د پاکستان په اسلاماباد ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۰ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد او مري ترمنځ پر غځېدلې لویه لار تر یوې ټرافیکي پېښې وروسته د سېلانیانو په موټر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۰ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا؛ پېښه کجوت سیمې ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو موټر له کنټروله بهر شو او له حفاظتي دېوال سره وجنګېده. تر ټکر وروسته د موټر د تېلو ټانک وچاودېده او اورلګېدنه رامنځته شوه، چې له امله یې درنه مرګژوبله واوښته.
ځایي سرچینې وایي، په دې پېښه کې ټول قربانیان د ملتان د یوې کورنۍ غړي وو. مړه شوي کسان او ټپیان د اسلاماباد پمز روغتون ته لېږدول شوي دي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل کېږي.
چارواکي وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي
