• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د بامیان لپاره د طالبانو ځايي مسوولینو اعلان کړی، چې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یو تن تښتونکی او قاتل د بابا غره په لوړو سیمو کې په یوه وسله‌واله نښته کې وژلی دی. د چارواکو په وینا، دغه کس چې علي نومېده، یوه ځوانه نجلۍ یې تښتولې وه او د هغې ورور یې په بې‌رحمانه ډول وژلی وو.

د یکاولنګ لپاره د طالبانو ولسوال حکمت حسین مجاهد ویلي، چې تورن علي د «سري ترنوک» کلي اوسېدونکی او تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو. ویل کېږي دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې وه.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو امنیتي او کشفي ځواکونو د فراري «مجرم» د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل او د هغه پټنځای یې د بابا غره کې وموند.

خبرپاڼه زیاتوي، د بامیان د امنیه قومندانۍ او استخباراتو ځواکونو غوښتل چې دغه مجرم ونیسي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري، خو تورن پر طالبانو ډزې وکړې او په ځوابیه ډزو کې یاد تښتونکی ووژل شو.

له دغې پېښې وروسته، د بامیان لپاره د طالبانو والي ګل‌حیدر شفق د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ دی، دا ډاډ داسې مهال کې دی چې په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې او وسله‌والې تښتونې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۵

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د هرات وضعیت له نږدې څارو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
ملګري ملتونه: د هرات وضعیت له نږدې څارو
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په هرات کې د ښځو د نیولو او له اعتراض کوونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند «رښتیا هم د اندېښنې وړ دی».

تر دې وړاندې، ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د ځانګړو قطعاتو، درنو پوځي تجهیزاتو لېږدوونکو موټرو او ټانکونو په ګډون، د پنجشنبې له ماښام راهیسې د هرات ښار په ټولو مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

سره له دې چې په هرات کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د طالبانو د والي د دفتر مخې ته راټول شول او د «مرګ پر دیکتاتور»، «ښځه، ژوند، ازادي» شعارونه یې ورکړل. معترضانو همدارنګه د ښځو د زده کړو او کار د حق غوښتنه هم وکړه.

طالبانو یو ځل بیا د هرات د اوسېدونکو سوله ییز اعتراضونه وځپل | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو راپورونه ښيي، چې طالبانو یو ځل بیا د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره پر خلکو ډزې کړې دي. تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هېڅ ډول جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهې سیاسي مشر داوود ناجي په هرات کې د ښځو د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان لا هم د دې جبهې د بریدونو مشروع هدفونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې سیاسي مشر داوود ناجي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو دغه کړنې نه‌ شرعي بنسټ لري او نه هم قانوني حیثیت.

داوود ناجي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ازادۍ جبهې ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې په کابل، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو محتسبان په نښه کړي دي او دا ډول عملیات به دوام ولري.

د ازادۍ جبهې سیاسي مشر وویل: «ازادۍ جبهه د جګړې د قوانینو او د بشري حقونو د اصولو رعایت ته ژمنه ده او زموږ جګړه ړنده نه‌ده. موږ د جګړې ټول اصول په پام کې نیسو، خو د طالبانو د امر بالمعروف اداره د هغو کړنو او زیانونو له امله چې خلکو ته یې رسوي، یو پوځي هدف بلل کېږي».

نوموړي د محتسبانو د تاوتریخجنو کړنو په اړه زیاته کړه: «دغه اداره د خلکو پر تښتولو لاس پورې کوي او د دوی چلند نه شرعي جواز لري او نه هم قانوني بنسټ».

هغه وویل: «په ډېرو مواردو کې چې ښځې او نجونې نیول کېږي، د هغوی کورنۍ تر ۴۸ ساعتونو پورې د دوی د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه‌لري. طالبان په عملي ډول هغوی تښتوي او د خوشې کولو په بدل کې ترې نغدې پیسې غواړي».

داوود ناجي تر دې وړاندې هم په هرات او کابل کې د ټانکونو د ځای پر ځای کولو، د طالبانو د پوځي ځواکونو د پراخ حضور او د مهمو لارو د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره د طالبانو له لوري د وسلو او ټانکونو کارول د دې ډلې د ځواک نښه نه، بلکې له خلکو څخه د هغوی د وېرې څرګندونه کوي.

مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱
مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې
100%

د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د بغلان په مربوطاتو کې د یو لړ پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی دی. خبرپاڼه وایي، دغه برید د بغلان پر مرکزي لویه لاره ترسره شوی، خو خپل لور ته یې د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د مقاومت جبهې د جمعې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د کندوز قول‌اردو اړوند د تېلو یو ټانکر هم په بشپړ ډول سوځول شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه برید د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د بغلان د پشه‌يي‌ها په سیمه کې ترسره شوی دی.

مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې د دوی ځواکونو دغه برید په بشپړ دقت او پلان سره سرته رسولی دی. د مقاومت جبهې مسوولینو ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې خپلو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي.

د دغې جبهې په وینا، د دغو پوځي عملیاتو اصلي هدف د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانستان او د خلکو ازادول دي. تر اوسه طالبانو د مقاومت جبهې د دغې تازه ادعا په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ښځو د خوځښتونو ایتلاف: په هرات کې نیونې د «یرغمل‌نیونې او باج‌اخیستنې» ښکاره بېلګه ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
د ښځو د خوځښتونو ایتلاف: په هرات کې نیونې د «یرغمل‌نیونې او باج‌اخیستنې» ښکاره بېلګه ده
100%

د افغانستان د ښځو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف ویلي چې طالبان په هرات کې ښځې له نیولو وروسته د پیسو په بدل کې خوشې کوي او د هغوی دا عمل یې د «یرغمل‌نیونې او منظمې باج اخیستنې» سره برابر بللی دی.

د افغان ښځو یاد ایتلاف د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۲۲مه، په اکېس کې لیکلي چې طالبانو له نیول شویو ښځو د خوشې کولو لپاره د هغوی له کورنیو تر ۵۰ زره افغانیو پورې پیسې اخیستي دي.

دغه خوځښت دا ډول کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو او انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې بولي.

یاد خوځښت زیاتوي په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ او بېوزلۍ سره مخ دی، د طالبانو دا اقدامات به پر زیانمنو کورنیو لا ډېر دروند اقتصادي او رواني فشار راوړي او د خلکو ټولنیز او رواني امنیت به ته زیان ورسوي.

د ښځو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې وضعیت په اړه چوپ پاتې نه شي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

همدارنګه دغه خوځښت له خلکو هم غوښتې چې د بې‌عدالتیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د عدالت، انساني کرامت او د ښځو د حقونو غږ پورته کړي.

طالبانو یو ځل بیا د هرات د اوسېدونکو سوله ییز اعتراضونه وځپل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱
طالبانو یو ځل بیا د هرات د اوسېدونکو سوله ییز اعتراضونه وځپل
100%

طالب ځواکونو د جمعې په ورځ، د هرات د یو شمېر اوسېدونکو سوله‌ییز لاریون وځپی. عیني شاهدان او ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنلل ته ویلي چې یو شمېر کسانو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته راټول شوي وو، خو طالبانو د اعتراض ځپلو لپاره ډزې وکړې.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو ویډیوګانو له‌مخې، معترضانو د «الله اکبر»، «د زده کړو او کار حق»، «ښځه، ژوند، ازادي» او «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه ورکول.

دا په ورستیو ورځوکې په هرات کې د طالبانو پرضد د ځايي خلکو دویم اعتراض دی. طالبانو تردې وړاندې هم د هرات د جبریل سیمې د اوسېدونکو اعتراض په ډزو او زور ځپلی و.

دغه اعتراض په هرات کې د ښځو له نیولو پیل شوی دی.