• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په میرانشاه کې پر تګ‌راتګ لګېدلو محدودیتونو د خلکو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د ۱۴۴مې مادې لګېدلي محدودیتونه د اتمې ورځې لپاره هم دوام لري. د امنیتي عملیاتو له امله د تګ‌راتګ محدودیتونو، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پرې کېدو او د ښوونیزو بنسټونو تړل کېدو د سیمې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا؛ امنیتي ځواکونه لاهم په میرانشاه او شاوخوا سیمو کې عملیات ترسره کوي. ځایي چارواکي وایي، تر هغه وخته به محدودیتونه پر ځای وي چې امنیتي وضعیت بېرته عادي شوی نه‌وي.
د میرانشاه ـ بنو پر لویه لار تګ‌راتګ د پام وړ کم شوی او د مخابراتي او انټرنېټي شبکو پرې کېدو له خپلوانو، سوداګریزو شریکانو او د سیمې له بهرنیو بازارونو سره د خلکو اړیکې محدودې کړې دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، چې په ځینو کلیوالو سیمو کې د خوراکي توکو کمښت مخ په زیاتېدو دی. د دوی په خبره؛ د اوړو، بورې، سبزیجاتو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی او د محدودیتونو دوام کولی شي د توکو د لا کمښت لامل شي.
ښوونیزې ادارې هم د دغه محدودیتونو له امله سختې اغېزمنې شوې دي. د دولتي او خصوصي ښوونځیو د تړل کېدو له امله زرګونه زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي. د سیمې یو ښوونکی وایي، د یوولسم او دولسم ټولګیو ازموینې ځنډول شوې او ځینې عملي ازموینې لغوه شوې چې دغه وضعیت د زده‌کوونکو پر راتلونکو زده‌کړو منفي اغېز کولی شي.
د خصوصي ښوونځیو مسوولان وایي، د انټرنېټي خدمتونو د پرې کېدو له امله زده‌کوونکي د انلاین زده‌کړو له بدیل څخه هم محروم دي. د هغوی په خبره؛ د هېواد د لویو ښارونو برعکس، په میرانشاه کې زده‌کوونکي نه حضوري او نه هم انلاین زده‌کړو ته لاسرسی لري.
په همدې حال کې سوداګر هم د کاروبار له کمېدو شکایت کوي. د میرانشاه بازار یو هټۍوال وایي، که څه هم بازارونه پرانیستي دي؛ خو د خلکو د تګ‌راتګ کمېدو او د مخابراتي خدمتونو پرې کېدو له امله سوداګریز فعالیتونه نږدې په ټپه درېدلي دي.
سوداګر زیاتوي، چې د انټرنېټ نشتوالي د بانکي او ډیجیټلي راکړو ورکړو چارې هم ټکنۍ کړې دي؛ ځکه ډېری سوداګریزې معاملې اوس پر انلاین سیستمونو ولاړې دي. د سیمې اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که روان محدودیتونه نور هم وغځېږي؛ نو د خوراکي توکو کمښت، اقتصادي ستونزې او د زده‌کړو بهیر ته زیان به لا پسې زیات شي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه