• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱

سرچینې وایي چې په استانبول کې شوې غونډه، چې مشري یې طالبانو ته نږدې سیاستوال جعفر مهدوي او پاکستانی سیاستوال مشاهد حسین کوله، ښو پایلو ته رسېدلې ده. د سرچینو په وینا، دا غونډه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره د راتلونکو اونیو د مذاکراتو پیلامه بلل کېږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، پاکستان او طالبانو د دې غونډې له پایلو غیر رسمي هرکلی کړی او وایي چې دا ناسته د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره یو مهم بنسټ جوړوي.

تنظیموونکو ویلي چې طالبانو تر اوسه له پاکستان سره د خبرو لپاره مناسبه زمینه نه وه برابره کړې او دا غونډه به هغه تشه ډکه کړي.

په غونډه کې د تاوتریخوالي کمولو، د لارو د بیا پرانیستلو، د طبي ویزو بیا پیل، د سوداګرو تګ راتګ او د تحصیلي ویزو د صادرولو په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه د امنیتي همکارۍ یو ګډ میکانیزم هم مطرح شوی چې د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په اړه به دواړه لوري معلومات شریکوي او عملي اقدامات به همغږي کوي.

د مهاجرینو په اړه هم هوکړه شوې چې د نړیوال مهاجرت سازمان تر څار لاندې او د نړیوالو میثاقونو پر بنسټ به چارې پر مخ وړل کېږي.

سرچینې وایي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې په راتلونکو اونیو کې به د دواړو لوریو رسمي پلاوي د عملي جزئیاتو او میکانیزمونو په اړه خبرې وکړي، که څه هم د پلاویو کچه لا نه ده مشخصه شوې.

ویل کېږي چې د ترکیې په وړاندیز د خبرو له جوړښت سره کابل او اسلام‌اباد دواړو موافقه کړې ده.

د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۲۰۲۵ له وروستیو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د شخړو او نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

په همدې موده کې د کرښې په اوږدو کې بریدونو او نښتو خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي دي. په تازه پېښه کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د طالبانو محتسبانو د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
په هرات کې د طالبانو محتسبانو د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي
100%

له هرات څخه سرچینې وایي چې د طالبانو د «امر بالمعروف» محتسبانو په دغه ښار کې د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي. د سرچینو په وینا، په مراسمو کې لسګونه ښځې وې او طالبانو هڅه کړې چې یو شمېر ښځې د موسیقۍ خپرولو په تور ونیسي، خو د ګډونوالو د کورنیو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، کله چې د کورنیو له مقاومت سره مخ شول، طالبان په پای کې د ښځو له نیولو تېر شول.

سرچینې زیاتوي چې طالب مامورانو د مراسمو له تنظیموونکي څخه لیکلې ژمنه هم اخیستې چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول موسیقي نه خپروي.

د هرات اوسېدونکي وایي چې طالبانو په دغه ښار کې د ښځو د نیولو پراخه لړۍ پیل کړې ده، چې له امله یې په خلکو کې سخت وېره او وحشت خپور شوی دی.

همدارنګه ویل کېږي چې د سې‌شنبې په ورځ د هرات د جبرییل سیمې د اوسېدونکو اعتراضیه غونډه د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي او ډزو سره مخ شوې.

د راپورونو له مخې، د طالبانو په ډزو کې یو تنکی ځوان وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو له لاریونونو وروسته په هرات کې د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱
طالبانو له لاریونونو وروسته په هرات کې د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته کړې
100%

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د دغه ولایت د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره یې د عامه پوهاوي، «واقعیتونو رسنیز کولو» او د خلکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په تړاو ناسته کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې یې له رسنیزو فعالانو سره په ناسته کې د فرهنګي ارزښتونو په عامولو، د بومي هویت په ساتنه او د ټولنې د لاسته راوړنو په اړه خبرې شوي دي.

طالبانو پر داسې مهال د هرات د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته کړې، چې تېره ورځ د افغانستان د رسنیو ملاتړ ادارې ویلي و چې دې ډلې د هرات خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که له جلا وطنه رسنیو سره د اعتراضونو په تړاو ویډیوګانې او خبرونه شریک کړي، له مرګ سره به مخامخ شي.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې د حجاب په پلمه د ښځو نیولو او د یاد اقدام په غبرګون کې د ولسي لاریونوالو د ځورلو د راپورونو د خپریدو د مخنیوي او د یادې مسالې د ارامولو په تړاو د هرات له دیني عالمانو، قومي مشرانو او خبریالانو سره جلا جلا ناستې کړې دي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي
100%

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د دغه هېواد د غلو (غنم او اوړو) د صادراتو حجم د ۲۰۲۵کال له سپتمبر څخه د۲۰۲۶ کال تر می میاشتې پورې ۱۲،۲ میلیونه ټنوته رسېدلی. افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي.

د قزاقستان د رېل پټلۍ شرکت د معلوماتو له مخې، ، دغه حجم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې ودې اصلي لاملونه د منځنۍ اسیا دودیز واردوونکي هېوادونه او افغانستان دي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه ډېر شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

دغه راز ازبکستان ته د یاد هېواد صادرات ۳۸زیات شوي او له ۳،۶ میلیونه ټنو څخه ۵میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

قرغیزستان ته هم د قزاقستان د اوړو او غنمو صادرات له ۳۱۲زره ټنو څخه ۴۷۴ زره ټنو ته لوړ شوي او ترکمنستان ۱۹۷ زره ټنه غله وارد کړې ده، چې دا د تېر کال د ۱۳۷ زره ټنو په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

افغانستان هر کال شاوخوا ۳،۵تر ۳،۷ میلیونه ټنه غلې (په ځانګړي ډول غنم او اوړو) واردولو ته اړتیا لري، چې ستره برخه یې له قزاقستان نه واردیږي.

طالبانو د غلو دانو په برخه کې د غنمو پر وارداتو تمرکز ډېر کړی او وايي، چې په دې سره په کوردننه د غلو دانو زېرمه کول اسانه کیږي او د اوړو فابریکې هم ورسره فعالیږي.

په هرات کې د طالبانو والي له دیني عالمانو سره په ناسته کې د «شریعت» پر پلي کېدو ټینګار کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱
په هرات کې د طالبانو والي له دیني عالمانو سره په ناسته کې د «شریعت» پر پلي کېدو ټینګار کړی
100%

په هرات کې د طالبانو والي د دغه ولایت له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو سره په ناسته کې د بشپړ «شریعت» پر پلي کولو ټینګار کړی دی. دغه ناسته په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو له نیولو او لاریونونو وروسته شوې ده.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلام جار د هرات د دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو سره ناسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په یاده ناسته کې خبرداری ورکړی چې د شریعت احکام به له کومې استثنا پرته په ټولنه کې پلي کېږي.

په هرات کې د طالبانو والي له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو غوښتي چې د اسلامي احکامو د پلي کېدو په برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

طالبانو ویلي، د هرات دیني عالمانو ژمنه کړي، چې د شریعت په پلي کولو کې به له یادې ډلې سره همکاري وکړي.

دا ناسته پرداسې مهال شوې چې د تیرې شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شو او د طالبانو یاد اقدام د هرات د خلکو له غبرګون سره مخ شو.

ملګري ملتونه: طالبانو د هرات لاریون کوونکو پر وړاندې جنګي مهمات کارولي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: طالبانو د هرات لاریون کوونکو پر وړاندې جنګي مهمات کارولي
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق وایي، چې طالبانو په هرات کې د سوله‌ییز لاریون د ځپلو لپاره له جنګي مهماتو کار اخیستی دی. هغه په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې طالبان باید د سوله‌‌ییزو اعتراضونو پر وړاندې له هر ډول «غیر ضروري او یا نامتناسب زور کارولو» ډډه وکړي.

فرحان حق د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، ملګري ملتونه غواړي داسې فضا رامنځته کړي چې په هغه کې د افغانستان ټول وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې وکولای شي په ازاده او خوندي توګه اړینو خدمتونو او بشري مرستو ته لاسرسی ولري.

نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د ارزونې پر بنسټ وویل، په وروستیو ورځو کې په هرات کې لسګونه ښځې او نجونې د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیول شوې چې په هغوی کې د روغتیا سکتور ځینې کارکوونکې هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې شاوخوا ۳۰ ښځې د غبرګولي ۱۷مې او ۱۸مې ترمنځ په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیول شوې دي. د یوناما په وینا؛ لسګونه نورو ښځو ته یوازې شفاهي اخطار ورکړل شوی دی.

یوناما همدارنګه تایید کړې، چې یو تنکی ځوان د طالبانو د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي. دغه اداره وایي، چې د یوه بل کس د مړینې راپورونه هم تر څېړنې او تایید لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په خپلو خبرو کې د ښځو او نجونو د نیولو، تاوتریخوالي او همدارنګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.