• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمودخان اڅکزی: پاکستان د ناامنۍ او سیاسي کړکېچ پر لور روان دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې پاکستان له جدي امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او که روان وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو هېواد به د لا زیاتې بې‌ثباتۍ پر لور ولاړ شي.

نوموړي د اپوزېسیون ګوندونو د ګډې پارلماني غونډې له پای وروسته خبریالانو ته وویل، چې په کشمیر، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا؛ په بلوچستان کې له وړاندې ناامني وه او له باجوړ نه تر خیبر پورې سیمه د تاوتریخوالي له پېښو اغېزمنه شوې ده.
اڅکزي وویل، چې سوداګري او پانګونه له امنیت سره مستقیم تړاو لري او په هغه هېواد کې چې ناامني وي، نه پانګونه کېږي او نه اقتصادي پرمختګ شونی دی. هغه ادعا وکړه، چې د ناامنۍ او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله ډېرو کسانو خپلې پانګې له هېواده اېستلې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کشمیر او نورو سیاسي شخړو د حل یوازینۍ لاره مذاکرات دي. هغه د وزیرستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټول خلک ترهګر نه‌دي او باید د ناامنۍ د اصلي لاملونو د موندلو هڅه وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ده په مشرۍ د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ د هر ډول ترهګرۍ مخالف دی. اڅکزي د پخواني لومړي وزیر عمران خان د زندان او له هغه سره پر ملاقات د لېګدلو محدودیتونو له امله هم نیوکه وکړه. د هغه په وینا؛ عمران خان د خپلو خپلوانو، وکیلانو او سیاسي ملګرو د لیدو حق لري او پر دغه لیدنو بندیزونه د قانون او بشري اصولو خلاف دي.
هغه د پاکستان له حکومت نه وغوښتل، چې سیاسي فشارونه کم کړي او د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي. د نوموړي په وینا؛ که د عمران خان او نورو سیاسي شخصیتونو د لیدنو اجازه ورکړل شي، نو د هېواد سیاسي کړکېچ به تر یوه بریده راکم شي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه