یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم

په هرات کې د طالبانو لهخوا «د بېحجابۍ» په تور د نیول شویو ښځو له ډلې یوه مېرمن وایي، که څه هم «شرعي حجاب» یې اغوستی و؛ خو بیا هم طالبانو نیولې، دوه ورځې او یوه شپه یې په بند کې ساتلې وه. دغه مېرمنې په ژړغوني غږ ویلي، چې په زندان کې «شکنجه» شوې ده.
