• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو د خوځښتونو ایتلاف: په هرات کې نیونې د «یرغمل‌نیونې او باج‌اخیستنې» ښکاره بېلګه ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د ښځو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف ویلي چې طالبان په هرات کې ښځې له نیولو وروسته د پیسو په بدل کې خوشې کوي او د هغوی دا عمل یې د «یرغمل‌نیونې او منظمې باج اخیستنې» سره برابر بللی دی.

د افغان ښځو یاد ایتلاف د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۲۲مه، په اکېس کې لیکلي چې طالبانو له نیول شویو ښځو د خوشې کولو لپاره د هغوی له کورنیو تر ۵۰ زره افغانیو پورې پیسې اخیستي دي.

دغه خوځښت دا ډول کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو او انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې بولي.

یاد خوځښت زیاتوي په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ او بېوزلۍ سره مخ دی، د طالبانو دا اقدامات به پر زیانمنو کورنیو لا ډېر دروند اقتصادي او رواني فشار راوړي او د خلکو ټولنیز او رواني امنیت به ته زیان ورسوي.

د ښځو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې وضعیت په اړه چوپ پاتې نه شي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

همدارنګه دغه خوځښت له خلکو هم غوښتې چې د بې‌عدالتیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د عدالت، انساني کرامت او د ښځو د حقونو غږ پورته کړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۵

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو یو ځل بیا د هرات د اوسېدونکو سوله ییز اعتراضونه وځپل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱
طالبانو یو ځل بیا د هرات د اوسېدونکو سوله ییز اعتراضونه وځپل
100%

طالب ځواکونو د جمعې په ورځ، د هرات د یو شمېر اوسېدونکو سوله‌ییز لاریون وځپی. عیني شاهدان او ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنلل ته ویلي چې یو شمېر کسانو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته راټول شوي وو، خو طالبانو د اعتراض ځپلو لپاره ډزې وکړې.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو ویډیوګانو له‌مخې، معترضانو د «الله اکبر»، «د زده کړو او کار حق»، «ښځه، ژوند، ازادي» او «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه ورکول.

دا په ورستیو ورځوکې په هرات کې د طالبانو پرضد د ځايي خلکو دویم اعتراض دی. طالبانو تردې وړاندې هم د هرات د جبریل سیمې د اوسېدونکو اعتراض په ډزو او زور ځپلی و.

دغه اعتراض په هرات کې د ښځو له نیولو پیل شوی دی.

طالبان: سږکال ۶۱ نوي روغتونونه ګټې اخیستنې ته سپارو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱
طالبان: سږکال ۶۱ نوي روغتونونه ګټې اخیستنې ته سپارو
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي وایي، د روان کال تر پایه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو دعامي روِغتیا مرستیال صدیقي وایي، د طالبانو د مشر د حکم له مخې په ټول هېواد کې د ۳۱۸ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړېدو منظوري ورکړل شوې ده.

د نوموړي په وینا، د یادې طرحې له مخې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو ته کافي لاسرسی نه لري او له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

یاد طالب چارواکي ویلي چې د دغو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به په ګڼو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لوړ او خلکو ته به د درملنې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

دا په داسي حال کې ده چې د اوچا د وروستي راپور له مخې افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو میندو نه د زیږون پر مهال ۶۰۰ زره یې روغتیایی خدماتو د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۱
د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی
100%

د یو شمېر اوسېدونکو د جمعې په ورځ، په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر مخ ته لاریون وکړ. عيني شاهدانو ویلي، چې د ښاریانو له راټولېدو وروسته طالبانو ډزې کړي دي.

د هغو ویډیوګانو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې دي، معترضان د «ښځه، ژوند، ازادي» او د زده کړې او کار د حق شعارونه ورکوي.

د ویډیوګانو له مخې، د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

دا لاریون په داسې حال کې شوی چې طالبانو د هر ډول غونډې د مخنیوي لپاره په هرات ښار کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

مقاومت جبهې په بدخشان کې د ۲ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱
مقاومت جبهې په بدخشان کې د ۲ طالبانو د وژلو ادعا کړې
100%

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د طالبانو پر امنیتي پوستو د بریدونو په پایله کې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې، چې د چارشنبې په شپه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي پر ۲۰مه شوی، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو پوستي په نښه شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د یادې جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د دې ادعا په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د هرات یو شمېر دیني عالمانو د ښځو د نیولو په اړه له طالبانو د وضاحت غوښتنه وکړه

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
د هرات یو شمېر دیني عالمانو د ښځو د نیولو په اړه له طالبانو د وضاحت غوښتنه وکړه
100%

په هرات کې د ښځو د پراخو نیونو او د اعتراضونو د ځپلو له پېښو وروسته، یو شمېر دیني عالمانو د جمعې لمانځه په خطبو کې له طالبانو د دغو اقداماتو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

دغو دیني عالمانو ټینګار وکړ چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور او تاوتریخوالي کارول د ستونزو حل نه دی.

د هغو ویډیوګانو له مخې چې کورنیو رسنیو خپرې کړي، د هرات ځینو دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د «کړاوونو، ستونزو او اړتیاوو» په اړه دې له ښاریانو سره خبرې وکړي. هغوی وویل چې د خلکو پر وړاندې د زور او تاوتریخوالي کارول «سم کار نه دی» .

همدا راز، دغو دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ګذر وکیلانو سره مشورې وکړي. هغوی ټینګار کړی چې له خلکو سره تاوتریخجن چلند مناسب نه دی.