• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګراهام: د اسلامي جمهوریت مشران «افراطي مذهبي نازیان» دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۱

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور لینډسي ګراهام پر خپل ایکس لیکلي ډېر خوشحال دی چې ټرمپ د ایران د رسنیو هغه راپورونه جعلي وبلل چې د یوې ادعا شوې هوکړې په اړه خپاره شوي دي. هغه د ایران مشران «افراطي مذهبي نازيان» بللي دي.

ګراهام ویلي چې ټرمپ او د امریکا پوځ د ستاینې وړ دي، ځکه چې د موثرو پوځي بریدونو او سخت محاصرې په ګډه یې ایران د تېرو ۴۷ کلونو په پرتله تر ټولو کمزوري حالت ته رسولی دی.

هغه زیاته کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت ۴۲ زره کسان یوازې د ښه ژوند غوښتنې له امله وژلي او د دغه هېواد رهبران یې «افراطي مذهبي نازیان» بللي دي.

ګراهام همدارنګه ویلي د ایران په اړه د ټرمپ سره کرښه دا ده چې ایران به هیڅ کله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او دا اصل باید وساتل شي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

۵

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

عباس عراقچي: د اسلام‌اباد هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
عباس عراقچي: د اسلام‌اباد هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی، چې د اسلام‌اباد د تفاهم یادښت د نږدې کېدو او نهایي کېدو پړاو ته رسېدلی دی. نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، تر هغه چې دا هوکړه په بشپړه توګه وروستۍ کېږي، رسنۍ باید د هغې د محتوا په اړه له هر ډول احتمالي اټکلونو ډډه وکړي.

عباس عراقچي ویلي، د دغه یادښت د نهایي کېدو چارې په جدي توګه روانې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په دې اړه په رسنیو کې خپرېدونکي اټکلونه له وخت مخکې دي او په کار ده چې تر رسمي خپرېدو پورې ورته په تمه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې د دوی کړنلاره تل مسوولانه او شفافه ده.

د هغه په وینا، کله چې دغه تفاهم یادښت په بشپړه توګه نهایي شي، ټول جزییات به یې په مناسب وخت کې له عامو خلکو او رسنیو سره په روښانه توګه شریک کړل شي.

عراقچي د دغه تفاهم یادښت د جزییاتو، د خبرو اترو د لورو او په دې اړه د رامنځته شوي پرمختګ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د نهایي کېدو پړاو ته یې لاره ډېره لنډه شوې ده.

فېسبوک د لنډې مودې لپاره په یو شمېر هېوادونو کې له کاره لوېدلی و

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱
فېسبوک د لنډې مودې لپاره په یو شمېر هېوادونو کې له کاره لوېدلی و
100%

د راپورونو پر بنسټ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د فیسبوک او مسنجر خدمات د ناڅاپي تخنیکي ستونزې له امله د لنډې مودې لپاره په ټپه درېدلي وو. د دې ستونزې له امله په میلیونونو کاروونکي په اتومات ډول له خپلو حسابونو څخه ایستل شوي او د بېرته ننوتلو پر مهال له ستونزې سره مخ کېږي.

بل خوا د مېټا کمپنۍ نور خدمات لکه واټس‌اپ او انسټاګرام بیا هم فعال پاتې وو.

د راپورونو له‌مخې، د مېټا تخنیکي ډلو د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړې او د فیسبوک او مسنجر خدمات بېرته فعال شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې د مېټا تر چتر لاندې خواله رسنۍ له داسې پراخو تخنیکي ستونزو سره مخ کېږي، خو د فېسبوک او مسنجر هم‌مهاله قطع کېدو په نړیواله کچه د کاروونکو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.

ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او تهران د احتمالي هوکړې افشا شوي معلومات دروغ بللي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او تهران د احتمالي هوکړې افشا شوي معلومات دروغ بللي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اسلامي جمهوریت هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې له واشنګټن سره پر یوې هوکړې سلا شوي دي. نوموړي ویلي، چې د هوکړې په تړاو د تهران افشا شوي شرایط له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.

ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې لیکلي چې د هوکړې په اړه د ایران کمزورې بیانیه له حقیقت څخه لیرې ده. ټرمپ ایراني چارواکي بې‌اعتباره بللي او زیاته کړې یې ده چې له هغوی سره په ښه نیت معامله کول امکان نه لري.

ټرمپ دا غبرګون وروسته له هغې وښود چې په رسنیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې د شرایطو په اړه ځینې راپورونه افشا شول.

دغو راپورونو په نړیوالو بازارونو هم اغېز کړی و او د تیلو د بیو په راټیټېدو کې یې رول درلود.

د راپورونو له مخې، په فارس خلیج کې د نښتو د پراخېدو د اندېښنو کمېدو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د سیاسي تفاهم د نږدې کېدو په اړه د خبرونو خپرېدو، د نفتو په نړیوال بازار کې د بیو د ثبات لامل شوي وو.

خو د ټرمپ وروستیو څرګندونو دا ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه د ټرمپ څرګندونې «رواني لوبه» ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۱
 له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه د ټرمپ څرګندونې «رواني لوبه» ده
100%

د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې «رواني لوبه» بللې چې ویلي یې وو له ایران سره د هوکړې احتمال زیات شوی او د ایران حکومت د هوکړې لپاره «تسلیم شوی» دی.

فارس خبري اژانس د امریکا او ایران ترمنځ هوکړې ته د نږدې کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي.

فارس لیکلي چې په سویس کې د احتمالي هوکړې لاسلیک یا مخامخ لیدنې په اړه هر ډول اټکلونه «د وړاندیزونو او امریکايي هیلو له ناسم برداشت پرته بل څه نه دي.»

دغه غبرګون وروسته له هغه مطرح شو چې بلومبرګ د باخبره چارواکو له قوله راپور ورکړ چې امریکا او ایران د یوې هوکړې لاسلیک ته، چې د «تفاهم یادښت» په چوکاټ کې به وي، نږدې شوي دي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د سویس جنېو ښار د دغې احتمالي تفاهم د لاسلیک لپاره د ممکنه ځای په توګه مطرح شوی دی.

دغه رسنۍ همدارنګه راپور ورکړی چې په تهران کې د موضوع ارزونه لا هم روانه ده او د وروستۍ تفاهم د ترلاسه کېدو په اړه لا تر اوسه «هیڅ بشپړ باور» نه شته.

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو
100%

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیسار مګنوس برونر بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې له جنجالي طرحې دفاع کړې. هغه ویلي، اروپايي ټولنه افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره «له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري».

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالب چارواکو د بلنې پرېکړه په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده او یو شمېر منتقدان یې دا کار د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو څخه شاتګ بولي.

برونر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او عملي کچه ترسره کېږي او هېڅکله د دې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

هغه وویل: «د وضعیت د ښه کېدو لپاره له دغو کسانو سره له خبرو پرته بله لار نشته. دا خبرې اترې لږ تر لږه د اروپايي اتباعو او همدارنګه د پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره مهمې دي».

د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې چې د استوګنې شرایط نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي مخینه لري یا په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې خپله د کډوالۍ پالیسي بدله کړې او تمرکز یې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر ځای د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر چټکتیا کړی دی.

د بشري حقونو د بنسټونو غبرګون

د بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول، په داسې حال کې چې هېواد له سخت بشري ناورین، پراخې بې‌وزلۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دی، یو ناقانونه او غیراخلاقي اقدام ګڼل کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانستان وګړو د غړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې دوسیې ثبت کړې دي، چې شاوخوا نیمايي یې منل شوې دي.

په همدې حال کې، جرمني هم له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.