• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د هدفي بریدونو له امله دوه پولیس سرتېري وژل شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي. ځایي چارواکي وایي، دواړه بریدونه د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې د پولیسو سرتېری مشقت امیر هغه مهال د بنو ـ میرانشاه پر سړک د ازاد منډۍ سیمې ته نږدې د وسله‌والو تر برید لاندې راغی، چې له یوې غونډې وروسته کور ته روان و. په بله پېښه کې د پولیسو سرتېری محمد روشن د سېدګي باکه خېل سیمه کې د خپل کور مخې ته د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.
پولیسو دواړه پېښې هدفي وژنې بللې او ویلي یې دي، چې په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي. د سیمې اوسېدونکو د بریدونو غندنه کړې او د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي. بنو په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

سي‌اېن‌اېن: د خطرناکو موادو له یوې پېښې وروسته د پنټاګون څو پوړونه تخلیه شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
سي‌اېن‌اېن: د خطرناکو موادو له یوې پېښې وروسته د پنټاګون څو پوړونه تخلیه شوي
100%

د امریکا د ارلینګټن ولسوالۍ د اور وژنې او بېړنیو مرستو چارواکو ویلي، اور وژونکو د پنجشنبې په ورځ د پنټاګون ودانۍ کې د خطرناکو موادو اړوند د یوې پېښې څېړنه کړې. یادې رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون د احتیاطي تدابیرو په توګه قرنطین شوی او د ودانۍ څو پوړونه تخلیه شوي.

د پنټاګون ویاند هم تایید کړې چې د ودانۍ داخلي څارنیزو سیستمونو د «هوا د کیفیت ستونزه» تشخیص کړې ده.

د نوموړي په وینا، تر هغه چې د دې ستونزې ماهیت او اهمیت په بشپړه توګه روښانه نه شي، احتیاطي اقدامات به دوام ولري.

تر اوسه چارواکو د یادې پېښې د اصلي لامل، د خطرناکو موادو د ډول او یا هم د احتمالي زیانونو او ټپیانو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
ډونالد ټرمپ: د تهران حکومت ته باید قوي او پیاوړی ځواب ورکړل شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د تهران حکومت ته د امریکا ځواب باید «قوي او پیاوړی» وي.

نوموړي د امریکا له ای‌بي‌سي نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زما په نظر ځواب ورکول ډېر مهم دي. هغوی زموږ یوه چورلکه راوغورځوله او موږ اوس هم د ځواب په حال کې یو.»

ټرمپ زیاته کړې: «دا ځواب د هغه څه په غبرګون کې دی چې هغوی تېره شپه زموږ له چورلکې سره وکړل، او زه باور لرم چې دا ځواب باید ډېر قوي او پیاوړی وي، او دا ځواب هم همداسې روان دی.»

د هغه په وینا، د امریکا روان اقدامات د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او موخه یې د ورته پېښو مخنیوی دی.

تر اوسه د ایران حکومت له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني بار وړونکو موټرو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني بار وړونکو موټرو ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ورکړل شوې
100%

په پېښور کې د طالبانو د کونسل حافظ محب الله او قبایلي پلاوي ترمنځ له خبرو وروسته پرېکړه شوې چې په افغانستان کې بند پاتې سلګونه پاکستانی بار وړونکي موټر او چلوونکي به د توخم له لارې ستانه شي. ټاکل شوې ده چې د موټرو د ستنېدو لړۍ د جون په ۱۱مه پیل شي.

په پېښور کمشنرۍ کې د طالبانو د کونسل حافظ محب الله او د قبایلي پلاوي ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې پرېکړه شوې چې په افغانستان کې بند پاتې سلګونه پاکستاني بار وړونکي موټر او د هغوی چلوونکي به د بېرته ستنېدو اجازه ترلاسه کړي.

د قبایلي پلاوي مشري مفتي محمد اعجاز ویلي چې له طالب کونسل سره خبرې په دوستانه فضا کې شوې او له هغه څخه یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستانی بار وړونکو موټرو او د هغوی چلوونکو ته ژر تر ژره د ستنېدو اجازه ورکړي، چې د ده په وینا طالب کونسل دغه غوښتنه منلې ده.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې، د جون په ۱۱مه، له افغانستان څخه د پاکستانی کارګو لاریو د ستنېدو لړۍ پیل شي.

د ټاکل شوي میکانیزم له مخې به هره ورځ د سهار له شپږو بجو څخه تر دوولسو بجو پورې د تورخم له لارې بار وړونکو لاریو ته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له غرمې وروسته به لاره د افغان کورنیو د ستنېدو لپاره پرانیستې وي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲مه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا له امله سوداګریزې لارې تړل شوې، چې له کبله یې سلګونه پاکستاني بار وړونکي موټر په افغانستان کې بند پاتې شوي او دغه راز د ګڼو افغان سوداګرو مالونه او موټر له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پاتې دي. د دغه وضعیت له امله سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي او د دواړو لورو سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدو بشري اندېښنې زیاتې کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱
ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدو بشري اندېښنې زیاتې کړې
100%

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې د ایبولا ناروغۍ وروستۍ خپرېدنه د هغو ټولنو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی چې له وړاندې د جګړو او بې‌ځایه کېدو له امله سخت اغېزمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له دوو میلیونو څخه زیات بې‌ځایه شوي کسان اوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ایبولا د انتقال لوړ ګواښ لري.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې او اقدامات اړین دي، څو د ویروس د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د ایبولا د خپرېدو ګواښ لا زیات کړی او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده ترڅو د مخنیوي هڅې پراخې شي.

سهيل اپريدی او مولانا فضل الرحمان د خيبرپښتونخوا ايالت د واک او حقونو په اړه غږېدلي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
سهيل اپريدی او مولانا فضل الرحمان د خيبرپښتونخوا ايالت د واک او حقونو په اړه غږېدلي
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی او د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ايالت پر واک او حقونو غږېدلي او ويلي یې دي چې دوی پر دې خبره موافق دي چې مرکزي حکومت ايالت ته خپل اساسي حقونه پوره نه ورکوي.

سهيل اپريدی د دوشنبې په ورځ سره د پلاوي په پېښور کې د جمعيت علما ګوند مرکز ته ورغلی دی.

سهيل اپريدي د مولانا فضل الرحمان سره په ګډه رسنیو سره خبرو کې وويل، د جمعيت علما د مشر سره د لیدنې موخه یې د ايالتي حقونو په اړه د نظر د یووالي رامنځته کول و، او هغه سره په ليدنه کې یې په قامي مالياتي کمېسیون کې د برخې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو اوږدې خبرې وشوې.

هغه تور پورې کړ چې مرکزي حکومت له خیبرپښتونخوا سره د مور او مېرې په څېر چلند کوي او د ايالت خلک له خپلو روا حقونو څخه بې‌برخې ساتل کېږي.

اعلی وزیر وویل چې د قبایلي ولسوالیو خلک هغه حقونه نه لري چې د لاهور، کراچۍ او کوېټې اوسېدونکو ته ترلاسه دي. هغه وویل چې دا موضوع د وفاقي وزیر په وړاندې هم راپورته شوې او د صوبې د حقونو لپاره د ګډ غږ پورته کولو باندې هوکړه وشوه.

سهیل افریدي له پنجاب څخه د غنمو پر لېږد بندیز د اساسي قانون ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې په دې اړه له مولانا فضل الرحمان سره سلا وشوه او دواړه مشران به یې په وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې قامي مالياتي کمېسیون د ايالتونو اساسي حق دی، په دې کې زیاتوالی راوستل کېدای شي خو په هېڅ صورت کمښت نه شي پکې راتلای. هغه وویل چې ټول سیاسي قوتونه د صوبايي حقونو او د خپلواکۍ د ساتنې په اړه متحد دي.

هغه په ايالت کې په امنيتي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په سوېلي ولسوالیو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او حالات د سمدستي پاملرنې غوښتونکي دي.

هغه پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخلي او د ملي ستونزو حل لاره ومومي، په داسې حال کې چې صوبايي حکومت هم باید د امن او امان په موضوع د ټولو سیاسي ځواکونو سره مشوره وکړي.