مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې

د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د بغلان په مربوطاتو کې د یو لړ پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی دی. خبرپاڼه وایي، دغه برید د بغلان پر مرکزي لویه لاره ترسره شوی، خو خپل لور ته یې د اوښتې احتمالي مرګژوبلې په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
