د کندوز اوسېدونکی: د طالبانو ښاروالۍ د مالیې نهورکړې له امله د خلکو د کورونو دروازې وتړلې

د کندوز یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د ښاروالۍ کارکوونکي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کور په کور ګرځي او د هغه بېوزله خلکو د کورونو دروازې تړي چې د یادې ښاروالۍ مالیې یې نهدي ورکړي.
