د سرچینو په وینا، د دغو غونډو اصلي موخه په راتلونکو ورځو کې د احتمالي اعتراضونو مخنیوی او د خلکو د نارضایتۍ د پراخېدو کنټرول و.
دا لیدنې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د هرات د جبرییل ښارګوټي اوسېدونکو د سېشنبې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ. دغه اعتراض وروسته د طالبانو د ځواکونو له مداخلې سره په تاوتریخوالي واوښت.
سرچینې وایي چې د طالبانو والي له مخورو کسانو غوښتي څو خلکو ته تشریح کړي چې حجاب «یو شرعي حکم» دی او باید رعایت شي.
هغه همداراز له سیمهییزو مشرانو، د ګذر وکیلانو او پخوانیو جهادي قوماندانانو غوښتنه کړې چې د ټاپي پروژې، د صنعتي ښارګوټي د پراختیا او په هرات کې د پراختیايي پروګرامونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي ویلي: «د هرات د خلکو له شأن سره نه ښایي چې د افغانستان خلک ووایي چې د هرات اوسېدونکو د حجاب د حکم پر ضد لاریون کړی دی.»
هغه ادعا کړې چې د دغو اعتراضونو تر شا «مغرض کسان» ولاړ دي چې د ده په وینا له «الهي احکامو» سره ستونزه لري.
په ورته وخت کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس هم د هرات د والي او د «پخوانیو مجاهدینو او د ولایت د مخورو» ترمنځ د لیدنې خبر تایید کړی دی.
خو باختر په خپل راپور کې تر ډېره د اقتصادي پروژو او پراختیايي پروګرامونو په اړه د والي پر څرګندونو تمرکز کړی او د اعتراضونو او امنیتي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د باختر د راپور له مخې، د هرات والي ویلي چې «اسلامي امارت» د خلکو د دیني او دنیوي ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي. دغه اژانس زیاته کړې چې د غونډې په پای کې پخوانیو مجاهدینو او مخورو د طالبانو د محلي ادارې له پروګرامونو او فعالیتونو ملاتړ څرګند کړی دی.