طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

په هرات کې ځايي سرچینې وایي چې د پنجشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو لسګونه نظامي وسایط د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګزمو بوخت وو او امنیتي حضور یې په څرګند ډول زیات شوی و.

په هرات کې ځايي سرچینې وایي چې د پنجشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو لسګونه نظامي وسایط د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګزمو بوخت وو او امنیتي حضور یې په څرګند ډول زیات شوی و.
د سرچینو په وینا، دغه ګزمې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د ځینو اوسېدونکو له لوري د جمعې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد د احتمالي اعتراضونو د جوړېدو خبرونه خپاره شول.
هغو ویډیوګانو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې د طالبانو نظامي وسایط د هرات ښار په سړکونو کې د چالان شوو اژیرونو سره تګ راتګ کوي.
یو شمېر هغو کسانو چې له هرات څخه یې افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې، ویلي چې طالبان د نظامي موټرو د اژیرونو په پرلهپسې غږولو سره هڅه کوي د وېرې فضا رامنځته کړي، څو خلک په هر ډول احتمالي اعتراضونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
د سرچینو په خبره، د طالبانو نظامي وسایط د «ولایت سړک»، «خیابان هرات»، «شهر نو»، «جکان»، «ترقي پارک» او «دروازه ولایت» په ګډون د ښار په ګڼو سیمو کې لیدل شوي دي.
یو عیني شاهد هم ویلي چې د شپې په وروستیو ساعتونو کې لسګونه نظامي موټر د جبرئیل ښارګوټي پر لور تللي دي.
جبرییل ښارګوټی د سېشنبې په ورځ د پراخو اعتراضونو شاهد و. دغه اعتراضونه د ښځو د نیولو پر ضد ترسره شوي وو، خو وروسته د طالبانو له لوري وځپل شول.
تر اوسه طالبانو د دغو شپنیو ګزمو او د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.