• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېره اوونۍ مو راستنو شویو کډوالو ته ۵۸۷۳ د استوګنې نمرې وېشلې دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د کډوالو د دایمې مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې راستنو شویو کډوالو ته په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۵۸۷۳ د استوګنې نمرې وېشلي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د استوګنې د یادو نمرو له ډلې څخه په فاریاب کې ۲۳۴۳، په غزني کې ۱۱۹۸، په پکتیکا کې ۱۱۴۹، په سمنګان کې ۶۹۷، په فراه کې ۲۲۴، په نیمروز کې ۱۳۲ او په ننګرهار کې ۱۰۰ نمرې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې، په تیرو درو کلنو کې نږدې شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۵

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی
100%

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دغه ولایت ټولو دولتي ادارو ته امر کړی، چې خپل ځیرک موبایلونه که مات وي او که روغ خپلو اړوندو ادارو ته وسپاري. سرچینو ویلي، یوازې تېره ورځ د خوست د کرنې ریاست څخه ۹۰ موبایلونه راټول شوي دي.

په خوست کې ځايي سرچینو وویل، چې طالبانو د ټولو ادارو مامورینو ته خبرداری ور کړی چې خپل موبایلونه ونه ور وسپاري او که د موبایلونو د ورسپارلو په ځانګړي فورم کې یې نومونه ثبت نشي، نو له دندې به وشړل شي.

افغانستان انټرنشنل د غبرګولي پر ۱۸مه د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د هغه شفاهي حکم په اړه راپور ورکړ، پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو یې د ځیرک موبایل کارول بند کړي و. په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمین وبلل شي او تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.

په دغه شفاهي حکم کې راغلي چې سرغړوونکي به نظامي محاکمو ته معرفي کېږي.

دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده. د ترلاسه شوي سند له مخې، د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسان دنده لري چې د دغه حکم د ښه تطبیق په موخه د طالبانو مشرتابه ته بېرته ډاډ ورکړي.

د همدې لپاره یو ځانګړی جدول چمتو شوی چې د مسوولینو نوم، دنده، د دندې ځای، د شبکې ډول او د تلیفون شمېره پکې ثبتېږي څو د حکم د عملي کېدو ډاډ ترلاسه شي.

ددې سند خپرولو وروسته، افغانستان انټرنشنل د طالبانو د امنیتي ادارو د ځینو مسوولانو غږونه ترلاسه کړي، چې د خپلې ډلې غړو ته د مولوي هبت الله د شفاهي حکم پر بنسټ د موبایلونو د ماتولو امر کوي. دوی همدراز سپارښتنه کوي، چې هر تن دې د موبایل له ماتولو وروسته په ځانګړې فورمه کې خپل نومونه هم ولیکي.

د طالبانو د هلمند او کندهار امنیه قوماندانانو په یوه غږیز پېغام کې له ټولو طالبانو غوښتنه کړې ده، چې خپل ځېرک موبایلونه مات کړي او بیا دې یې دوی ته وسپاري.

دا بې‌ساري بندیزونه په داسې حال کې دي، چې د طالبانو په لیکو کې ددې ډلې د غړو له خوا د ځیرکو تلیفونونو کارولو او په ټولنیزو رسنیو کې د ځنیو طالب چارواکو ناوړه ویډیوګانو لیک کېدو د دې ډلې مشرتابه اندېښمنه کړې ده.

په هلمند کې؛ د طالبانو د مخابراتو وزیر له لوري غصب شوې شنې سیمې دېوالونه ونړول شول

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
په هلمند کې؛ د طالبانو د مخابراتو وزیر له لوري غصب شوې شنې سیمې دېوالونه ونړول شول
100%

د افغانستان انټرنشنل تر راپورونو وروسته، د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون په امر د دغه ډلې د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي له لوري د هلمند امنیه قومندانۍ ته څېرمه د شنې سیمې د غصب مخه نیولې ده. په ویډیوګانو کې ښکاري چې پر غصب شوې ځمکه جوړ شوي دېوالونه بېرته نړول شوي دي.

په لښکرګاه ښار کې ځايي سرچینو نن جمعه، د غبرګولي پر ۲۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ د طالبانو عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب د مخنوي کمیسیون مسوول عبدالحکیم شرعي په امر د یادې ډلې د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه ټول دیوالونه او ودانۍ ونړول شوي.

100%

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د زراعت نمرو شنې سیمې د غصب کېدو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده دفتر او د ځمکو د غصب مخنوي کمیسیون ته هم عریضې کړې وې.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې اوسېدونکو د غويي ۲۵مه ویلي و، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی ترڅو دا سیمه چهاردېوالي کړي.

ځايي اوسېدونکو ویلي و، چې په یاده سیمه کې یوه نمره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.

د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو له‌مخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.

څه موده وړاندې یو ځايي اوسېدونکي ویلي و:« د طالبانو مخابراتو د نوي وزیر ګمارل کېدو سره د ده اړوند کسانو چې په ولایت کې د هغه استازی شرف الدین او د هلمند امنیه قومندانۍ د ځینو مسوولینو په ملتیا دا سیمه غضب کړې او اوس مهال شپه او ورځ یې پر چهاردېوالۍ کار روان دی.»

طالبانو که څه هم د غصب د مخنوي لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی خو د دې کمېسیون د چارو په اړه خلک بېلابېلې نیوکې لري او وايي، دوی دا کمیسیون د خپلو سیاسي رقیبانو د جایدادونو د دولتي اعلانولو لپاره جوړ کړی دی.

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱
چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د هغه افغان ماشومانو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی، چې خپل راتلونکی د کورنۍ لپاره د یوې ګوله ډوډۍ په پيدا کولو قرباني کوي. په سویلي حوزه کې د ماشومانو وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی او ګڼ ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

په ټکنده غرمه کې د کندهار ښار په یوه څنډه کې یو ۱۳ کلن ماشوم یوې لاسي رېړۍ ته ولاړ دی او توکي پلوري. که څه هم د نوموړي د عمر نور ماشومان لا د ښوونځي کتابونو او یا هم د لوبو د میدانونو په فکر کې وي، دغه ماشوم په دوړو ککړ لاسونه او چاودې شونډې ولاړ دی؛ تر څو خلک ترې څه واخلي.

د هغه پر مخ د ماشومتوب د خوښیو پر ځای د ستړیا نښې ښکاري، کله چې له کاره د یوې شېبې لپاره وزګار شي، په خاموشۍ سره د سړک پر لور ګوري؛ داسې ښکاري لکه د خپل عمر له لاسه تللې نړۍ پسې چې نظر کوي.

100%

هغه په ټیټ غږ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «هر سهار وختي راځم او تر ماښامه دلته بېنډۍ، بانجان، رومیان او نور توکي پلورم، ښوونځي ته نه ځم ځکه باید کار وکړم».

نن د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پرضد نړۍواله ورځ ده. نړۍ او د ماشومانو ملاتړي سازمانونه د یادې ورځې په مناسبت په داسې حال کې د ماشومانو د حقونو او خوندي راتلونکي په اړه خبرې کوي، چې د افغانستان په ګڼو برخو کې زرګونه ماشومان لا هم د ماشومتوب پر ځای د مزدورۍ دروند بار پر اوږو وړي.

که څه هم د وروستیو کلونو بشپړې او تازه رسمي شمېرې نه‌دي خپرې شوې؛ خو تېرکال د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي و، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر د وړم کال پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی او په هېواد کې د بې‌وزلۍ لمن هم پراخه شوې ده.

د پخوانیو معلوماتو له مخې؛ یوازې په کندهار ولایت کې تر ۲۰زره زیات ماشومان په درنو او فزیکي کارونو بوخت دي، په داسې حال کې چې په کندهار او هلمند کې د دغه ماشومانو شمېر له ۴۰زرو اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د شمېرو له مخې؛ له هرو پنځو افغان ماشومانو یو یې کار کوي.

نړۍوال راپورونه هم ښيي، چې په افغانستان کې د ۵ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو ماشومانو شاوخوا ۲۲ سلنه په کار بوخت دي او بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د اقتصادي کړکېچ له ژورېدو سره د ماشومانو د کار کچه نوره هم لوړه شوې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په درنو کارونو د اخته ماشومانو په اړه شمېرې نه خپروي او یوازې دومره وایي، چې دوی زیات شمېر یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان په بازارونو، ورکشاپونو، هوټلونو، مارکېټونو، د خښتو په بټیو، کانونو او د سړکونو پر غاړو هره ورځ لسګونه ماشومان لیدل کېږي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي.

د کندهار ښار په یوې بوختې څلورلارې د قاسم په نوم یو بل ماشوم د پلاستیکي بوتلونو یوه درنه بوجۍ پر اوږه وړي. لمر پرې نېغ لګېدلی او خولې یې پر مخ روانې دي. هغه وایي: «کله کله ټوله ورځ ګرځم؛ خو دومره پیسې پیدا نه‌کړم چې د کور ټول شیان پوره شي. خو مجبور یم مور مې وایي، هرڅه چې کېږي پیسې باید پيدا کړم».

ډېری کسان اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او بې‌وزلي هغه عوامل یادوي، چې ګڼې کورنۍ یې دې ته اړې کړې چې خپل ماشومان کار ته ولېږي. ډېری کورنۍ وایي، که څه هم نه غواړي ماشومان یې په کم عمر کې مزدوري وکړي؛ خو د ژوند سختو شرایطو ورته بله لار نه‌ده پرېښې.

د عبدالولي په نوم د کندهار یو اوسېدونکی چې درې ماشومان یې کار کوي وایي: «هیڅ پلار نه غواړي زوی یې د دوړو، ګرمۍ او سخت کار ترمنځ لوی شي؛ خو کله چې په کور کې ډوډۍ نه‌وي، انسان مجبورېږي، که ماشومان کار ونه کړي د کور لګښتونه نه‌شو برابرولای».

د ماشومانو کار یوازې اقتصادي ستونزه نه‌ده؛ دا د هغوی پر روغتیا، زده‌کړو او راتلونکي هم ژور اغېز کوي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، په ډېرو ورکشاپونو کې ماشومان له درنو وسایلو سره کار کوي، د تېلو، دوړو او ګواښونکو توکو ترمنځ ساعتونه تېروي او کله ناکله د سوځېدو، ټپي کېدو او ناروغیو له ګواښ سره مخ وي. خو تر فزیکي ستونزو لا لویه اندېښنه دا ده، چې ډېری دغه ماشومان له زده‌کړو پاتې کېږي.

د ماشومانو د حقونو په برخه کې فعالان باور لري، چې د ماشومانو د کار د کمېدو لپاره یوازې شعارونه بسنه نه‌کوي. د دوی په اند د بې‌وزله کورنیو ملاتړ، د زده‌کړو اسانتیاوې، د کار خوندي شرایط او اقتصادي فرصتونه هغه څه دي چې کولای شي ماشومان له بازارونو او سختو کارونو بېرته ټولګیو او د لوبو میدانونو ته راستانه کړي.

د ماشومانو د کار پر وړاندې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ماشومانو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱
د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
100%

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له‌خوا د خلکو د ظاهري بڼې، په ځانګړي ډول د ږېرو د لنډولو یا خرېلو په تړاو اقدامات زیات شوي او له همدې امله ګڼ شمېر کسان نیول شوي، پوښتنې ترې شوې او ځینې یې توقیف خونو او زندان ته لېږدول شوي دي.

د یاد ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبونو له‌خوا هره ورځ لسګونه ځوانان په ښار، بازارونو او عمومي لارو کې درول کېږي او د ږېرو، جامو او شخصي چارو په اړه ترې پوښتنې کېږي.

د دوی په وینا؛ په ځینو مواردو کې له خلکو سره سخت او له سپکاوي ډک چلند هم کېږي او بېلابېل ناوړه نومونه ورته یادېږي. د کندهار یو اوسېدونکي د امنیتي اندېښنو له امله د نوم یادولو پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو وویل: «امربالمعروف ځوانان د ږېرې د لنډولو یا خرېلو په نوم بیایي او بیا یې ساعتونه یا ورځې بنديانوي. دغه ډول برخورد نه د دین له روحیې سره برابر دی او نه د خلکو له عزت او کرامت سره».

یو بل ځوان وایي، محتسبین اوس په دوامداره توګه موټرونه او موټرسایکلونه هم دروي او هغه کسان چې له خپلو کورنیو سره په سفر یا ورځنیو چارو بوخت وي؛ له موټرو ښکته کوي او پوښتنې ترې کوي.

د هغه په وینا: «کله چې له خپلې کورنۍ سره روان یې او په موټر کې دې ښځینه خپلوان هم وي، بیا هم درول کېږې، پوښتنې درڅخه کېږي او کله ناکله داسې خبرې درته کېږي چې انسان سخت ځوروي. دا کار خو په دین کې نه‌شته دوی د کوم دین خبرې کوي؟»

ځینې کسان وایي، چې د دغه اقداماتو پرمهال له ځوانانو سره سختې او توندې خبرې کېږي او کله ناکله د سپکاوي الفاظ هم کارول کېږي. د شېر محمد په نوم د کندهار یو هټۍوال په دې اړه وایي: «د خلکو په باور دین د اسانتیا، اخلاقو او ښه دعوت لار ښوولې ده؛ خو دوی له خلکو سره ډېر سپک چلند کوي. که یو څوک د ږېرې په اړه کومه نیمګړتیا ولري، باید پوه کړل شي، نه دا چې زندان او فشار ورته د لومړۍ لارې په توګه وکارول شي».

د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د هر ډول نظارتي او اصلاحي اقداماتو پرمهال د خلکو بنسټیز حقونه، انساني کرامت، قانوني اصول او د احترام فضا په پام کې ونیول شي.

د کندهار ترڅنګ د هېواد له نورو سیمو هم د خلکو شکایتونه زیات شوي دي او خلک وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وروستي اقدامات د اصلاح او دعوت پر ځای د فشار، وېرې او تحقیر بڼه خپله کړې ده.

د خلکو په باور؛ د ږېرې په څېر مسایلو کې له خلکو سره داسې چلند کېږي، چې ګواکې ستر جرم یې ترسره کړی وي. دوی وایي، چې د نصیحت پر ځای د زور او سپکاوي کارول نه یوازې د خلکو ستونزې نه حل کوي؛ بلکې د ټولنې ناراضایتي هم زیاتوي.

هامبورګ کې مېشتو افغانانو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو په غبرګون اعتراض کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
هامبورګ کې مېشتو افغانانو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو په غبرګون اعتراض کړی
100%

د جرمني په هامبورګ ښار کې یوشمېر افغانانو د یوې اعتراضي غونډې پرمهال په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې. د غونډې ګډونوالو د ښځو نیول او د هرات د جبرییل سیمې له اوسېدونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند غندلی.

دغه اعتراضیه غونډه د افغان فرهنګ‌پالو او هنرمندانو په نوښت او د ښځو او نارینه‌‌و په ګډون د هامبورګ ښار په مرکز کې جوړه شوې وه. د افغانستان انټرنشنل خبریال چې د یادې غونډې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی ویلي، چې یوشمېر ګډونوالو ښځو د هرات د ښځو لپاره اوښکې تویولې او له هغوی سره یې د لا زیاتې همغږۍ او ملاتړ غوښتنه کوله.

د غونډې یو تنظیموونکي حمید اریارمان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په هرات کې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له سپکاوي ډکې کړنې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه غونډه د افغانستان د ښځو او په ځانګړي ډول د هرات له ښځو سره د پیوستون او ملاتړ د څرګندولو لپاره جوړه شوې ده. د هغه په وینا؛ د هرات ښځې د طالبانو د ظلم پر وړاندې ولاړې دي او افغانان به د نړۍ په هر ځای کې د هغوی ملاتړ وکړي.

د یادې غونډې یو بل تنظیموونکي شکېب مصدق وویل، چې افغانستان تر بل هر هېواد ډېر د «ښځې، ژوند او ازادۍ» شعار ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له‌خوا په کوڅو او سړکونو کې د ښځو نیول د افغان ښځو پر کرامت او عزت ښکاره تېری دی.

د یادې غونډې یوې ګډونوالې زهرا شیخي وویل، چې موضوع یوازې تر هرات محدوده نه‌ده؛ بلکې نړۍ باید د افغانستان د ټولو ښځو وضعیت وویني، هغه ښځې چې له کار، زده‌‌کړو او ټولنیز حضور څخه بې‌‌برخې شوې دي.

د هغې په وینا؛ ګڼو نجونو په دغه غونډه کې ګډون کړی و څو د «بند پاتې افغان ښځو غږ» شي. اغلې شیخي زیاته کړه، افغان ښځې غواړي نړۍ ته وښيي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر نیمایي ټولنې څه تېرېږي.

د یادې غونډې تنظیموونکو هم اعلان کړی، ټاکل شوې د شنبې په ورځ په هامبورګ کې د مېشتو افغانانو له‌خوا یو پراخ لاریون هم ترسره شي.