د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: طالبانو په هرات کې پر مظاهرهچیانو له حده ډېر زور کارولی
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د جون په ۹مه په هرات ښار کې پر مظاهرهچیانو له حده زیات زور کارولی دی.
یاد سازمان ویلي، چې د طالبانو ځواکونو کورونه تلاشي کړي، موبایلونه یې پلټلي او هغه کسان یې نیولي، چې د لاریون ویډیوګانې یې لرلې.
د راپور له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو مظاهرهچیان وهلي او پر خلکو یې ډزې کړې دي، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او نور کسان ټپیان شوي دي او نامعلوم شمېر کسان نیول شوي دي.
د بشري حقونو څېړونکې فرشته عباسي ویلي، « طالبان له هر ډول مخالفت څخه وېره لري او د بیان د ازادۍ او نورو اساسي حقونو پر ضد خپل فشارونه زیاتوي».
هغې زیاته کړې چې باید خلکو ته اجازه ورکړل شي چې په سولهییز ډول اعتراض وکړي، پرته له دې چې د تاوتریخوالي یا نیونې له وېرې سره مخ شي.
یاد سازمان د یوې ګډونوالې له قوله ویلي چې امنیتي ځواکونو له لاریون وړاندې سړکونه تړلي وو څو خلک راټول نه شي. هغې ویلي، « په پیل کې ارام و، خو وروسته چې طالبانو خلک ووهل او ټېل یې وهل، وضعیت خراب شو. کله چې خلک زیات شول، ډزې پیل شوې او ځینو کسانو ډبرې وار کړې».
ایراني چارواکي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري له ۳،۲ میلیارده ډالرو زیاته شوې، خو له افغانستان نه یې واردات د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دي. د ایران د دوغارون بندر یوه چارواکي وویل، چې د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي اتحادیې سره د ایران له تجارت ډېر دی.
د ایران د دوغارون بندر عمومي مدیر محمد رضا مودودي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران او افغانستان ترمنځ ټول تجارت له ۳ میلیارد ډالرو څخه زیات دی، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې د دوغارون له لارې ترسره کېږي.
هغه وویل چې ایران افغانستان ته د ۳،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري، خو له افغانستان څخه واردات له ۳۰ میلیونو ډالرو کم دي، چې دده په وینا، دا د ایران لپاره مثبت سوداګریز انډول دی.
هغه وویل د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي اتحادیې سره د ایران له تجارت څخه هم زیات دی او حتا د اوراسیا اقتصادي اتحادیې ته د صادراتو په پرتله هم لوړ دی. د هغه په وینا، افغانستان د ایران لپاره له عراق وروسته د صادراتو تر ټولو متنوع بازار دی.
مودودي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې د دوغارون سیمې د ترانزیټ ظرفیت له ۳ څخه ۵ میلیونه ټنو ته لوړ شوی او د «سیتی سوخت» په نوم پروژه چې د افغانستان د ۲،۵ میلیارده ډالرو اړتیا پوره کوي، یوه مهمه پروژه ده . دده په وینا، په دې پروژه کې د پانګونې لپاره ۳۰ ایراني او افغان شرکتونه جذب شوي دي.
افغان ښځې وایي چې د طالبانو د حجاب اړوند نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او په سخته ګرمي کې بشپړ حجاب اخېستل خورا سخت دي.
دغو ښځو انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د ښځو د مخونو او سینګار کتلو لپاره ښځې ګومارلې دي.
افغان ښځې وایي چې د طالبانو له لوري د ښځو د جامو او حجاب په اړه د نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او هغه محدود لاریونونه چې د دې مقرراتو پر ضد شوي، د واکمنو چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ د هرات ولایت طالب چارواکو ښځو ته خبرداری ورکړی و چې له کور څخه د وتلو پر مهال باید د خپل بدن «هره برخه» پټه کړي او د دې اصولو د نه مراعاتولو په صورت کې به زغم ونه شي.
که څه هم طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې له ډېرو عامه ځایونو منع کړې دي، خو په لویو ښارونو لکه کابل کې یې کله ناکله ښځو ته د حجاب یا ټکري په اغوستلو د وتلو اجازه ورکوله.
خو اوس د هرات ښځې وایي چې طالبان غواړي ښځې لاسماغي، جرابې او داسې ماسک واغوندي چې ان سترګې یې هم پټې کړي.
امینه وایي: « اوس په ښار کې ۴۰ درجې ګرمي ده او په دې کې په چادري کې ګرځېدل ډېر سخت دي. خو بیا هم خوندي نه یو، ځکه ان حجاب لرونکې نجونې هم نیول کېږي. زموږ لپاره دا رښتینی دوزخ دی».
هغې زیاته کړه: « که زما د ګوتې یا د سترګو یوه کوچنۍ برخه هم ښکاره شي، زندان ته مې اچوي».
دا مقررات د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا عملي کېږي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د حجاب د حکم پر ضد د اعتراضونو لومړني راپورونه «اوازې» بللې وې.
وزارت ویلي: «حجاب یو الهي حکم دی او موږ مکلف یو چې هغه عملي کړو».
یادې نجونې له ځانونو سره ځینې لیکلي شعارونه لري او وايي، حجاب د ښځو عزت دی.
د یاد لاریون یوه ګډونواله وايي:«هر څوک چې حجاب کوي، له هرې بلا به په امان وي او له ټولو ګناهونو به لرې وي او هغوی چې حجاب نه کوي هم خپله ګناه کوي او هم هغوی چې سترګې یې ور اوړي ګناهګاره کېږي».
یادو لاریونوالو په هرات کې د طالبانو لهخوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو اقدام ستایلی دی او د طالبانو پر ضد د هرات د جبریل ولسوالۍ د خلکو لاریون یې غندلی دی.