زیانمنو کورنیو ته یې سپارلي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د تماس ډلې د بیا فعاله کولو غوښتنه کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۱
روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د تماس ډلې د بیا فعاله کولو غوښتنه کړې
100%

روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د شانګهای همکارۍ سازمان په چارو کې د روسیې استازي بختیار حکیموف ویلي، مسکو باور لري چې د یادې ډلې بیا فعاله کول اړین دي.

د روسیې د دولتي رسنیو په وینا؛ دغه استازي ټینګار کړی چې د شانګهای همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ډله چې فعالیت یې په ۱۳۸۶کال (۲۰۰۷ زېږدیز کال) کې پیل شوی و باید بیا خپل کار پیل کړي.

نوموړي د یادې ډلې د فعالیتونو د پېچلتیاوو په اړه ویلي، چې د هغې ګډه مشري د هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو، د شانګهای همکارۍ سازمان د دفتر رییس او د افغانستان استازي له‌خوا ترسره کېږي؛ خو دا چې د طالبانو اداره لا تراوسه د ټولو غړو هېوادونو له‌خوا په رسمیت نه‌ده پېژندل شوې، دغه لړۍ په تدریجي ډول پرمخ ځي.

حکیموف همدارنګه د تېر کال هغه ځانګړو مشورو ته اشاره کړې، چې د تاجکستان په نوښت په دوشنبه ښار کې ترسره شوې وې. نوموړي ویلي، د هغه غونډې یوه مهمه پایله دا وه چې د یادې ډلې د بیا فعالېدو د امکان په اړه د بحث اړتیا ومنل شوه.

تر دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم ټینګار کړی و، چې له افغانستان سره د دغه سازمان د اړیکو د بیا پیاوړتیا او د تماس ډلې د بیا پیل اړتیا شته. هغه زیاته کړې وه، چې ډېری غړي هېوادونه له دې نظر سره موافق دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو تر دې مخکې د چین په تیانجین ښار کې په خپله غونډه کې د یوې ګډې اعلامیې په صادرولو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او دوامداره پرمختګ لپاره د نړۍوالو هڅو ملاتړ کړی و.

د یاد سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل چې د هېواد د ټولو قومي او سیاسي ډلو استازي په‌کې پراخ ګډون ولري؛ د دغه هېواد د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده.

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې د طالبانو والي د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا غونډو کې د ښار د بېلابېلو ناحیو له وکیلانو، سیمه‌ییزو مخورو او یو شمېر پخوانیو جهادي قوماندانانو سره لیدلي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو غونډو اصلي موخه په راتلونکو ورځو کې د احتمالي اعتراضونو مخنیوی او د خلکو د نارضایتۍ د پراخېدو کنټرول و.

دا لیدنې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د هرات د جبرییل ښارګوټي اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ. دغه اعتراض وروسته د طالبانو د ځواکونو له مداخلې سره په تاوتریخوالي واوښت.

سرچینې وایي چې د طالبانو والي له مخورو کسانو غوښتي څو خلکو ته تشریح کړي چې حجاب «یو شرعي حکم» دی او باید رعایت شي.

هغه همداراز له سیمه‌ییزو مشرانو، د ګذر وکیلانو او پخوانیو جهادي قوماندانانو غوښتنه کړې چې د ټاپي پروژې، د صنعتي ښارګوټي د پراختیا او په هرات کې د پراختیايي پروګرامونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي ویلي: «د هرات د خلکو له شأن سره نه ښایي چې د افغانستان خلک ووایي چې د هرات اوسېدونکو د حجاب د حکم پر ضد لاریون کړی دی.»

هغه ادعا کړې چې د دغو اعتراضونو تر شا «مغرض کسان» ولاړ دي چې د ده په وینا له «الهي احکامو» سره ستونزه لري.

په ورته وخت کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس هم د هرات د والي او د «پخوانیو مجاهدینو او د ولایت د مخورو» ترمنځ د لیدنې خبر تایید کړی دی.

خو باختر په خپل راپور کې تر ډېره د اقتصادي پروژو او پراختیايي پروګرامونو په اړه د والي پر څرګندونو تمرکز کړی او د اعتراضونو او امنیتي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د باختر د راپور له مخې، د هرات والي ویلي چې «اسلامي امارت» د خلکو د دیني او دنیوي ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي. دغه اژانس زیاته کړې چې د غونډې په پای کې پخوانیو مجاهدینو او مخورو د طالبانو د محلي ادارې له پروګرامونو او فعالیتونو ملاتړ څرګند کړی دی.

اوټاوا مشورتي بهیر: په هرات کې د ښځو نیول او د لاریونوالو ځپل د بشري حقونو جدي نقض دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱
اوټاوا مشورتي بهیر: په هرات کې د ښځو نیول او د لاریونوالو ځپل د بشري حقونو جدي نقض دی
100%

د اوټاوا مشورتي بهیر په یوه اعلامیه کې په هرات ښار کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او د لاریونوالو پر وړاندې د چلند غندنه کړې او دا یې د «سوله‌ییزو اعتراضونو تاوتریخجن ځپل» بللي دي.

دغه بنسټ ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول او د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارول د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو جدي نقض ګڼل کېږي او د اندېښنې وړ وضعیت یې رامنځته کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د هرات د وروستیو پېښو په اړه راپورونه ښيي چې یو شمېر لاریونوال نیول شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي. د اوټاوا مشورتي بهیر په وینا، دا اقدامات په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او ازادیو د محدودیتونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه او د هغوی د مدني حقونو محدودول د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او باید پای ته ورسېږي.

اوټاوا مشورتي بهیر همداراز له نړیوالې ټولنې، د کاناډا له حکومت او ملګرو ملتونو غوښتي چې د هرات وضعیت له نږدې وڅاري او د افغان ښځو د حقونو او امنیت د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په هرات کې د ښځو د نیولو او د اعتراضونو د ځپلو په اړه د بشري حقونو بنسټونو، سیاسي څېرو او نړیوالو سازمانونو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.

مخالفانو ته د طالبانو د هلمند والي خبرداری: که کوم مخالف پیدا شي غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
مخالفانو ته د طالبانو د هلمند والي خبرداری: که کوم مخالف پیدا شي غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو
100%

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور په بدخشان کې په یوې دستار بندۍ کې خبرداری ورکړی، چې که کوم مخالف پیدا شي، نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دمګړۍ څو وسله‌والې جبهې د طالبانو پر ضد فعالې دي.

امان‌الدین منصور د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې په دستار بندۍ مراسمو کې په بهر د خپل نظام مخالفین د هېواد پر ضد پر تبلیغاتو او توطیې تورن کړل او له خلکو یې وغوښتل چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.

امان‌الدین منصور زیاته کړه: «ټول خلک متوجه واوسئ؛ د اسلام او دین هغه دښمنان چې په بهر کې دي او د دغې خاورې د امنیت پر ضد تبلیغات او توطیې کوي او غواړي د خلکو اذهان ګډوډ کړي، پر دې باید ښه پوه شي، چې د مجاهدینو په عقیده او افکارو کې بدلون نه‌راغلی».

په داسې حال کې چې، دمګړۍ څو وسله‌والې جبهې د طالبانو پر ضد پر خپلو فعالیتونو بوخت دي امان‌الدین منصور ویلي: «که په مقابل کې بغاوتګر، اعتشاشګر، دښمن او مخالف پیدا شي، [مخالفین] باید پر دې پوه شي، چې بیا هم موږ هماغه مجاهدین او همدا غرونه او همدا خاوره به یو. موږ به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو».

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کرکېلې او همداراز د سرو زرو د کانونو د اېستنې په تړاو د ځايي طالبانو تر منځ درز رامنځته شوی او ځايي اوسېدونکي هم د سرو زرو د کانونو د کېندنې د څرنګوالي په اړه خپله شدیده نارضایتي څرګنده کړې او څو ځلي یې لاریونونه هم کړي، خو د طالبانو له لوري په ډېرې سختۍ سره ځپل شوي دي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په هرات کې د طالبانو د محتسبانو پر «افراطي چلند» نیوکه کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
د افغانستان د شیعه علماوو شورا په هرات کې د طالبانو د محتسبانو پر «افراطي چلند» نیوکه کړې
100%

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د هرات ولایت د جبرییل ښارګوټي وروستیو پېښو په غبرګون کې د طالبانو د امر بالمعروف له محتسبانو غوښتي چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال د اسلامي شریعت، د ټولنې دودونه او د اسلامي مذاهبو فقهي احکام په پام کې ونیسي او له افراطي چلندونو ډډه وکړي.

د دغې شورا په اعلامیه کې، چې د غبرګولي په ۲۰مه خپره شوې، د هرات وروستۍ پېښې «ناخوښې» بلل شوي او ویل شوي چې دا وضعیت د خلکو او هېواد د خیر غوښتونکو لپاره د اندېښنې وړ دی.

د شورا اشاره هغو ښځو ته ده چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري په هرات کې د دې ډلې له ټاکل شوي حجاب څخه د سرغړونې په تور نیول شوې دي. شورا ویلي چې محتسبانو یادې ښځې خپلو ځانګړو مرکزونو ته لېږدولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هرات کې طالب چارواکو د حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي وو.

د شیعه علماوو شورا د جبرییل ښارګوټي د اعتراضونو پر مهال رامنځته شوی تاوتریخوالی هم غندلی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو کولای شول د زور له کارولو پرته د معترضینو غونډه اداره کړي، څو وضعیت تاوتریخوالي ته ونه رسېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې محتسبان باید د خلکو د احساساتو له پارولو او افراطي چلندونو څخه ډډه وکړي او خپلې چارې د ټولنیزو او دیني ارزښتونو په رڼا کې پرمخ یوسي.

شورا همداراز له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو کسانو غوښتي چې په ورته حالاتو کې د عقلاني مدیریت له لارې د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو چارو په مټ ستونزې حل کړي.

په اعلامیه کې یوه بله موضوع هم یاده شوې او ویل شوي چې ځینو کسانو د دغو پېښو په تړاو د افغانستان د شیعه علماوو شورا په نوم څرګندونې کړې دي، خو شورا ټینګار کړی چې په هرات کې د «جبرییل او شاوخوا سیمو د علماوو شورا» په نوم کومه رسمي استازولي نه لري او د دغو کسانو څرګندونې د شورا رسمي دریځ نه ګڼل کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس په هرات کې د «جبرییل د علماوو شورا» د دوو غړو ویډیو خپره کړه. په دغه ویډیو کې یادو کسانو معترضین «مغرض» بللي او ادعا یې کړې چې هغوی د مخالفو لوریو تر اغېز لاندې اعتراضونو ته راوتلي دي.

د ویډیو په یوه برخه کې یو تن وايي چې «د افغانستان د شیعه ولس په استازیتوب» دغه اعتراضونه غندي، خو د افغانستان د شیعه علماوو شورا د خپلې وروستۍ اعلامیې له لارې له دغو څرګندونو سره هر ډول تړاو رد کړی دی.