له دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې د طالبانو ترمنځ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په تړاو بحثونه پای ته رسېدلي او ملاهبت الله غواړي د ساکښو انځورونو په مخنیوي سره دې مسالې ته هم د پای ټکی کېږدي.
په کندهار کې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي ددغه قانون د پلي کېدو لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.
ملاهبت الله خپل فرمانونه لومړی په کندهار کې پلي کړي او اوس ددغه ولایت هېڅ رسنۍ د ساکښو موجوداتو انځورونه نه شي خپرولی او نه هم د کندهار ځايي طالب مسوولان د خپلو فعالیتونو انځورونه او ویډیوګانې خپروي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په اړه ویل کیږي چې د ملا هبت الله اخوندزاده له یو شمېر فرمانونو سره همغږی نه دی او اوس هم خپلو پلویانو ته یې د تصویرونو او انځورونو په خپرولو کې خلاص مټ ور کړی.
کندهار د هېواد له هغو اوو ولایتونو دی چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون پکې څه نا څه پلی شوی، خو د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼ نورو ولایتونو کې بیا طالب چارواکي تراوسه د خپل مشر د فرمان ډېره پروا نه ساتي.
په ټکنده غرمه کې د کندهار ښار په یوه څنډه کې یو ۱۳ کلن ماشوم یوې لاسي رېړۍ ته ولاړ دی او توکي پلوري. که څه هم د نوموړي د عمر نور ماشومان لا د ښوونځي کتابونو او یا هم د لوبو د میدانونو په فکر کې وي، دغه ماشوم په دوړو ککړ لاسونه او چاودې شونډې ولاړ دی؛ تر څو خلک ترې څه واخلي.
د هغه پر مخ د ماشومتوب د خوښیو پر ځای د ستړیا نښې ښکاري، کله چې له کاره د یوې شېبې لپاره وزګار شي، په خاموشۍ سره د سړک پر لور ګوري؛ داسې ښکاري لکه د خپل عمر له لاسه تللې نړۍ پسې چې نظر کوي.
هغه په ټیټ غږ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «هر سهار وختي راځم او تر ماښامه دلته بېنډۍ، بانجان، رومیان او نور توکي پلورم، ښوونځي ته نه ځم ځکه باید کار وکړم».
نن د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پرضد نړۍواله ورځ ده. نړۍ او د ماشومانو ملاتړي سازمانونه د یادې ورځې په مناسبت په داسې حال کې د ماشومانو د حقونو او خوندي راتلونکي په اړه خبرې کوي، چې د افغانستان په ګڼو برخو کې زرګونه ماشومان لا هم د ماشومتوب پر ځای د مزدورۍ دروند بار پر اوږو وړي.
که څه هم د وروستیو کلونو بشپړې او تازه رسمي شمېرې نهدي خپرې شوې؛ خو تېرکال د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي و، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر د وړم کال پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی او په هېواد کې د بېوزلۍ لمن هم پراخه شوې ده.
د پخوانیو معلوماتو له مخې؛ یوازې په کندهار ولایت کې تر ۲۰زره زیات ماشومان په درنو او فزیکي کارونو بوخت دي، په داسې حال کې چې په کندهار او هلمند کې د دغه ماشومانو شمېر له ۴۰زرو اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د شمېرو له مخې؛ له هرو پنځو افغان ماشومانو یو یې کار کوي.
نړۍوال راپورونه هم ښيي، چې په افغانستان کې د ۵ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو ماشومانو شاوخوا ۲۲ سلنه په کار بوخت دي او بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د اقتصادي کړکېچ له ژورېدو سره د ماشومانو د کار کچه نوره هم لوړه شوې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په درنو کارونو د اخته ماشومانو په اړه شمېرې نه خپروي او یوازې دومره وایي، چې دوی زیات شمېر یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د دوی په وینا؛ په ځینو مواردو کې له خلکو سره سخت او له سپکاوي ډک چلند هم کېږي او بېلابېل ناوړه نومونه ورته یادېږي. د کندهار یو اوسېدونکي د امنیتي اندېښنو له امله د نوم یادولو پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو وویل: «امربالمعروف ځوانان د ږېرې د لنډولو یا خرېلو په نوم بیایي او بیا یې ساعتونه یا ورځې بنديانوي. دغه ډول برخورد نه د دین له روحیې سره برابر دی او نه د خلکو له عزت او کرامت سره».
یو بل ځوان وایي، محتسبین اوس په دوامداره توګه موټرونه او موټرسایکلونه هم دروي او هغه کسان چې له خپلو کورنیو سره په سفر یا ورځنیو چارو بوخت وي؛ له موټرو ښکته کوي او پوښتنې ترې کوي.
د هغه په وینا: «کله چې له خپلې کورنۍ سره روان یې او په موټر کې دې ښځینه خپلوان هم وي، بیا هم درول کېږې، پوښتنې درڅخه کېږي او کله ناکله داسې خبرې درته کېږي چې انسان سخت ځوروي. دا کار خو په دین کې نهشته دوی د کوم دین خبرې کوي؟»
ځینې کسان وایي، چې د دغه اقداماتو پرمهال له ځوانانو سره سختې او توندې خبرې کېږي او کله ناکله د سپکاوي الفاظ هم کارول کېږي. د شېر محمد په نوم د کندهار یو هټۍوال په دې اړه وایي: «د خلکو په باور دین د اسانتیا، اخلاقو او ښه دعوت لار ښوولې ده؛ خو دوی له خلکو سره ډېر سپک چلند کوي. که یو څوک د ږېرې په اړه کومه نیمګړتیا ولري، باید پوه کړل شي، نه دا چې زندان او فشار ورته د لومړۍ لارې په توګه وکارول شي».