• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د واڼه جرګې د سویلي وزیرستان د امنیت لپاره د بېړنیو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د سویلي وزیرستان د سولې جرګې مشرانو د سیمې د امنیتي وضعیت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه جرګه د چهارشنبې په ورځ د واڼه په رستم بازار کې جوړه شوې وه. د جرګې ګډونوالو ویلي، په تېرو میاشتو کې په دغه سیمه کې د انسان تښتونې، هدفي وژنو او بمي چاودنو پېښو زیاتوالي د خلکو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ فضا رامنځته کړې ده.
د جرګې ویناوالو وویل، ناامنۍ د خلکو پر ژوند، سوداګرۍ او زده‌کړو منفي اغېز کړی او له فدرالي او خیبر پښتونخوا حکومتونو، امنیتي ځواکونو او اړوندو ادارو یې غوښتي چې د سیمې د امنیت لپاره جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
ګډونوالو د تلپاتې سولې لپاره د ولسي سلا مشورو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د ګډو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ. د سویلي وزیرستان واڼه، برمل، تنای، اعظم ورسک او کلوټای سیمو کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه هم پرې شوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه خدمتونو د نشتوالي له امله د دوی ورځنی ژوند، کاروبار او د ماشومانو زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه