• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا بنو کې د توپاني پېښو له امله څلور تنه مړه او ګڼ نور ټپيان شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او توپانې بادونو له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د ځايي مسوولینو په وینا، په دې توپاني پېښو کې لږ تر لږه څلور کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د ناورینونو مدیریت ادارې د راپور له‌مخې، په بنو کې د زورورو بادونو او سختو بارانونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ديوالونه، کورونه او هټۍ نړېدلې دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لومړنيو معلوماتو له‌مخې، په یادو پېښو کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي او په ټپيانو کې هم ۵ ښځې او ۷ ماشومان شامل دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) د چارواکو په وينا، دغو کسانو ته په مغل‌خېل او ژنډوخېل سیمو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د موسمياتو ادارې بیا د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) هم په یادوو سیمو کې له زورورو بادونو سره مل د باران اټکل کړی دی.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي بنو کې پر رامنځته شویو پېښو خواشيني څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې له اغېزمنو خلکو سره دې مرستې وکړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۴

په هلمند کې؛ د طالبانو د مخابراتو وزیر له لوري غصب شوې شنې سیمې دېوالونه ونړول شول

۵

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

•
•
•

نور کیسې

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي
100%

د خيبرپښتونخوا په سویلي ولسوالۍ لکي مروت کې د جمعې د لمانځه پر مهال د یوه جومات مخې ته د ځانمرګی بريد له امله د يوې ماشومې په ګډون دوه تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د ځايي پوليسو په وينا، دغه پېښه د لکي مروت په خيروخېل سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده. پوليس چارواکو د پېښې په اړه وويل، ځانمرګي بريدګر جومات ته د ننوتلو هڅه کوله، خو د ځايي پولیسو تر پېژندنې او پرې د ډزو له امله اړ شو، چې د جومات مخې ته په ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

د لکي مروت د پولیسو امن کمېټې په دغې پېښه کې د وژل شویو او ټپيانو نوملړ خپور کړی، چې له‌مخې یې، په دغه ځانمرګي برید کې يوه دوه کلنه ماشومه او بل ۲۲ کلن ځوان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د لکي مروت په غزني خېل سيمه کې د پوليسو پر موټر هم چاودنه شوې، خو د پوليسو په وينا، په دې چاودنه کې سرتېرو ته څه زیان نه‌دی اوښتی.

له دې سره سم، تېره شپه د لکي مروت په خانزادخېلو کې د ګل زرين او مطيع الله په نومونو د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. د دغه پېښې پر ضد ځايي اوسېدونکو اعتراضي لاريون هم کړی دی.

لکي مروت د خيبرپښتونخوا يو له هغو سویلي ولسواليو څخه ده، چې په دې وروستيو کې په‌کې د نا امنیو لمن پراخه شوې ده.

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني بار وړونکو موټرو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني بار وړونکو موټرو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې
100%

په پېښور کې د طالبانو د کونسل حافظ محب الله او قبایلي پلاوي ترمنځ له خبرو وروسته پرېکړه شوې چې په افغانستان کې بند پاتې سلګونه پاکستانی بار وړونکي موټر او چلوونکي به د توخم له لارې ستانه شي. ټاکل شوې ده چې د موټرو د ستنېدو لړۍ د جون په ۱۱مه پیل شي.

په پېښور کمشنرۍ کې د طالبانو د کونسل حافظ محب الله او د قبایلي پلاوي ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې پرېکړه شوې چې په افغانستان کې بند پاتې سلګونه پاکستاني بار وړونکي موټر او د هغوی چلوونکي به د بېرته ستنېدو اجازه ترلاسه کړي.

د قبایلي پلاوي مشري مفتي محمد اعجاز ویلي چې له طالب کونسل سره خبرې په دوستانه فضا کې شوې او له هغه څخه یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستانی بار وړونکو موټرو او د هغوی چلوونکو ته ژر تر ژره د ستنېدو اجازه ورکړي، چې د ده په وینا طالب کونسل دغه غوښتنه منلې ده.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې، د جون په ۱۱مه، له افغانستان څخه د پاکستانی کارګو لاریو د ستنېدو لړۍ پیل شي.

د ټاکل شوي میکانیزم له مخې به هره ورځ د سهار له شپږو بجو څخه تر دوولسو بجو پورې د تورخم له لارې بار وړونکو لاریو ته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له غرمې وروسته به لاره د افغان کورنیو د ستنېدو لپاره پرانیستې وي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲مه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا له امله سوداګریزې لارې تړل شوې، چې له کبله یې سلګونه پاکستاني بار وړونکي موټر په افغانستان کې بند پاتې شوي او دغه راز د ګڼو افغان سوداګرو مالونه او موټر له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پاتې دي. د دغه وضعیت له امله سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي او د دواړو لورو سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

سهيل اپريدی او مولانا فضل الرحمان د خيبرپښتونخوا ايالت د واک او حقونو په اړه غږېدلي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
سهيل اپريدی او مولانا فضل الرحمان د خيبرپښتونخوا ايالت د واک او حقونو په اړه غږېدلي
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی او د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ايالت پر واک او حقونو غږېدلي او ويلي یې دي چې دوی پر دې خبره موافق دي چې مرکزي حکومت ايالت ته خپل اساسي حقونه پوره نه ورکوي.

سهيل اپريدی د دوشنبې په ورځ سره د پلاوي په پېښور کې د جمعيت علما ګوند مرکز ته ورغلی دی.

سهيل اپريدي د مولانا فضل الرحمان سره په ګډه رسنیو سره خبرو کې وويل، د جمعيت علما د مشر سره د لیدنې موخه یې د ايالتي حقونو په اړه د نظر د یووالي رامنځته کول و، او هغه سره په ليدنه کې یې په قامي مالياتي کمېسیون کې د برخې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو اوږدې خبرې وشوې.

هغه تور پورې کړ چې مرکزي حکومت له خیبرپښتونخوا سره د مور او مېرې په څېر چلند کوي او د ايالت خلک له خپلو روا حقونو څخه بې‌برخې ساتل کېږي.

اعلی وزیر وویل چې د قبایلي ولسوالیو خلک هغه حقونه نه لري چې د لاهور، کراچۍ او کوېټې اوسېدونکو ته ترلاسه دي. هغه وویل چې دا موضوع د وفاقي وزیر په وړاندې هم راپورته شوې او د صوبې د حقونو لپاره د ګډ غږ پورته کولو باندې هوکړه وشوه.

سهیل افریدي له پنجاب څخه د غنمو پر لېږد بندیز د اساسي قانون ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې په دې اړه له مولانا فضل الرحمان سره سلا وشوه او دواړه مشران به یې په وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې قامي مالياتي کمېسیون د ايالتونو اساسي حق دی، په دې کې زیاتوالی راوستل کېدای شي خو په هېڅ صورت کمښت نه شي پکې راتلای. هغه وویل چې ټول سیاسي قوتونه د صوبايي حقونو او د خپلواکۍ د ساتنې په اړه متحد دي.

هغه په ايالت کې په امنيتي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په سوېلي ولسوالیو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او حالات د سمدستي پاملرنې غوښتونکي دي.

هغه پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخلي او د ملي ستونزو حل لاره ومومي، په داسې حال کې چې صوبايي حکومت هم باید د امن او امان په موضوع د ټولو سیاسي ځواکونو سره مشوره وکړي.

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د افضل خان ګجر په نوم یوه کس باندې وسله وال بريد کړی او په برید کې یې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده. ياده پېښه تېره شپه رامنځته شوې وه.

پېښه د سوات په شکردره سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، په بريد کې افضل خان ګجر ټپي شوی، د هغه زوی، وراره او يو ساتونکی وژل شوي دي.

افضل خان ګجر چې د موټرو کاروبار کوي، د دوشنبې په ورځ په خپله د پېښې په اړه وويل، «د شپې خواوشا نهه نيمې بجې وې چې کور ته روان و، وسله وال بريد راباندې وشو د ۳۵ نه تر ۴۰ پورې کسانو راباندې بريد وکړو، پرضد مې درنې او سپکې وسلې وکارول شوې».

هغه درې واړه جنازې هم د اعتراض په توګه لویې لارې ته راویستلې وې او تور یې پورې کړی چې څه وخت په دوی بريد وشو، پوليس یې هم هغه وخت خبر کړل خو پوليس پر وخت ورته ونه رسېدل او وسله وال دغلته تر سهاره پورې موجود وو، د دوی يو موټر یې سوځولی او بل یې په ډزو سوری سوری کړی دی.

هغه د ټي ټي پي په اړه هم وويل، کومه صلح یې ورسره نه ده کړې، دی به یې يوازې ويشتی و، زوی او وراره او ساتونکی به یې نه وژل.

خو د سوات پوليسو مشر محمدعمر وويل، دوی به د افضل ګجر لخوا د پولیسو د نه ورتلو په اړه معلومات کوي او که کومو پوليسو لا پروايي کړي وي، پر ضد به یې قانوني چلند کیږي.

هغه زیاته کړه، پوليسو علاقه کلابنده کړې او د بريدګرو وسله والو لټون یې پيل کړی دی.

د سوات قومي جرګې دغه بريد غندلی دی.

ټي ټي پي په افضل ګجر د برید د پړې اخېستو په بيان کې وويل، افضل ګجر د استخباراتي ادارو او پوليسو سړی و، د ماين چاودنې له لارې د هغه موټر په نښه کړل شوی، دوه نورې موټرې یې ورله تباه کړي، یو ټوپک یې هم ترې وړی دی.

د بيان له مخې، افضل ګجر د ۲۰۰۹م کال راهيسې د ټي ټي پي او ولس پر ضد هلوځلو کې ککړ و، د ټي ټي پي د څو غړو په وژنه کې یې هم لاس درلودلو.

په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۱
په بلوچستان کې یو کس د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومان تر وژلو وروسته ځان‌وژنه کړې
100%

د بلوچستان ایالت د مرکزي ښار، کوېټې په وحدت کالونۍ سیمه کې یوه کس لومړی خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي او وروسته یې د ځان وژنې هڅه کړې، خو په روغتون کې یې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، وژل شوی کس اصف نومېده چې ده دوشنبې په ورځ، له پېښې څو ساعته وړاندې یې په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې وه چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی او ځینې زورواکي کسان پرې فشارونه راوړي.

په خپره شوې ویډیو کې اصف ویلي و، چې ځینې کسان ترې د کور د خالي کولو غوښتنه کوي او د نه منلو په صورت کې یې ګواښي. هغه ادعا وکړه چې په عامه لاره کې د خپلو ماشومانو مخې ته سپک شوی او د ورکېدو ګواښونه هم ورته شوي دي.

بل لور ته، یو ځايي خبریال بازید خروټي وويل، چې اصف له پېښې څو ساعته مخکې هغه ته پیغام استولی و او ادعا یې کړې وه چې دی او کورنۍ یې له ګواښونو سره مخ دي او ان د ماشومانو پر ضد د تېزابو د کارولو ګواښ هم ورته شوی و.

د اصف وراره عاصم خان هم د تره له قوله ویلي، چې هغه ورته د سخت ذهني فشار او خپلو ماشومانو وژلو خبره کړې وه. د هغه په وینا، اصف یو انځور هم ورلېږلی و چې په کې دوه ماشومان مړه پراته وو.

عاصم خان زیاته کړه له دې وروسته یې سمدستي پولیسو ته خبر ورکړ، خو کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل، د کورنۍ ټول غړي مړه پراته، او اصف په ټپي حالت کې و. هغه بيا د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته یې ساه ورکړه.

د معلوماتو له مخې، په وژل شویو ماشومانو کې درې لوڼې او یو زوی شامل دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې هغه دوه کسان نیولي چې اصف په خپل ویډیويي بیان کې یاد کړي وو. چارواکي وایي د پېښې د لاملونو او د اصف د ادعاوو د حقیقت موندلو لپاره پلټنې روانې دي.