د راپور له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو مظاهرهچیان وهلي او پر خلکو یې ډزې کړې دي، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او نور کسان ټپیان شوي دي او نامعلوم شمېر کسان نیول شوي دي.
د بشري حقونو څېړونکې فرشته عباسي ویلي، « طالبان له هر ډول مخالفت څخه وېره لري او د بیان د ازادۍ او نورو اساسي حقونو پر ضد خپل فشارونه زیاتوي».
هغې زیاته کړې چې باید خلکو ته اجازه ورکړل شي چې په سولهییز ډول اعتراض وکړي، پرته له دې چې د تاوتریخوالي یا نیونې له وېرې سره مخ شي.
یاد سازمان د یوې ګډونوالې له قوله ویلي چې امنیتي ځواکونو له لاریون وړاندې سړکونه تړلي وو څو خلک راټول نه شي. هغې ویلي، « په پیل کې ارام و، خو وروسته چې طالبانو خلک ووهل او ټېل یې وهل، وضعیت خراب شو. کله چې خلک زیات شول، ډزې پیل شوې او ځینو کسانو ډبرې وار کړې».
هغې ویلي چې ځینې کسان په شا ویشتل شوي او ټپیان شوي دي.
یو ډاکټر ویلي چې درې ټپیان یې د مرمۍ له امله معالجه کړي او ملګرو ملتونو ویلي چې یو ۱۱ کلن هلک وژل شوی دی.
یوې بلې شاهدې ویلي: «کله چې ډزې پیل شوې، خلک وتښتېدل. ما ولیدل چې طالبانو حتا د تېښتې پر مهال پر خلکو ډزې کولې. خلک دومره وېرېدل چې ټپیان هم له وېرې روغتون ته نه تلل.»
د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو له خوا کورونه تلاشي شوي، موبایلونه کتل شوي او هغه کسان نیول شوي چې د لاریون ویډیوګانې یې لرلې.
یوې بلې سرچینې ویلي چې د مظاهرو پر مهال د «کار، زده کړې او ازادۍ» شعارونه ورکول کېدل.
د هرات ښار اوسېدونکو ویلي چې د ښځو د جامو پر سر نیونو د خلکو غوسه راپارولې ده. یوې ښځې ویلي چې څو ورځې مخکې امر بالمعروف په سیمه کې په لویو موټرو کې ښځې اچولې وې، حتا امیندواره او سترعمرې ښځې هم نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دغه نیول شوې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې دي.
راپور د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون (ICCPR) ته اشاره کوي، چې د بیان ازادي او سولهییزو غونډو حقونه تضمینوي او وایي چې یوازې په محدودو شرایطو کې د عامه امنیت لپاره محدودیتونه جواز لري.
همدارنګه د ملګرو ملتونو اصول وایي چې امنیتي ځواکونه باید یوازې د اړتیا په صورت کې او په متناسب ډول له زور څخه کار واخلي او مرګونی ځواک یوازې د ژوند د ژغورنې لپاره جواز لري.