• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې پر نجونو د موټربرید د عامل د «تثبیت» خبر ور کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې د پلازمېنې په شپږمه حوزه کې پر نجونو د موټر برید عامل، چې څو تنې یې ټپي کړې، تثبیت شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي. خالد ځدراڼ ویلي، چې د ټپي شویو نجونو روغتیايي وضعیت ډاډ وړ دی.

خالد ځدران د پنجشنبې په ورځ، پر اېکس لیکلي چې ټپیانې شوې نجونې سملاسي روغتون ته لېږدول شوې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

ځدران ویلي، د پېښې عامل تثبیت شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دغه پېښه د څار په کمرو کې ثبت شوې ده او ښکاري چې یو موټر په چټکۍ سره پر پېغلو نجونو برید کوي او څو تنې پر ځمکه غورځي.

وړاندې عیني شاهدانو ویلي و چې موټر نمبر پلیټ نه درلود او ښیښې یې تورې وې.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې افغانې ښځې: طالبانو د ښځو د سینګار کتلو لپاره ښځینه کارکوونکې ګومارلې دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
په هرات کې افغانې ښځې: طالبانو د ښځو د سینګار کتلو لپاره ښځینه کارکوونکې ګومارلې دي
100%

افغان ښځې وایي چې د طالبانو د حجاب اړوند نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او په سخته ګرمي کې بشپړ حجاب اخېستل خورا سخت دي. دغو ښځو انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د ښځو د مخونو او سینګار کتلو لپاره ښځې ګومارلې دي.

افغان ښځې وایي چې د طالبانو له لوري د ښځو د جامو او حجاب په اړه د نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او هغه محدود لاریونونه چې د دې مقرراتو پر ضد شوي، د واکمنو چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

تېره اونۍ د هرات ولایت طالب چارواکو ښځو ته خبرداری ورکړی و چې له کور څخه د وتلو پر مهال باید د خپل بدن «هره برخه» پټه کړي او د دې اصولو د نه مراعاتولو په صورت کې به زغم ونه شي.

د سې‌شنبې په ورځ په هرات کې د ښځو د حقونو د ملاتړ یو لاریون د طالبانو امنیتي ځواکونو وځاپه. په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالب جنګیالي د معترضینو بر لور مخامخ ډزې کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه یو تن، چې یو هلک و، وژل شوی دی.

عیني شاهدان وایي چې اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو هڅه وکړه هغه ښځې ونیسي چې د اجباري جامو له مقرراتو سره یې مخالفت کاوه. راپورونه وایي چې لږ تر لږه ۳۰ ښځې نیول شوې دي.

وسله وال طالبان، د امر بالمعروف مامورین او ښځینه کارکوونکې د هرات په هر کونج کې ښځې پلټي
100%
وسله وال طالبان، د امر بالمعروف مامورین او ښځینه کارکوونکې د هرات په هر کونج کې ښځې پلټي

ما خوب لیدلی و چې طالبان مې تښتوي

۲۳کلنې امینې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم بدل شوی، له «انډیپنډنټ» سره په خبرو کې ویلي، خوب یې لیدلی و چې د طالبانو پولیس یې د بشپړ حجاب نه اغوستلو له امله تښتوي.

هغې وویل: «له خوبه په ویره او خولو راویښه شوم. زموږ په سیمه کې شاوخوا ۱۵ یا ۱۶ ښځې د طالبانو د تش په نامه امر بالمعروف محتسبانو له خوا د نویو مقرراتو د ماتولو په تور نیول شوې دي».

امینې، چې د تور رنګه بشپړې چادرۍ انځور یې هم ښودلی، وویل: « اوس په بازارونو کې ګوري چې ولې ښځې لاسماغي او جراب نه اغوندي او که د حجاب له منځه د پوستکي یوه کوچنۍ برخه هم ښکاره وي، پوښتنې ترې کوي».

د هغې په وینا، د جوماتونو او کوڅو له لارې خلکو ته خبر ورکړل شوی چې ښځې به نور له بشپړ پوښښ پرته او سینګار شوې په عامه ځایونو کې د تګ اجازه ونه لري.

اعتراض کوونکو ویلي چې طالبان حتا هغه ښځې هم په نښه کوي چې له وړاندې یې د مخ او بدن بشپړ پوښښ مراعات کړی و.

طالبان وایي چې د اسلامي شریعت د تفسیر له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

په ۴۰ درجې ګرمي کې هم خوندي نه یو

که څه هم طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې له ډېرو عامه ځایونو منع کړې دي، خو په لویو ښارونو لکه کابل کې یې کله ناکله ښځو ته د حجاب یا ټکري په اغوستلو د وتلو اجازه ورکوله.

خو اوس د هرات ښځې وایي چې طالبان غواړي ښځې لاسماغي، جرابې او داسې ماسک واغوندي چې ان سترګې یې هم پټې کړي.

امینه وایي: « اوس په ښار کې ۴۰ درجې ګرمي ده او په دې کې په چادري کې ګرځېدل ډېر سخت دي. خو بیا هم خوندي نه یو، ځکه ان حجاب لرونکې نجونې هم نیول کېږي. زموږ لپاره دا رښتینی دوزخ دی».

هغې زیاته کړه: « که زما د ګوتې یا د سترګو یوه کوچنۍ برخه هم ښکاره شي، زندان ته مې اچوي».

دا مقررات د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا عملي کېږي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د حجاب د حکم پر ضد د اعتراضونو لومړني راپورونه «اوازې» بللې وې.

وزارت ویلي: «حجاب یو الهي حکم دی او موږ مکلف یو چې هغه عملي کړو».

یوې بلې ښځې، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ښځو د جامو څارنه په هرات کې لا زیاته شوې ده.

هغې وویل: «وسله وال طالبان، د امر بالمعروف مامورین او ښځینه کارکوونکې د هرات په هر کونج کې ښځې پلټي».

هغې زیاته کړه: « د ښځو د سینګارکتلو لپاره ښځې ګومارل شوې دي او حتا هغه ښځې هم چې کومه سرغړونه نه کوي، نیول کېږي او په موټرو کې اچول کېږي».

امینې ویلي چې کورنۍ یې هغې او یوې ملګرې ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي، ځکه د نیول کېدو وېره شته.

هغې وویل: «د یوې ملګرې خپلوانو د خپلې لور د خوشې کولو لپاره دا اونۍ ۱۳ زره افغانۍ ورکړې دي».

امینې دا کار «قانوني شوې تښتونه» وبلله او ویې ویل: « طالبان په ښکاره د ښځو د نه نیولو په بدل کې پیسې غواړي».

امینه وایي: « اوس په ښار کې ۴۰ درجې ګرمي ده، او په دې کې په چادري کې ګرځېدل ډېر سخت دي. خو بیا هم خوندي نه یو، ځکه ان حجاب لرونکې نجونې هم نیول کېږي. زموږ لپاره دا رښتینی دوزخ دی».
100%
امینه وایي: « اوس په ښار کې ۴۰ درجې ګرمي ده، او په دې کې په چادري کې ګرځېدل ډېر سخت دي. خو بیا هم خوندي نه یو، ځکه ان حجاب لرونکې نجونې هم نیول کېږي. زموږ لپاره دا رښتینی دوزخ دی».

د طالبانو او نړیوالو سازمانونو غبرګون

د طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسینی ویلي چې پولیس «د عامه امنیت د ګډوډولو پر وړاندې جدي، شرعي او اصولي چلند» کوي.

هغه ادعا کړې چې یو شمېر «بلواګر» د حجاب د موضوع په پلمه راټول شوي وو او د عامه نظم د ګډوډولو هڅه یې کوله.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو وضعیت «په ډېر لنډ وخت کې تر کنټرول لاندې راوست».

په داسې حال کې چې افغانستان له پاکستان سره دنښتو شاهد دی، طالبانو د ښځو د لا زیاتې انزوا او له عامه ژوند څخه د هغوی د ایستلو هڅې چټکې کړې دي.

د بشري حقونو سازمانونه اندېښنه لري چې په هرات کې دغه محدودیتونه به کابل او نورو لویو ښارونو ته هم وغځېږي او راپورونه وایي چې طالب چارواکي د خلکو د نیولو لپاره کور په کور پلټنې هم کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي ویلي چې روان وضعیت باید اروپایي کمېسیون دې ته وهڅوي، چې له طالبانو سره په بروکسل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او ایستلو په اړه وړاندیز شوې خبرې لغوه کړي.

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱
د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي
100%

سرچینې وایي چې په استانبول کې شوې غونډه، چې مشري یې طالبانو ته نږدې سیاستوال جعفر مهدوي او پاکستانی سیاستوال مشاهد حسین کوله، ښو پایلو ته رسېدلې ده. د سرچینو په وینا، دا غونډه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره د راتلونکو اونیو د مذاکراتو پیلامه بلل کېږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، پاکستان او طالبانو د دې غونډې له پایلو غیر رسمي هرکلی کړی او وایي چې دا ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره یو مهم بنسټ جوړوي.

تنظیموونکو ویلي چې طالبانو تر اوسه له پاکستان سره د خبرو لپاره مناسبه زمینه نه وه برابره کړې او دا غونډه به هغه تشه ډکه کړي.

په غونډه کې د تاوتریخوالي کمولو، د لارو د بیا پرانیستلو، د طبي ویزو بیا پیل، د سوداګرو تګ راتګ او د تحصیلي ویزو د صادرولو په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه د امنیتي همکارۍ یو ګډ میکانیزم هم مطرح شوی چې د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په اړه به دواړه لوري معلومات شریکوي او عملي اقدامات به همغږي کوي.

د مهاجرینو په اړه هم هوکړه شوې چې د نړیوال مهاجرت سازمان تر څار لاندې او د نړیوالو میثاقونو پر بنسټ به چارې پر مخ وړل کېږي.

سرچینې وایي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې په راتلونکو اونیو کې به د دواړو لوریو رسمي پلاوي د عملي جزئیاتو او میکانیزمونو په اړه خبرې وکړي، که څه هم د پلاویو کچه لا نه ده مشخصه شوې.

ویل کېږي چې د ترکیې په وړاندیز د خبرو له جوړښت سره کابل او اسلام‌اباد دواړو موافقه کړې ده.

د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۲۰۲۵ له وروستیو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د شخړو او نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

په همدې موده کې د کرښې په اوږدو کې بریدونو او نښتو خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي دي. په تازه پېښه کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

په هرات کې د طالبانو محتسبانو د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
په هرات کې د طالبانو محتسبانو د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي
100%

له هرات څخه سرچینې وایي چې د طالبانو د «امر بالمعروف» محتسبانو په دغه ښار کې د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي. د سرچینو په وینا، په مراسمو کې لسګونه ښځې وې او طالبانو هڅه کړې چې یو شمېر ښځې د موسیقۍ خپرولو په تور ونیسي، خو د ګډونوالو د کورنیو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، کله چې د کورنیو له مقاومت سره مخ شول، طالبان په پای کې د ښځو له نیولو تېر شول.

سرچینې زیاتوي چې طالب مامورانو د مراسمو له تنظیموونکي څخه لیکلې ژمنه هم اخیستې چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول موسیقي نه خپروي.

د هرات اوسېدونکي وایي چې طالبانو په دغه ښار کې د ښځو د نیولو پراخه لړۍ پیل کړې ده، چې له امله یې په خلکو کې سخت وېره او وحشت خپور شوی دی.

همدارنګه ویل کېږي چې د سې‌شنبې په ورځ د هرات د جبرییل سیمې د اوسېدونکو اعتراضیه غونډه د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي او ډزو سره مخ شوې.

د راپورونو له مخې، د طالبانو په ډزو کې یو تنکی ځوان وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو له لاریونونو وروسته په هرات کې د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱
طالبانو له لاریونونو وروسته په هرات کې د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته کړې
100%

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د دغه ولایت د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره یې د عامه پوهاوي، «واقعیتونو رسنیز کولو» او د خلکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په تړاو ناسته کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې یې له رسنیزو فعالانو سره په ناسته کې د فرهنګي ارزښتونو په عامولو، د بومي هویت په ساتنه او د ټولنې د لاسته راوړنو په اړه خبرې شوي دي.

طالبانو پر داسې مهال د هرات د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته کړې، چې تېره ورځ د افغانستان د رسنیو ملاتړ ادارې ویلي و چې دې ډلې د هرات خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که له جلا وطنه رسنیو سره د اعتراضونو په تړاو ویډیوګانې او خبرونه شریک کړي، له مرګ سره به مخامخ شي.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې د حجاب په پلمه د ښځو نیولو او د یاد اقدام په غبرګون کې د ولسي لاریونوالو د ځورلو د راپورونو د خپریدو د مخنیوي او د یادې مسالې د ارامولو په تړاو د هرات له دیني عالمانو، قومي مشرانو او خبریالانو سره جلا جلا ناستې کړې دي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي
100%

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د دغه هېواد د غلو (غنم او اوړو) د صادراتو حجم د ۲۰۲۵کال له سپتمبر څخه د۲۰۲۶ کال تر می میاشتې پورې ۱۲،۲ میلیونه ټنوته رسېدلی. افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي.

د قزاقستان د رېل پټلۍ شرکت د معلوماتو له مخې، ، دغه حجم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې ودې اصلي لاملونه د منځنۍ اسیا دودیز واردوونکي هېوادونه او افغانستان دي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه ډېر شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

دغه راز ازبکستان ته د یاد هېواد صادرات ۳۸زیات شوي او له ۳،۶ میلیونه ټنو څخه ۵میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

قرغیزستان ته هم د قزاقستان د اوړو او غنمو صادرات له ۳۱۲زره ټنو څخه ۴۷۴ زره ټنو ته لوړ شوي او ترکمنستان ۱۹۷ زره ټنه غله وارد کړې ده، چې دا د تېر کال د ۱۳۷ زره ټنو په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

افغانستان هر کال شاوخوا ۳،۵تر ۳،۷ میلیونه ټنه غلې (په ځانګړي ډول غنم او اوړو) واردولو ته اړتیا لري، چې ستره برخه یې له قزاقستان نه واردیږي.

طالبانو د غلو دانو په برخه کې د غنمو پر وارداتو تمرکز ډېر کړی او وايي، چې په دې سره په کوردننه د غلو دانو زېرمه کول اسانه کیږي او د اوړو فابریکې هم ورسره فعالیږي.