• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق اداره وایي چې د دې ادارې ځواکونو په ډیټرایټ ښار کې هغه افغان وګړی نیولی چې د جنسي جرمونو په ګډون په څو قضیو کې محکوم او د امریکا څخه د اخراج پرېکړه پرې شوې وه. دغه افغان هڅه کوله چې کاناډا ته لاړ شي خو د کاناډا ځواکونو اجازه نده ورکړې.

یاده اداره وایي، نیول شوی کس محمد فرهاد شریفي نومېږي، چې د جنسي جرمونو او تاوتریخوالي په څو قضیو کې محکوم او تر عدلي تعقیب لاندې و.

د ادارې په وینا، نوموړی په ۲۰۲۵ کال کې د حیواني جنسي ناوړه چلند په تور محکوم شوی و، او په ۲۰۲۶ کال کې بیا د جنسي تېري او د سخت بدني زیان اړولو په قصد د برید په تورونو نیول شوی و.

په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړی د افغانستان اصلي وګړی دی او د ۲۰۲۶ کال له مخې پرې د امریکا د اخراج وروستۍ پرېکړه هم صادره شوې وه.

د راپور له مخې، شریفي د ډیټرایټ–وینډزر تونل له لارې کاناډا ته د داخلېدو هڅه کوله، خو د کاناډا چارواکو له خوا ورته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه، او وروسته د امریکایي چارواکو له لوري ونیول شو.

اداره زیاتوي چې دا ډول اقدامات د عامه امنیت د خوندیتوب او د کډوالۍ د قوانینو د تطبیق برخه ده.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۵

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

•
•
•

نور کیسې

د بشري مرستو نړیوال بنسټ: د طالبانو او پاکستان اړیکې د باور پر بنسټ پیاوړې کېږي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
د بشري مرستو نړیوال بنسټ: د طالبانو او پاکستان اړیکې د باور پر بنسټ پیاوړې کېږي
100%

د بشري مرستو نړیوال بنسټ (ایچ.ایچ.ایچ) مشر بُلنت ییلدیرم وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د «ټریک ۱،۵» د خبرو دویمه ناسته په رغنده او صمیمي فضا کې پای ته رسېدلې او دا یې د دواړو لوریو ترمنځ د باور جوړونې او سولې په لور یو مهم ګام بللی دی.

بُلنت ییلدیرم په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا خبرې اترې په «رغنده او صمیمي فضا» کې ترسره شوې.

ییلدیرم زیاته کړې چې د دې خبرو موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د باور فضا رامنځته کول او په سیمه کې د سولې ټینګښت دی.

هغه ویلي:«هیله لرم دا مهم ګام چې د دغو دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د باور د زیاتېدو او د سیمې د سولې لپاره اخیستل شوی، د ښه راتلونکي زیری شي.»

د راپورونو له مخې، دا ډول «ټریک ۱،۵» ډیالوګونه عموما د رسمي او غیررسمي ګډونوالو په ګډون ترسره کېږي چې موخه یې د شخړو د کمولو او ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کولو لپاره غیرمستقیم بحثونه وي.

شکریه بارکزۍ: د ښځو خپلسري نیول او پر سوله ییزو لاریونونو بریدونه د منلو وړ نه دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۲ GMT+۱
شکریه بارکزۍ: د ښځو خپلسري نیول او پر سوله ییزو لاریونونو بریدونه د منلو وړ نه دي
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د طالبانو له خوا د ښځو خپلسري نیول او پر سوله ییزو لاریونوالو بریدونه په کلکه غندلي او دا کړنې یې د نه منلو وړ بللې دي. هغې ویلي چې د افغان ښځو ځپنه او د هغوی د غږ خاموشه کول به وضعیت نور هم خراب کړي.

بارکزۍ په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې افغان ښځې د کوم ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوي، بلکې یوازې خپل بنسټیز او انساني حقونه غواړي. د هغې په وینا، د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوازې د خواخوږۍ او همغږۍ څرګندول بسنه نه کوي او باید عملي اقدامات وشي.

د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د نړیوالې ټولنې پر دریځ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په اوسني وضعیت کې یوازې په کلمو کې د یووالي ښودل کافي نه دي. هغې زیاته کړه چې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د حساب ورکوونې د یو روښانه میکانیزم جوړولو او دوامداره عملي ګامونو پورته کولو ته جدي اړتیا ده.

شکریه بارکزۍ په داسې حال کې دا غبرګون ښودلی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسرو نیونو او پر هغوی د فشارونو راوړلو راپورونه یو ځل بیا زیات شوي دي. د ښځو د حقونو فعالان وایي چې د طالبانو دغه ډول سختدریځې تګلارې د ښځو ټولنیز او شخصي ژوند په بشپړ ډول اغېزمن کړی دی.

په هرات ولایت کې د ښځو د اعتراضونو ځپلو او د طالبانو له خوا د هغوی نیولو په نړیوالو رسنیو کې هم پراخ انعکاس موندلی دی. په هرات کې یو شمېر ښځو ویلي چې د طالبانو له خوا د حجاب په پلمه نیول شوې او په زندانونو کې شکنجه شوې دي، چې دې چارې د هغوی په ورځني ژوند کې د وېره او د وحشت فضا رامنځته کړې ده.

یو روسي وګړی پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰ زره روبل جریمه شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
یو روسي وګړی پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰ زره روبل جریمه شوی
100%

د روسیې یوې محکمې یو ځايي اوسېدونکی پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰ زره روبل جریمه کړی دی. دغه ۱۹ کلن ځوان چې «یګور اې» نومېږي، په یوې ټولنیزه شبکه کې د یوه خبر په کمنټ کې طالبانو ته سپکې سپورې ویلې وې. محکمې ویلي، دغه ډول څرګندونې د «روسیې او افغانستان تر منځ دښمني» راپاروي.

د «اوستوروزنو نووستي» خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه راپور کې ویلي، د «روستوفنادونو» د «اکتیابرسکي» سیمې محکمې د تېرې جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه)د «یګور اې» په نوم یوه ۱۹ کلن ځوان پر طالبانو د نیوکو له امله ۱۰زره روبله جریمه کړی دی.

راپور زیاتوي، یاد ځوان د روسیې په «VKontakte» ټولنیزه شبکه کې د دغه خبر: «طالبان به روسیه له انارو، ممیزو، کوکا کولا، قالینو او پنبې څخه ډکه کړي»، په کمنټ کې لیکلي وو: «دوی په روسیه کې څه ګند کوي، وحشیان».

د محکمې د پرېکړې له‌مخې، دغه ډول څرګندونې «د روسيې فدراسیون او د افغانستان د ولسونو ترمنځ دوښمني» راپاروي.

دغه ځوان تر دې مخکې هم په ټولنیزو شبکو کې د بېلابېلو خبرونو او په ځانګړې توګه د کډوالو اړوندو خبرونو په کمنټونو کې «د کډوالو د وژلو او د هغوی ملکیتونو ته د زیان رسولو» تبلیغ هم کاوه.

د «یګور اې» په نوم دغه ۱۹ کلن ځوان په محکمه کې خپل جرم منلی او پښېماني یې ښودلې ده.

تر دې مخکې په روسیه کې خلک له طالبانو د ملاتړ له امله محاکمه کېدل؛ لکه د خبریالې «نادیژدا کیورکووا» پر وړاندې د ترهګرۍ د توجیه کولو په دوسیه کې، یو تور دا وو، چې هغې په ۲۰۲۱ کال کې په کنایوي ډول لیکلي وو: «طالبان تکړه دي».

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له نورو محدودیتونو سربېره پر افغان نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه ولګول او په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان «له ترهګرۍ سره په مبارزه کې متحدین» وبلل. د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې، مسکو لومړی هېواد وو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل او دغه ډله یې د ترهګرۍ سازمانونو له نوملړ څخه واېستله او په مسکو کې یې د هغوی سفیر هم ومانه.

شاوخوا ۲ اونۍ مخکې، روسیې او طالبانو د نظامي-تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړ، خو لا تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزییات نه‌دي خپاره شوي.

طالبان: افغانستان کې د ماین‌پاکۍ د معلوماتو د ثبت نوی انلاین سیسټم فعال شو

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
طالبان: افغانستان کې د ماین‌پاکۍ د معلوماتو د ثبت نوی انلاین سیسټم فعال شو
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو سره د مبارزې امادګۍ اداره وایي، چې د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام د معلوماتو د ثبت انلاین سیسټم د لومړي ځل لپاره فعال شوی او له مخې یې د ماینونو او ناچاوده توکو اړوند معلومات، سروې او د پاکولو بهیر په معیاري او ډیجیټلي ډول مدیریت کېږي.

دغه ادارې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام د معلوماتو د ثبت انلاین سیسټم د فعالېدو چارې د لومړي ځل لپاره پیل شوې دي.

اداره وایي، دا پروسه د دې ادارې او د جنیوا د بشردوستانه ماین‌پاکۍ نړیوال مرکز په همکارۍ او د یوه هوکړه‌لیک له مخې عملي شوې ده، چې د یاد مرکز له مالي ملاتړ سره د معلوماتو د ثبت پخوانی سیستم له «ان جي» څخه «کور» ته لېږدول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا سیسټم د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پلي کېږي او هدف یې د ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو ثبت، د سروې او پاکولو عملیاتو مدیریت، د جغرافیایي معلوماتو په سیستم (جي اي اېس) کې د معلوماتو ښودل، احصایوي تحلیل او د ادارو ترمنځ د معلوماتو شریکول دي.

اداره زیاتوي چې دغه نوی سیستم کولای شي د معلوماتو د ثبت او مدیریت په برخه کې شفافیت لوړ کړي او د سرغړونو کچه راکمه کړي.

په همدې حال کې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ویلي چې دا مهال د ماین‌پاکۍ د ځینو همکارو موسسو لکه د افغان ماین‌پاکۍ اداره (ډافا) او د ډنمارک د کډوالو شورا (ډي ار سي) کارکوونکو ته د دې سیستم د کارولو په اړه ازمایښتي روزنه ورکول کېږي.

د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم‌خېل ویلي چې دا سیستم تر دې وړاندې په نورو هېوادونو کې هم کارول شوی.

هغه ویلي:«دا سیستم له مخکې په نورو هېوادونو کې فعال شوی و، او د دې ریاست د هڅو په پایله کې په افغانستان کې هم عملي کېږي او د جنیوا د نړیوال مرکز له خوا تمویلېږي.»

په ورته وخت کې د روزنیز پروګرام ګډونوالو د دې نوښت هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا سیستم به د ماین‌پاکۍ په چارو کې د کار د اغېزمنتیا او همغږۍ کچه لوړه کړي.

نرګس نهان: افغانستان د ښځو لپاره د ځمکې پر مخ په «دوزخ» بدل شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۱
نرګس نهان: افغانستان د ښځو لپاره د ځمکې پر مخ په «دوزخ» بدل شوی
100%

د جمهوریت پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وایي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې یوازې د خپل جنسیت له امله له تبعیض، دوامدار نفرت او بې‌پایانه ظلم سره مخ دي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د هغوی غږ شي او د حساب غوښتنه روانه وساتي.

نرګس نهان په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې افغانستان په حقیقت کې د ښځو او نجونو لپاره د «ځمکې پر مخ د دوزخ» په بڼه بدل شوی دی.

نرګس نهان زیاته کړې چې ښځې او نجونې یوازې د خپل جنسیت له امله له تبعیض، دوامدار نفرت او بې‌پایانه ظلم سره مخ دي.

هغې ویلي:«تر ټولو کوچنی کار چې کولی شو دا دی چې د هغوی غږ شو، نړۍ د هغوی له وضعیت خبر کړو او د طالبانو پر وړاندې د حساب غوښتنه روانه وساتو، څو دا وضعیت عادي نه شي.»