• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ټکسي چلوونکی: د طالبانو ترافیک چارواکو په زرنج کې د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیولې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱

له نیمروز ولایت څخه یو ټکسي‌ چلوونکي‌ افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پيغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ترافیک چارواکو ټول ټکسي چلوونکي پر سړکونو له کار کولو منع کړي. نوموړي‌ ویلي، چې طالبان د زرګونه ټکسي چلوونکو پوښتنو او ستونزو ته ځواب نه وایي.

نوموړي ویلي، په نیمروز کې د طالبانو د ترافیک مسوولین د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیسي او دوی اړ شوي چې تش لاس خپلو کورونو ته ستانه شي. د هغه په خبره، د طالبانو ولایت مقام ته یې هم شکایت کړی؛ خو په خبره یې هیڅوک یې غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه وایي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د نیمروز ولایت مقام ته شکایت وکړ؛ خو هېچا زموږ غوښتنې ته ځواب ونه وایه. د علماوو شورا، د امر بالمعروف ادارې او د ترانسپورټ ریاست ته مو هم شکایتونه وکړل؛ خو هېڅوک د ټکسي چلوونکو ستونزو ته پاملرنه نه‌کوي».

هغه دا هم ویلي، ان د نیمروز ولایت طالب مسوولینو ته یې عریضې وړاندې کړې چې پایله یې نه‌ده ورکړې. د نوموړي په خبره؛ په دغه ولایت کې شاوخوا ۲زره کورنۍ د همدې ټکسي چلوونې له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

•
•
•

نور کیسې

هراتۍ مېرمن: طالبانو د پېسو په بدل کې خوشې کړم

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱
هراتۍ مېرمن: طالبانو د پېسو په بدل کې خوشې کړم
100%

له هرات نه یوې مېرمنې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د ۱۳زره افغانیو په بدل کې خوشې کړې ده. دغه مېرمن وایي، چې په کور کې د نارینه د نشتوالي له کبله بازار ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځيو اړوندو توکو د پېرلو لپاره تللې وه.

یادې مېرمنې په دغه پيغام کې ویلي، چې بشپړ حجاب یې اغوستی و او څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف ځواکونو د هرات په لیلامي بازار کې د اړتیا وړ توکو د پېرنې پرمهال نیولې وه. نوموړې وايي، یادو ځواکونو یو ناڅرګند ځای ته ولېږدوله او هلته په خونه کې ورسره نورې ۱۱ ښځې هم وې.

یاده مېرمن وايي، له دغه ښځو څخه هم ځینې د پېسو په بدل کې خوشې شوې دي. هغې ویلي، چې خاوند یې مړ شوی او بازار ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي اړوندو توکو د پېرلو لپاره تللې وه.

یادې مېرمنې له نړۍوالې ټولنې او د ښځو ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې غږ یې واوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۱
یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم
100%

په هرات کې د طالبانو له‌خوا «د بې‌حجابۍ» په تور د نیول شویو ښځو له ډلې یوه مېرمن وایي، که څه هم «شرعي حجاب» یې اغوستی و؛ خو بیا هم طالبانو نیولې، دوه ورځې او یوه شپه یې په بند کې ساتلې وه. دغه مېرمنې په ژړغوني غږ ویلي، چې په زندان کې «شکنجه» شوې ده.

د هرات نه یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پيغام کې د طالبانو له‌خوا د «نیولو او شکنجې» کیسه کوي. دغه ښځه په ژړا وایي: «سره له دې چې عادي او شرعي حجاب یې اغوستی و، طالبانو هغه نیولې او ځورولې ده».

دغه مېرمنې ویلي، چې د کوره د وتلو اجازه نه‌لري او د بشپړ حجاب له اغوستلو سره، سره بیا هم نیول شوې ده. هغې زیاته کړې: «زه یوه مېرمن یم چې د شنبې په ورځ د حجاب د نشتوالي په تور په لیلامي بازار کې ونیول شوم، دوه ورځې او یوه شپه د طالبانو په زندان کې وم، شکنجه شوم، وځورېدم او ماته پرله‌پسې سپکاوی کېده».

ورته مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې هرات ښار کې د ښځو د نیولو موضوع حقیقت نه‌‌لري. نوموړ‌ي زیاته کړې: «دا بې‌بنسټه اوازې دي، چې موخه یې د دیني احکامو هدف ګرځول دي».

د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱
د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري
100%

د هرات په صنعتي‌ ښارګوټي کې بوخت یو کارګر افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي یو پیغام کې ویلي، چې هره ورځ د سهار له ۵ بیا د مازیګر تر ۶ بجو پورې په کار کې وي. نوموړي‌ زیاته کړې: «زوی مې ناروغ دی، ماته رخصت نه راکوي او مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی».

د هرات دغه اوسېدونکي ویلي، چې په یاد صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰زرو زیات کارګر د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ له ډېرو ستونزو او سختیو سره مخ دي. د هغه په خبره؛ په ساعتونو د سړک پر غاړه د شرکتونو بسونو ته انتظار باسي، ترڅو کار ځای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، له دومره زیاتو خواریو سره، سره ډېری کارګر هره ورځ یوازې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ لاس‌باړه ترلاسه کوي. هغه وایي، که چېرې د ناروغۍ یا کومې کورنۍ ستونزې له امله یوه ورځ کار ته حاضر نه‌شي؛ نو له تنخوا یې د هغې څو برابره پیسې ګرځول کېږي.

هغه وايي: «تر ټولو دردناکه خبره دا ده، چې که د یوه کارګر ماشوم ناروغ شي، هغه دومره وخت نه‌لري چې خپل ماشوم ډاکټر ته یوسي. دا مسوولیت د کورنۍ پر مور پاتې کېږي؛ هغه مور چې خپله هم له کوره د وتلو او د ژوند د چارو د ترسره کولو پرمهال له ګڼو محدودیتونو سره مخ ده».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف ریاست هم د خلکو د وېرې او ډار لامل شوی دی. هغه زیاته کړې: «څو ورځې کېږي چې زوی مې ناروغ دی؛ خو مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی او زه هم نه‌شم کولی هغه ډاکټر ته یوسم، ځکه ماته رخصتي نه راکول کېږي».

د هرات یوه اسېدونکې: نن د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی وو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
د هرات یوه اسېدونکې: نن د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی وو
100%

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د محدودیتونو او د خپلسرو نیونو پراخو څپو له امله د نجونو ترمنځ وېره او نهیلۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

هغې د خپل ورځني ژوند او د خپلو ټولګي‌والو د وضعیت په اړه ویلي: «زه له یوشمېر نورو نجونو سره په یوه ښوونیز مرکز کې د روغتیا اړوند زده‌کړې کوم. نن چې ټولګي ته ولاړو، له ۱۹ زده‌کوونکو څخه یوازې ۶ نجونې حاضرې وې».
د هغې په وینا؛ په ټولګي کې د نهیلۍ او خپګان فضا خپره وه او هرې نجلۍ د نیونو او محدودیتونو په اړه یوه کیسه لرله. هغې زیاته کړې: «د یوې نجلۍ د تره لور چې ټاکل شوې سبا شپه یې واده وي، د واده د اړتیاوو پوره کولو پرمهال په بازار کې نیول شوې ده. د خوشې کېدو لپاره یې ډېرې هڅې وشوې، ان ضمانت هم ورته وړاندې شو؛ خو لا هم نه‌ده خوشې شوې».

د هرات دغه اوسېدونکې همداراز ویلي، چې نن د امر بالمعروف او نهې عن المنکر یوه کارکوونکي نجونو ته د چوک سینما له لارې د تېرېدو اجازه نه‌ده ورکړې. هغه وایي: «دوی وویل چې د یوې نجلۍ پړوني کې روښانه سره ګلان چاپ شوي؛ نو ځکه یې زموږ د تېرېدو مخه ونیوله».

د نوموړې په خبره؛ نجونې هره ورځ له نویو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخېږي او دغه وضعیت د زده‌کوونکو پر روحي حالت ژور اغېز کړی دی. هغې وویل: «نن په ټولګي کې د حاضرو زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی و. دا یوازې یوه شمېره نه‌ده؛ بلکې د هغو نجونو د وېرې، نهیلۍ او ناروښانه برخلیک انځور دی، چې هره ورځ له خپلو هیلو او زده‌کړو لرې کېږي».

د هرات اوسېدونکې: طالبانو په لومړنیو ښوونځیو کې لوړ قد لرونکې نجونې ګواښلې دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۱
د هرات اوسېدونکې: طالبانو په لومړنیو ښوونځیو کې لوړ قد لرونکې نجونې ګواښلې دي
100%

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبین د دغه ولایت یوشمېر لومړنیو ښوونځیو ته ورغلي او د نجونو ونې یې اندازه کړې دي.

د نوموړې په وینا؛ هغه نجونو ته چې ونه یې له یو متر او ۳۰ سانتي‌ مترو لوړه وه، خبرداری ورکړل شوی که د طالبانو له غوښتنو سره سم حجاب ونه کړي، نو سر له سبا به ښوونځي ته د تګ اجازه ورنه کړل شي.

هغې زیاته کړې، چې دغه پېښه دوه ورځې وړاندې یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) رامنځته شوې ده. د هغې په خبره؛ د طالبانو محتسبینو دغه نجونو ته سخت خبرداری ورکړی او حتی ګواښ یې ورته کړی، چې د حجاب د نه مراعاتولو په صورت کې به له سختو پایلو سره مخ شي.
هغه وایي، طالبانو دغه نجونو ته ویلي چې د دغه امر نه منلو په صورت کې به یې په مرمۍ وولي. د هغې په وینا؛ د دغه څرګندونو له امله په ښوونځي کې د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او نږدې پنځه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي. طالبانو تل ویلي، چې د نجونو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره د «شرعي اصولو» له مخې د مناسبو شرایطو د برابرولو په لټه کې دي.