• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان مېرمنې: د طالبانو محدودیتونو افغانستان د ښځو لپاره په «دوزخ» بدل کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۱

یوشمېر افغان مېرمنې وايي، طالبانو د ښځو پر حجاب د تازه محدودیتونو په لګولو سره افغانستان د ښځو لپاره په «دوزخ» بدل کړی. یوې هراتۍ مېرمنې ویلي: «اوس په بازارونو کې د طالبانو محتسبین ان د ښځو پښې او لاسونه هم ګوري. که د پوستکي یو انچ هم ښکاره شي؛ نو ستونزه جوړوي».

د هغې په وینا؛ د دوی په سیمه کې لسګونه ښځې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا «د بې‌حجابۍ» په تور نیول شوې دي. نوموړې زیاتوي، په جوماتونو او عامه ځایونو کې خلکو ته خبر ورکړل شوی، چې ښځې به د بشپړ حجاب او د مخ پټولو پرته بهر د تګ اجازه ونه لري.
د راپورونو له مخې؛ طالبانو په هرات ولایت کې ښځو ته نوی لارښود صادر کړی چې له مخې یې باید له کوره د وتلو پر مهال د خپل بدن ټولې برخې په بشپړه توګه پټې کړي.
د سې‌شنبې په ورځ په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو څپې په غبرګون لاریون د یادې ډلې د ځواکونو له‌خوا وځپل شو. خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې وسله‌والو طالبانو پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د طالبانو په ډزو کې لږترلږه یو تنکی ځوان وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو ویلي، اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو د «بې‌حجابۍ په تور» د ښځو د نیولو لړۍ پیل کړه. د راپورونو له مخې؛ لږترلږه ۳۰ ښځې نیول شوې دي.
ځینې معترضې ښځې وايي، ان هغه ښځې هم نیول شوې چې له وړاندې یې د طالبانو د حجاب مقررات مراعاتول. ورته مهال د هرات یوشمېر اوسېدونکې ادعا کوي، چې په وروستیو ورځو کې په دغه ښار کې د ښځو د لباس د څار او کنټرول کچه په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده. د دوی په وینا؛ د طالبانو د امربالمعروف محتسبین او ښځینه کارکوونکې د ښار په بېلابېلو سیمو کې ښځې دروي او حجاب یې ګوري.
یوشمېر ښځې ادعا کوي، چې د نیول شویو ښځو د خلاصون په بدل کې د هغوی له کورنیو د پیسو د ورکړې غوښتنې هم شوې دي؛ خو طالبانو لاتراوسه د دغه ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۴

ملا نجیب؛ د ملا دادالله له جبهې تر فدايي محاذه!

۵

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
100%

په هرات کې ځايي سرچینې وایي چې د پنجشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو لسګونه نظامي وسایط د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګزمو بوخت وو او امنیتي حضور یې په څرګند ډول زیات شوی و.

د سرچینو په وینا، دغه ګزمې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د ځینو اوسېدونکو له لوري د جمعې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد د احتمالي اعتراضونو د جوړېدو خبرونه خپاره شول.

هغو ویډیوګانو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې د طالبانو نظامي وسایط د هرات ښار په سړکونو کې د چالان شوو اژیرونو سره تګ راتګ کوي.

یو شمېر هغو کسانو چې له هرات څخه یې افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې، ویلي چې طالبان د نظامي موټرو د اژیرونو په پرله‌پسې غږولو سره هڅه کوي د وېرې فضا رامنځته کړي، څو خلک په هر ډول احتمالي اعتراضونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو نظامي وسایط د «ولایت سړک»، «خیابان هرات»، «شهر نو»، «جکان»، «ترقي پارک» او «دروازه ولایت» په ګډون د ښار په ګڼو سیمو کې لیدل شوي دي.

یو عیني شاهد هم ویلي چې د شپې په وروستیو ساعتونو کې لسګونه نظامي موټر د جبرئیل ښارګوټي پر لور تللي دي.

جبرییل ښارګوټی د سې‌شنبې په ورځ د پراخو اعتراضونو شاهد و. دغه اعتراضونه د ښځو د نیولو پر ضد ترسره شوي وو، خو وروسته د طالبانو له لوري وځپل شول.

تر اوسه طالبانو د دغو شپنیو ګزمو او د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله
100%

د بي‌بي‌سي خبریالې لایس ډوسیټ د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب په وسیله د «ښځو جایزو» د غیر افسانوي برخې د جایزې ګټونکې شوه او د افسانوي برخې جایزه د «ورجینیا ایوانز» ناول لیکوالې ته ورکړل شوه.

د فایننشیل ټایمز د راپور له‌مخې، لایس ډوسیټ چې د بي‌بي‌سي د نړیوالو خبرونو مشره خبریاله ده، د افغانستان په اړه د څو لسیزو د راپور ورکولو پرمهال د کابل په «انټرکانټیننټال» هوټل کې له نورو بهرنیو خبریالانو سره یو ځای اوسېده او همدا تجربه د دې لامل شوه، چې خپل کتاب پر همدې هوټل متمرکز کړي.

په دې کتاب کې د هوټل د کارمندانو کیسې؛ له عمومي اشپز څخه نیولې بیا تر هغې ښځې پورې چې د هوټل خونې پاکوي راوړل شوي دي.

«د ښځو جایزو» ګټونکې د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۱مه) په لندن کې اعلان شول او د جایزې هر ګټونکې ته به ۳۰ زره برېتانوي پونډه ورکړل شي.

د سږکال د غیر افسانوي برخې د داورانو مشرې «تنګام ډیبونیرا» چې د برېتانیا یوه پخوانۍ وزیره ده «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» په اړه وویل: «د کلونو په تېرېدو سره به د دې کتاب ارزښت او اهمیت لا پسې زیات شي».

د یادونې وړ ده، چې د کابل انټرکانټیننټال هوټل د ۱۳۴۸ لمریز کال د وږي په ۱۸مه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په رسمي ډول پرانېستل شو.

دا د افغانستان لومړنی نړیوال او لوکس هوټل وو، چې د کابل په باغ بالا غونډۍ کې د یو بهرني شرکت لخوا جوړ شو او د هېواد په سیاسي او تاریخي پېښو کې ځانګړی نوم لري.

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو
100%

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیسار مګنوس برونر بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې له جنجالي طرحې دفاع کړې. هغه ویلي، اروپايي ټولنه افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره «له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري».

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالب چارواکو د بلنې پرېکړه په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده او یو شمېر منتقدان یې دا کار د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو څخه شاتګ بولي.

برونر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او عملي کچه ترسره کېږي او هېڅکله د دې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

هغه وویل: «د وضعیت د ښه کېدو لپاره له دغو کسانو سره له خبرو پرته بله لار نشته. دا خبرې اترې لږ تر لږه د اروپايي اتباعو او همدارنګه د پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره مهمې دي».

د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې چې د استوګنې شرایط نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي مخینه لري یا په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې خپله د کډوالۍ پالیسي بدله کړې او تمرکز یې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر ځای د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر چټکتیا کړی دی.

د بشري حقونو د بنسټونو غبرګون

د بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول، په داسې حال کې چې هېواد له سخت بشري ناورین، پراخې بې‌وزلۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دی، یو ناقانونه او غیراخلاقي اقدام ګڼل کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانستان وګړو د غړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې دوسیې ثبت کړې دي، چې شاوخوا نیمايي یې منل شوې دي.

په همدې حال کې، جرمني هم له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

احمد مسعود: د هراتیانو مبارزه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
احمد مسعود: د هراتیانو مبارزه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولی
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په هرات کې د طالبانو لخوا د ښځو نیول او د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستل په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د هرات د ښځو او نارینه‌وو ودرېدنه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولای.

احمد مسعود په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو په هرات کې د ښځو په نیولو او د خلکو پر وړاندې په تاوتریخوالي سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د دوی واکمني پر وېره، سپکاوي او زورزیاتي ولاړه ده.

هغه زیاته کړې چې د رسنیو د ځپلو او سانسور په شرایطو کې، له هرات او کابل څخه خپاره شوي راپورونه د هغو بې‌شمېره جرمونو یوازې یوه برخه ده چې د طالبانو د حکومت لخوا په ځانګړې توګه پر ښځو تپل کېږي.

د ملي مقاومت جبهې مشر د هرات مېرمنو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی یوازې نه دي او د دغې جبهې غړي د ازادۍ او انساني کرامت د دفاع لپاره د دوی ترڅنګ ولاړ دي. د هغه په وینا، د ښځو له حقونو او ازادۍ څخه دفاع، د ټول افغانستان د عزت او راتلونکي دفاع ده.

مسعود پر ټولو ملي ادرسونو، نخبګانو، سیاستوالو، دیني عالمانو، کلتوري شخصیتونو، رسنیو او نړیوالو مسوولو بنسټونو غږ کړی چې له چوپتیا او مصلحتونو تېر شي او د دغه ښکاره ظلم پر وړاندې روښانه او مسوولانه دریځ غوره کړي.

هغه ویلي چې اوس د ابهام، چوپتیا او بې‌نتیجې همدردۍ وخت نه دی، بلکې باید د افغانستان د خلکو د مشروع غوښتنو ترڅنګ ودرېږي او پر ولس د جنایتونو د عادي کېدو مخه ونیسي.

جولي جانسن: د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو سره روان چلند د منلو وړ نه دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
جولي جانسن: د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو سره روان چلند د منلو وړ نه دی
100%

د امریکا د استازو جرګې غړې جولي جانسن وایي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دوو پرله‌پسې وزیرانو لا هم نه ده روښانه کړې چې افغان پناه غوښتونکی محمد نذیر پکتیاوال څنګه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق ادارې په توقیف کې مړ شوی دی.

د امریکا د استازو جرګې غړې جولي جانسن په خپل ایکس حساب کې لیکلي:«د کورني امنیت وزارت دوو وزیرانو لا هم ماته دا ځواب نه دی راکړی چې محمد نذیر پکتیاوال څنګه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق ادارې په توقیف کې مړ شو.»

جانسن ویلي چې پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی و او وروسته په امریکا کې ورته پناه ورکړل شوې وه.

هغې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ادارې هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې اداره غواړي هغه افغانان هم له امریکا وباسي چې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ له امله ورته پناه ورکړل شوې ده.

جانسن ویلي:«دا د هغوی د قربانیو سپکاوی دی او زه به د هغوی د حقونو د دفاع او د هغوی د خدمتونو د رسمیت پېژندنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»

د کانګرس غړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو او د پخوانیو افغان همکارانو د راتلونکي وضعیت په اړه بحثونه او اندېښنې دوام لري.