طالبان: د هرات – بلخ اوسپنې پټلۍ ایران او ترکیه د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوي
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، د هرات – بلخ اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له مهمو زېربنايي پروژو څخه ده چې ایران او ترکیه د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوي او په پای کې له چین سره د نښلولو په برخه کې هم مهم رول لوبولی شي.
حقشناس زیاته کړه، د اوسپنې پټلۍ سکټور په افغانستان کې د سوداګریزو توکو د لېږد، کورنیو نښلونکو لارو د پیاوړتیا او له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره ځانګړی ارزښت لري. د هغه په وینا؛ د هرات بلخ د اوسپنې پټلۍ د مسیر سروې تر دې مخکې د ازبکستان له لوري ترسره شوې وه او د پروژې د پلي کېدو په اړه له ایران سره هم خبرې شوې دي. نوموړي وویل، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال په وروستي سفر کې له ایراني چارواکو سره بیا هم خبرې شوې دي؛ څو د یادې پروژې د عملي کېدو لپاره لازم ګامونه پورته شي. حقشناس زیاته کړه، ایران د دغه پروژې د جوړولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې او چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. هغه همداراز وویل، د افغانستان ځینو خصوصي بانکونو هم په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې. د نوموړي په خبره؛ دوی هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي زېربناوې په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ شبکه پراخه کړي، څو له یوې خوا د هېواد دننه دغه ډول نښلېدونکې لارې پیاوړې شي او له بلې خوا افغانستان د سیمې او نړۍ له بازارونو سره لا ډېر ونښلول شي. حقشناس ټینګار وکړ، چې د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو د لېږد، وارداتو او صادراتو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي او ملي سوداګر به ترې ګټه واخلي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.