• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان کرېکټ لوبډله د هند پر وړاندې د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره درمسالا ته ورسېده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې ملي لوبډله د هند پر وړاندې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ د پیل په موخه د هند درمسالا ښار ته رسېدلې ده، چې لومړۍ سیالي به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله د راتلونکې شنبې په ورځ د کوربه هندۍ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا لوبلړۍ په داسې حال کې پیلېږي چې افغانستان د خپلو نړیوالو سیالیو د چمتووالي او تجربې د زیاتولو لپاره له قوي ټیمونو سره د لوبو لړۍ ته دوام ورکوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان او هند ترمنځ ټېسټ نړیواله سیالي د هند په مولنپور (نیو چندیګړ) کې ترسره شوه، چې پکې کوربه هند په بشپړ برلاسي سره بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۶۴ منډې د ۸ ویکټو په زیان جوړې کړې او بیا یې افغانستان ته په دواړو پاڼیو کې ماتې ورکړه. افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ منډې او په دویمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې، چې هند په یوه پاڼۍ او ۳۰۰ منډو ستره بریا ترلاسه کړه.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

د کورش یوه ۱۲ کسیزه لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱
د کورش یوه ۱۲ کسیزه لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه
100%

د افغانستان د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله د کورش په پنځلسم پړاو اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه. دغه افغان لوبغاړي او ورسره پلاوی به د اسیايي کورش کنفدراسیون کلني کانګرس او یوه روزنیزه دوره کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د پنجشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه لوبغاړي او ورسره پلاوی به د لوبڅارۍ یو او دوه ستورو روزنیزه دوره او د اسیایي کورش کنفدراسیون کلني کانګرس کې هم ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «دغې لوبډلې کې شپږ ورزشکاران، یو روزونکی، څلور لوبڅاران او یو پلاوی شامل دي».

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ، روزنیز سمینار او کلنی کانګرس د ۲۸ هېوادونو په ګډون نن پیل شوی او ۳ ورځې به دوام وکړي.

د ۲۰۲۶ کال فیفا نړیوال جام په درشل کې امریکا خپلو وګړو ته امنیتي سپارښتنې کړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
د ۲۰۲۶ کال فیفا نړیوال جام په درشل کې امریکا خپلو وګړو ته امنیتي سپارښتنې کړي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه امریکايي وګړي چې د ۲۰۲۶ کال فیفا نړیوال جام د لوبو لیدلو لپاره مېکسیکو او کاناډا ته سفر کوي، باید د خوندیتوب او امنیتي معلوماتو څخه ځانونه خبر وساتي او د اړتیا په صورت کې د امریکا له سفارتونو او قونسلګریو سره اړیکه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر اړوند رسمي حساب په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې هغه امریکايي وګړي چې د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام د سیالیو لپاره په مېکسیکو او کاناډا کې ټکټونه لري، باید د سفر پر مهال له احتیاطه کار واخلي.

په پیغام کې راغلي:«خوند واخلئ او خوندي اوسئ!»

وزارت ټینګار کړی چې په دواړو هېوادونو کې د امریکا سفارتونه او قونسلګرۍ د هر ډول بېړني حالت پر مهال د امریکايي وګړو د مرستې لپاره چمتو دي.

همدارنګه په اعلامیه کې له مسافرو غوښتل شوي چې د خوندیتوب او امنیت اړوند مهم معلومات له ځان سره ولري، څو د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخیستل شي.

د افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو جام نندارې ته وړاندې شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱
د افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو جام نندارې ته وړاندې شو
100%

د افغانستان، هند او سریلانکا د الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو جام نن د درې واړو لوبډلو د لوبډلمشرانو په حضور کې نندارې ته وړاندې شو. ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ د ۱۴۰۵کال (د غبرګولي له ۱۹مې تر ۳۱مې) پورې د سریلانکا د دمبولا ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان الف لوبډله چې د «افغان ابدالیانو» په نوم هم پېژندل کېږي، خپله لومړۍ لوبه به (د غبرګولي ۲۱مه) د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. افغان ځوان لوبغاړي به وروسته (د غبرګولي ۲۳مه) د سریلانکا الف لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان له مخې؛ درې واړه لوبډلې به په ډله‌ییز پړاو کې دوه ـ دوه ځله د یو بل پر وړاندې ولوبېږي او د جدول دوه مخکښې لوبډلې به پای‌لوبې ته لار ومومي.

د افغان ابدالیانو په لوبډله کې عمران میر (لوبډلمشر)، نورالرحمان، محمد اسحاق، خالد تڼی‌و‌ال، حسن عیسی‌خېل، اعجاز احمدزی، بهیرشاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، شمس‌الرحمان، فرمان‌الله صافی، خلیل ګربز، ظاهرخان پکتین، فریدون داوودزی، محمد ابراهیم عبدالرحیم‌زی او عبدالله احمدزی شامل دي.

د سیالیو مهالوېش:

* د غبرګولي ۱۹مه: سریلانکا– هند
* د غبرګولي ۲۱مه: افغانستان – هند
* د غبرګولي ۲۳مه: افغانستان – سریلانکا
* د غبرګولي ۲۵مه: سریلانکا – هند
* د غبرګولي ۲۷مه: افغانستان -هند
* د غبرګولي ۲۹مه: افغانستان – سریلانکا
• د غبرګولي ۳۱مه: پای لوبه

100%

طالبانو په ازبکستان کې د رزمي ورزشونو افغان مډال ګټونکي وستایل

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۰۴ GMT+۱
طالبانو په ازبکستان کې د رزمي ورزشونو افغان مډال ګټونکي وستایل
100%

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست د ازبکستان په کوربه توب د رزمي ورزشونو اسيايي سياليو ته د لارموندنې څلورم پړاو او نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې مډال ګټونکي لوبغاړي د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د ډاليو په ورکړې سره وستایل.

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د رزمي ورزشونو اسيايي سياليو ته د لارموندنې څلورم پړاو کې ۱۳ افغان لوبغاړو، څلورو روزونکو او يوه پلاوي ګډون کړی وو، چې له ډلې يې سمیع‌الله حميدي د سپينو زرو مډال، نصرت جلالي، واصل مردان، احمد رضا ايماق او پرويز کاپيسا‌وال د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل.

د خبرپاڼې له‌مخې، د نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې بیا پنځو لوبغاړو، يوه روزونکي او يوه پلاوي ګډون کړی وو، چې روحيد ستانکزي په‌کې د سپينو زرو مډال او محمد قاسمي د ژېړو مډال ګټونکی شول.

د یادونې وړ ده، چې په ټوله کې له يادو سياليو څخه افغان لوبغاړو ۲ د سپينو زرو او ۵ د ژېړو مډالونه ترلاسه کړي دي.

د سن‌پټرزبورګ ورزشي غونډه کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو ټینګار شوی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
د سن‌پټرزبورګ ورزشي غونډه کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو ټینګار شوی
100%

د روسیې په سن‌پټرزبورګ ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په ترڅ کې د ورزش او المپیکي همکاریو په اړه جوړه شوې ناسته کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو او د ټولو لوبغاړو لپاره د برابر ګډون پر حق ټینګار شوی.

په دې غونډه کې د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریس احمدالله وثیق، د روسیې د ورزش وزیر میخایل دیګتیاریوف او د یو شمېر نورو هېوادونو د ورزش وزیرانو او ورزشي چارواکو ګډون کړی و.

ګډونوالو ویلي چې ورزش باید له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي او د المپیک نړیواله کمېټه باید د بېلابېلو هېوادونو شرایطو ته په پام سره د نړیوالو او المپیکي سیالیو لپاره د ټولو ورزشکارانو د ګډون زمینه برابره کړي.

په دغه غونډه کې د المپیکي بهیر پر وړاندې د شته ننګونو، د نړیوالو ورزشي همکاریو د پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث او خبرې شوي.